67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ادبي (شاعرانه) منطق

مصطفی سالک

[pukhto]
فیس بوک ته مې پر ګونګه شاعرۍ څه لیکلي وو هلته مې د هنري منطق اصطلاح کارولی وه،دا چې خبره مې پر شعر کوله نو موخه مې شعري منطق و ځکه هر هنر جلا منطق لري یو شمیر ملګرو پوښتنه وکړه چې ادبي یا شعري منطق یانې څه؟ ما په لیکنه کې ورته ځینې اشارې کړې وې خو ژمنه مې وکړه چې پر دې اصطلاح به څه لیکم خو له بده مرغه ما پر دې اړه کومه لیکنه ونه مونده،خو زه به درته هغه څه ولیکم چې په کومه مانا دا کلیمه اخلم.

له ادبي منطقه زما موخه یو داسې منطق دی چې له دودیز ارسطويي منطق سره جوت فرق لري ،خو دا باید ووایم چې ادبیات منطق نه بلکې منطقونه لري، لومړی منطق یې ژبنی منطق دی، ژبنې منطق خپلې برخې لري، مثل او ګړنه به له ژبني منطق سره سمه وي خو د لفظونو کوم پرلپسې والی چې دی، ترتیب یې له ګرامري اړخه سره سم نه وي ویل دا غواړم چې د معني له مخه خو د ځانګړو موخو لپاره موږ د جملې کلیمات مخکې وروسته کوو خو په طبیعي ډول هره کلیمه په جمله کې یو او ځانګړی ځای لري،خو په شعر کې د ژبې دغه ګرامري ترتیب نه وي نو څه وکړو شعر بې ګرامره او بې منطقه وګڼو؟
نه داسې نه ده د پرمختللې نړۍ ژبپوهانو د شعر پر ګرامري منطق کتابونه لیکلي خو موږ او زموږ د ګاونډیو ژبپوهانو دې اړخ ته پام نه دی کړی، او دا منطق لا ګونګ پاتې دی چې ژبپوهان باید ورته پام وکړي.نو زه دا برخه پریږدم او هغه شعري منطق ته اوړم چې تر ډیره زما موخه ده.

دا خبره دودیز منطق نه لري چې ګل راغی! ځکه ګل یو بوټی دی چې په ځمکه کې خښ دی او تلل راتلل نه کوي،خو ادبي او په ځانګړي ډول شعري منطق لري ،ځکه موږ ته دامجازي خبره سمه خبره ښکاري،او سمه راته ځکه ښکاري چې ددې تخیلي خبرې منطق جمالیاتي او روایتي دي او موږ له پیله منلې چې يو شمیر مخونه ګلونه وي.دغه د هنري منطق بنسټ دی،خو دې ته هم کتل په کار دی چې ولې ګل؟ طراوت، رنګ،خوشبو دا ټول مشترکات لري کنه نو بیا د ګل راتلل منطق نه لري-

د تشبیه منطق هم شعري منطق دی مثلآ که ووایو سترګې دې هګۍ دي خبره به نوې وي خو شاعرانه منطق به ونه لري،خو که ووایو سترګې دې پیمانې دي شعري منطق به یې پر ځای وي،او وجه شبه یې سوروالی، بڼه او کیفیت دي،او که وجه نه وي نو ویلی شو چې دلته په تخلیق کې ادبي منطق نشته او د منلو وړ نه دی.

تر تشبیه وروسته مجاز په مجاز کې استعاره او سمبول خپل خپل منطق لري او که هغه منطق نه وي د شعر نوښت د سیقل شویو ‌ذوقونو د منلو وړ نه ګرځي دا کوم څیزونه مې چې یاد کړل پر اړه یې د ادبي فنونونو استادان څه لیکلی شي خو د پوهاند مجاور احمد زیار په دې خبره کې د ټولو د تعریف کنجي نغښتې.

