اخر نارينه يې!

طنز - ميوند درځار
[pukhto]
که په فيسبوک د زنانه په نوم د ملګرتوب بلنه راشي نو هسې مې ګوتې خارښت کوي چې د پروفايل له چک کولو پرته يې بايد بلنه ومنم .
او بيا يې چې لا د خپل عکس پر ځای د کوم ماشوم تصوير لګولی وي، نو بيخي مې يقين وشي چې ده او که نده نو همدا ده .
نو چې بيا دې ملګرې هم شي او په چټ کې سلام هم پرې نه وراچوي، ته او خدای په خپل نارينتوب دې شک نه راځي ؟
ځه خير، د سلام ځواب داسې په ځنډ او داسې په ناز ورکول هم د سړي شک د يقين په کمچينه وهي .
نو خبره مې دا کوله چې متعلمين او محصلين، خو دي داسې چې ځان ورته د هرې پېغلې ايډيال ښکاري . او چې بيا لا په فيسباکه کې تر (۲۰۰- ۳۰۰) پورته لايکونه هم اخلي، نو ځه د خيره.
ما خو په خپل پروفايل هغه عکس لګولې چې د قنداغا د ويلډينک له عينکو سره مې اخيستی او خلکو ډير خوښ کړی هم دی .
ښه چې کله بديل اعايشه واخلو، نو يو بوتل تارا د سر تيل هم راونيسو چې بيا يې د بلې مياشتې تر پیسو پورې لکه چکک استعمالوو .
پدې اتلس سوه افغانيو پورې ډير کارونه تړلي ، د نوټ کتابچې، د اطاق کرايه ، د فيسبوک بنډل او خوراک څښاک .
دا هر څه خو په ځای پريږده چې د فيسبوک د ناليدلي هغې دغې کريډيټ کارتونه هم در په غاړه شي نو واه واه .
يوه جمعه دوه خو به دې خامخا په ورځ کې پنځه ځلې په چټ کې احوال اخلي، ته به فکر وکړې چې روغتون کې بيستر يې او نرسه دې پوښتنې ته ځي راځي، خو له هغې وروسته بيا ځه پيښېږي پدې خو ته هم خبر يې .
هو، اخر نارينه يې، ملګرې لرې، ستا په شتون کې هغه څنګه چاته خوله ورانه کړي چې ير ه د مبايل لپاره مې روپۍ په کار دي .
نو معمولآ د هغې د نيټ د فري کولو فيس به هم لنډوې او د مسجونو پکيچ به هم ورته اخلې چې خپلو همزولو ته بيا ستاکيسې وليکي .
اوس هغه اتلس سوه افغانۍ بديل عايشه هم ځي، د کور نه راوړې پيسې هم سوځي او د شاوخوا دوکاندارانو هم قرضداره يم .
زموږ استاذ هره ورځ په ټولګي کې دا خبره کوي چې ځانونه مو پدې مبايلونو او فيسبوکونو له کاره ويستلي، هيڅ ګټه به درته ونکړي او دا تاسو چې د نجونو په نوم له کومو اکاونټونو سره يارانې روانې کړي، نو دا ستاسې خپل هلکان ملګري دي، جونې دومره اوزګارې نه دي او نه به له تاسو تنبلانو سره ګوتې خوږې کړي .
مړه استاد به هر څه وایي، د هغه ماغره ډير شوي، خو زه څه وخت محمداګل ته سوچ وړی يم چې هغه په تليفون سره د دومره خبرو کولو هم يوه ورځ ټيلفون ته کريډيټ جمع نکړ.
د هغه خو به چې له چاسره کار و نو مسکال به يې ورکاوه، بيا به هغه سړي ورته زنګ راوهلو او دنيټ لپاره به مو هم ځانته په شريکه پکيج اخيسته او په يو مبايل کې به مو کارولو اوس يې هغه هم ځانته په خپل مبايل کې فري کړی، خو کور يې ودان ، ما نه رټي او د فيسبوک ناليدلي هغې دغې يارانې ته مې لاهڅوي .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي