اجازه

ثناءالله ځواب
زده کوونکو غلي شئ، وايم غلي شئ، تاسې خو بېخي په خبره نه پوهېږئ.
ښوونکی په ډېرو ویلو ستړی شوی و، سر يې پر مېز کېښود.
له څو شېبو وروسته يو زده کوونکی په داسې حال کې چې يو لاس يې د اجازې اخیستلو لپاره پورته نیولی وه او بل لاس يې د حاجت پر ځای ايښی و.
استاد اجازه ده!
ښوونکي سر راپورته کړ او زده کوونکي ته يې په غوسه وويل: څه وايې؟
– میتیازو ته ځم!
– همدلته يې وکړه!
زده کوونکی خپه شو او بیرته ناهیلی خپلې چوکۍ ته روان شو.
ښوونکي پرې له شا غږ کړ، راشه چېرته ځې د نن ورځې درس ووايه!
زده کوونکی چې له ډېره وخته په مشکل کې و هېڅ يې ونه ويل او چپ ودرېده.
– د ورانۍ او شيطانۍ کار ته خو تيار ناست يئ، درس ته مو ملا ماته وي، چې په همدې کې د ټولګي دروازه خلاصه شوه، مدير راننوت او سم د واره يې د خاضرۍ د کتاب پوښتنه وکړه، بيا يې وويل: که کومه ستونزه يا کومه غوښتنه لرئ؟
هماغه زده کوونکی ولاړ شو او له مدیره يې د میتازو اجازه وغوښتله؟
مدير وويل: ژر لاړ شه، چې دلته يې ونه کړې!
زده کوونکی پر منډه له ټولګي و واته.
خو د لږ ځنډ وروسته زده کوونکی بیا ټولګي ته ورخطا رادننه شو او ويې ويل: مدير صاحب په دهليز کې د رياضي استاد ولاړ دی او نه مې پرېږدي چې میتازي وکړم.
مدير سمدستي له دروازې سر راویسته او استاد ته يې وويل: پرېږده چې لاړ شي ما ورته اجازه ورکړې ده!
مدير له استاد سره په خبرو بوخت شوی و، چې زده کوونکی راننوت او د کېناستلو اجازه يې وغوښته.
مدير ورته وويل: کېنه بچيه له خپل ښوونکي نه دې اجازه اخله کنه!
زده کوونکي وويل: له ښوونکي مې اجازه وغوښتله خو هغه راته وويل: چې همدلته يې وکړه!
مدير ښوونکي ته وکتل: له زده کوونکو سره سمه رويه کوه!
ښوونکي د ښه په ډول سر وخوځاوه او بيا يې زياته کړه، مدير صاحب دوی به همدغسې خره فارغېږي. درس نه وايي يواځې ساعت تېرۍ ته ځي او راځي.
مدير ته له دې خبرې سره ځان د زده کوونکو په وړاندې بد ښکاره شو او ويې ويل: چې ستاسې غوندې خر استاد ولري، خود به خره فارغېږي.
او يو څو نورې تېزي خبرې يې هم ورته وکړې بیا د ادارې په لور روان شو.
د مدير تر وتلو وروسته ښوونکي ډېر په غوسه زده کوونکو ته کتل راکتل.
چې هماغه زده کوونکی يې ودراوه او ورته يې وويل: تاسې ته هر وخت وایم شور مه کوئ خو تاسو د چا نه منئ. لږ وروسته به دې ماته ويلی وی هغه ځل خو مې له ډېرې غوسې نه اجازه درنه کړه!
تاسې خو زما د زامنو په څېر ياستئ که درس نه يادوئ مه يې يادوئ خو ورانی مه کوئ او کرار کېنئ چې نور خپل درس ووايي. همدې خبرو کې وه، چې د رخصتۍ زنګ ووهل شو.
تبصرې
تبصرې بندې دي