(تشبیه او استعاره دواړه عیني وي او که ذهني هله پر سمبول اوړي چې له تشبیه نه مشبه لرې کړې او مشبه به پاتې شي او له استعارې نه چې مستعار له ایسته شي او مسعار منه پاتې شي)
دا خو سمبول شو په استعاره کې بیا که له تشبیه مشبه او د تشبیه توري لرې شي پر استعاره بدلیږي.
خپل یو بیت رایاد شو!

عشقه ته د ورځې شمع بله کړې
اوښکې یې زما پر مزاز وڅاڅي
شمع له نجلۍ نه استعاره ده،خو ادبي منطق یې روڼ دی یو خو دا چې د ورځې بلیږي مانا دا چې په شعر کې کومه شمع ده دشپې نه بیلږي بلکې د ورځې له خوا بله ده،بله دا چې عشق بله کړې ده دا شمع او عشق شمعې نه انسانان بلوي،مانا دا چې یو انسان بل شوی اوس که دا شیان نه وي شعر ګونګ او له شعري منطقه خلاص دی. خبره دذاتي تجربې ده
سمبول:

په سمبول کې داسې زور وي چې مفاهیم په ډیر لوړ ډول وړاندې کوي موږ په عام حالت کې هم د عیني او ‌ذهني څیزونو او حالتونو کې سمبلونه کاروو په پیښور کې چې څوک زلمی د ډیرې حسینې جینۍ یادونه کوي او غواړي چې سل په سلو کې یې ښایسته او پارونکي معرفي کړي وايي پټاخه مې ولیده- په دې سمبول کې دومره زور دی چې په ګل ،مرغلرې او بل نوم کې نشته د پټاخې تر شا د جذباتو چاودیدل،لمبه درز او یو غیر عادي حالت پټ دی،تقویم الحق کاکاخیل وايي:
د غنمو ددانې تمه یې راکړه
عفوفه بویه بن ادم اومه خطا شوم
خبره واضح ده خبره د غنمو ده د رزق ده بابا ادم دې تمې له جنته ایستلی اوم نو زه هم د نیکه پر پله لاړم او تیروتم،خو دلته داسې نه ده د غنم دانه سمبول دی د جنسي الې لپاره
زه په دې برخه کې د رای حق نه لرم خو یو شمیر پوهانو په اصل کیسه کې هم یو سمبول بللی دی،دغه روایت او د غنم شکل دوه داسې خبرې دي چې موږ علامتي مانا ته ورجوختوي،که دا څیزونه نه وي شاعر ته جواز نه پاتې کیږي چې واوايي د غنم دانه سمبول یا علامت دی ،خو دلته شاعرانه منطق شته نو شعر سم دی او منطق یې هماغه ټکي دي چې موږ مانا ته ورجوختوي.او پوهانو بریالۍ سمبول کارونه هغه بللې چې سربیره پر پټه مانا څرګنده مانا هم لري دا بیت هم پر دغه تله پوره دی.
روایت او ادبي منطق!

که روایت نه وي نو نوښت کول هم منطق نه لري،ادب او شاعري د تخنیکونو او خیالونو روایتونه پالل دي او بس .حمزه بابا رښتیا ویل ( په تازه بندش کې زوړ مضون پکار دی)
غاټول یو کسی هم لري خو که ووایو سترګې دې غاټول دي له دې وجه شبهې سره موږ ته ښايي بې منطقه غوندې وبریښي خو که ووایو سترګې دې د نرګس په څیر دي سملاسي زموږ زړونو ته پریوزي چې دا تشبیه منطق لري او دا منطق یوازې روایت دی.دا بیا د شاعر په نوښتګرۍ پورې اړه لري چې زوړ نرګس په کوم نوي او خیالي ګلدان کې لګوي.

دا هم پوښتنه ده چې موږ ولې روایت د یوه منطق په توګه منو- دا ځکه چې دا زموږ د لاشعور برخه ده-په وینه کې مو راغلې ده راډ او ګروپ سپین دي ډیره رڼا کوي،ښکلي دي خو که څوک ووايي زما معشوقه راډ دی جمالیاتي منطق یې له ډیوې ډیرې دې خو شعري منطق نه لري ځکه چې زموږ په لاشعور کې ژورې ریښې نه لريؤ،پر ځای یې ډیوه منو ځکه چې شعري لاشعوري روایتي منطق لري،دغسې غشي او توپ هم درواخلئ.دلته باید دا هم ومنو چې پرته له روایته نوښت شعري منطق نه لري،کنه نو زموږ ټولې غزلې به راډونو او ګروپونو ډکې وې.

کنجي توري او شعري منطق:

کله کله خبره لویه وي په بیت کې نه راغونډیږي او چې راغونډوي یې ته باید خپل بیان ته داسې نښې وبښې چې د غوټي د خلاصیدو کلي ګانې وي دا په ډیر غور ټاکل کیږي او شعر ته منطق وربښي پوهاند تقویم الحق کاکاخیل د طاووس د بڼکې په تعارف کې لیکي:

په تغافل یې زه بې واکه نه شوم
ما د ساقي نه انتقام واخست
(ساقي جام نیولی او ځان یې ناجاڼه کړی چې اوس به بې اختیاره منتونه زارۍ شروع کړي،خو پښتون منتونه زارۍ نه کوي ځان مې ټینګ کړو،بې واکه نه شوم او ساقي کچه پاتې شو، بدل مې ترې واخست.دا ټول محاکات ددریو ټکو نه جوړ دي،تغافل،بې واکه او انتقام که دیو کې یو ټکی کم شي نو شعر به بې معنی شي) یانې شعري منطق به له لاسه ورکړي،نو یاد شوي درې کلیمات د شعر منطق دی.
د رواني شعرونو منطق!

ما بل ځای پر دې اړه مفصله لیکنه کړې دلته یوازې دا وایم که څوک ددیدن الوداع خولې اخستو یا نورو حالتونو انځور ګري شعري منطق حکم کوي چې د کوم حالت بیان کیږي باید د شعر چاپیریال حقیقي او له رواني اړخ سره جوړ وي.

حمزه بابا وايي
لاس مې تیرې وکړ خو شکمن شومه
ټکنده غرمه نه شوې دا څه چل دی
هو پښتنې جینۍ ته چې لاس وروړی لکه باروت چاودنه کوي خو له غوسې نه ټکنده غرمه نه شوې چې اخر ولې څه خو شته،دا کار درته بې تفاوته شو که څنګه یا دا چې زړه دې بل څه وغوښتل د تقویم صیب خبره خیال ته لاره ازاده ده،حمزه شک کړی او د شک بنسټ یې د پښتنو نفسیات دي نو نفسیات هم د شعري منطق په توګه منلی شو.

نه پوهیږم چې د هنري یا ادبي منطق اصطلاح به کله او څنګه زما ‌ذهن ته راغلې وي،مخکې مې وویل چې پر دې اړه مې هیڅ ونه موندل،خو زه یې د یوې اړتیا له مخې کاروم او هغه اړتیا ددغو ارزښتونو ګډ یادول دي چې ما یې یو شمیر مخکې بیان کړل اوس په دغه تعریف کې نوې جزیرې موندل د فنونو د استادانو کار دی چې فکر وکړي او دا جوته کړئ چې نور څه،څه د ادبي (شعري منطق) اجزادي.یا دا چې نور هنري (شعري) منطق بل ډول پیژني.که زما په لیکنو کې که د شعري منطق اصطلاح لولئ اړتیا یې ددغو ارزښتونو ګډ یادول دی.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د سکون ساه
رونالډو له بلې سیارې څخه یو ستوری
مطالعه څه ګټې لري
وعده
کېنه مړه
ژوند ښکلی دی
خوشاله شوم
نهه شپېتمه مینه چاپ شوه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /