ادبيات څه شی دی؟

ګلستان تميم
[pukhto]
وایي هر هغه ممتازه وينا چې شفاهي وي او که ګړنۍ ( لیکنۍ ) خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کیږي او جمع یې ادبیات دي.
ادبیات په دوه ډوله دي.
تخلیقي یا هنري ادبیات
څیړنیز یا تحقیقي ادبیات
هر علم او پوهه ځان ته ځانګړې موخې، غرضونه، مقاصد او موضوعات لري.
که قرآن او حدیث مو د دنیا او اخرت له خېر او شره خبروي، نو ادب بیا د ژوند د ښکلا پېژندنې تر څنګ په انسانانو کې د کار، عمل اصلاح او سمون جذبه راپاروي.
د ادب هدف په هنري ډول بل ته پيغام رسول دي.
ډېری وخت راسره ملګري په دې بحث کوي چې ادبیات نو څه شی شو؟
هغوی ته د قناعت لپاره بیا دا دلیل وړاندې کوم چې که ته انجینري لولې، که ساینس او ټکنالوژي وایې او که سیاسي علوم او ……..
ددې ټولو لپاره اړ یې چې ادبیات مطالعه کړې ځکه چې که ادبیات نه وي نو ته به څنګه له ژونده خوند واخلې او څنګه به وکولای شې چې یو مفهوم په اسانۍ سره افاده کړې؟
په هر ترتیب ادبیات درې اساسي څانګې لري.
ادبي تیوري.
ادبي تاریخ.
کره کتنه.
مونږ د هنري اثارو لپاره بله ډلبندي هم لرو چې:
( ایپیک، غنایي او ډراماتیک) یې بولي.
ایپیک داستاني ادبیاتو ته وایي .
غنایي هنري اثار او ډراماتیک بیا عاطفي ادبیات دي.
دا اثار به خامخا یا نظمونه وي او یا هم نثرونه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي