اردوغان چې زه پېژنم!

ايمل جلال
[pukhto]
(لومړۍ برخه د ۲۰۰۲- ۲۰۱۰ کلونه)
د سريزې په توګه …
د ۲۰۱۱ ميلادي كال د عربي پسرلي په دويم باغ مصر كې د سپتمبر د مياشتې د مني په سړې هوا كې د قاهرې ځوانان په هوايي ډګر كې د سيمې او نړۍ په سطحه يو مهم مېلمه ته د ښه راغلاست لپاره لاس په نامه ولاړ ول. دا مېلمه د تركيې د جمهوريت د وخت لومړى وزير رجب طيب اردوغان وو. هغه اردوغان چې د مصر د اخوان المسلمين ځوانانو د معاصرې اسلامي نړۍ خليفه باله او له هوايي ډګره د خپل مېلمستون پورې يواځې ۱۴ كيلومتره لارې په اوږدو كې دومره ډېر ورته راټول شوي ول چې په درې ساعتونو كې يې د موټرو كاروان د الله اكبر د شعارونو سره مېلمستون ته په رسېدو بريالى شو.
اردوغان په سهار يې ددې هېواد د Dream TV په نامه د يو ټلوېزيوني كانال د يوې نامتو خبريالې سره په مركه كې د مصر خلكو ته داسې توصيه وكړه: ( مصريانو ته توصيه كوم چې د مبارك نه وروسته د نوي مصر د اساسي قانون نظام بايد سيكولر “ لاييك “ وي.)
مصري رسنيو، د اردوغان لخوا مصريانو ته د سيكولاريستي نظام د توصيې په اړه وليكل چې “ په ريښتيا هم د اخوان المسلمين د هغو ځوانانو ځوړند مخونه د ليدلو وړ دي چې اردوغان يې د الله اكبر د شعارونو سره بدرګه كړى وو.“
دا ليكنه درته د هغه ځيرك، مدبر او مجرب شخصيت د سياسي ژوند كيسه كوي چې ټول يې ښه پېژني خو يو يې هم نه پېژني. په اصل كې ددې سياسي څېرې د برياليتوب راز هم په همدې كې پروت دى.
د نړۍ د مطرحو شخصيتونو او په تېره بيا د سياستوالو ژوند دوه اړخونه لري. يو يې قول او بل يې عمل دى. د اردوغان ويناوې، څرګندونې، شعارونه او ظاهري دريځونه ددې ليكنې فرعي موضوع ده. په اصل كې هڅه شوې ده چې د نوموړي په مشرۍ د عدالت او پراختيا د ګوند د كورني او بهرني سياست او ورته نورو هغو ټولنيزو عواملو باندې بحث وشي چې له هغه يې “ رجب طيب اردوغان“ جوړ كړى دى.
۶۲ كلن اردوغان په يوې محافظه كارې او ديندارې كورنۍ كې زېږېدلى دى. ماشومتوب او تنكۍ ځواني يې په فوټبال او سياست كې تېره شوې ده. لا له ماشومتوبه يې د خپل ځان لپاره د ژوند رول ماډل يا سرمشق نجم الدين اربكان او د هغه اسلامپاله سياسي دريځ غوره كړى وو. اربكان په ريښتيا هم د سړې جګړې پر مهال د تركيې په سياسي تاريخ كې د سياسي اسلام مهم تيوريسن پاتې شوى دى. اربكان د “ ملي نظريې“ تر نامه لاندې د سياسي او ټولنيزو افكارو تيوري رامنځته كړې ده چې په تركيه كې دننه او بهر ډير پلويان لري. ددې تيورۍ اساس د سړې جګړې پر مهال د كمونيزم او امپراياليزم دواړو ايډيولوژي ګانو پر وړاندې پر اسلام مركزه مدرن سياست ولاړ دى. كه څه هم اربكان ټينګار كولو چې اسلامي نړۍ ته د كاپيټاليزم په پرتله كمونيزم ډېر خطرناك دى. په همدې توګه يې د امريكا نسبي ملاتړ هم خپل كړى وو. دا تيوري نه يواځې په تركيه كې بلكې د منځني ختيځ په ځينو عربي هېوادونو، پاكستان او د افغانستان د مجاهدينو لپاره ځكه په زړه پورې وه چې په خپله د يو فكري مكتب په رامنځته كولو كې پاتې راغلي ول.
ځوان اردوغان هم لكه د زرګونو نورو اسلامپاله ځوانانو په څېر د پورتني ارمان د عملي كولو په موخه د لېسې نه نيولې د پوهنتون تر پايه پورې په عملي مبارزې لاس پورې كړ. اردوغان فصيح كلام لري. ځيرك او متحرك دى. د تنظيم او ترتيب په ډګر كې خدايي وړتيا لري. ددې په پايله كې په لنډ وخت كې د اربكان په مشرۍ په اسلامپاله ګوندونو كې په چټكۍ سره پرمختګ وكړ او ددې غورځنګ د ځوانانو عمومي مشر شو. پدې موده كې د اردوغان هره پاروونكې وينا د سياسي غورځنګ لپاره سرخوږى وو خو په مقابل كې به يې د محافظه كارانو د رايو په ګټلو كې هم لوى رول لوبولو او اردوغان ته شهرت بښلو.
څلور مياشتنى زندان: دوه مهمې پېښې چې اردوغان ترې د خپل ستوري د ځلولو لپاره پوره ګټه پورته كړه ځانګړى اهميت لري. لومړۍ يې همدا څلور مياشتنى زندان دى.
د ۹۰يمې ميلادي لسيزې په پيل كې سړه جګړه پاى ته ورسېدله او كمونيزم په ګونډو شو. دا د امريكا په مشرۍ د لوېديځ بلاك لپاره تاريخي برى وو. امريكا چې د سړې جګړې پر مهال د نړۍ په هر ګوډ كې د كمونيزم د خطر پر وړاندې د اسلامي خوځښتونو نه ملاتړ كړى وو، پدې پوهېدله چې ددې خوځښتونو تاريخ نور په تېرېدلو دى. په تركيه، افغانستان، پاكستان، مصر، مالېزيا او اندونېزيا كې يې هغو سازمانونو، تنظيمونو او ګوندونو ته شا كړه چې پخوا به يې ورسرته بې مبا مرستې كولې. لكه څرنګه چې په افغانستان كې د جهاد پروژه پاى ته رسېدلې وه، په تركيه كې هم اسلامپاله خوځښتونه په سپين مېدان پرېښودل شول.
په تركيه كې د وسله وال پوځ او قضايي قويې په ګډون سيكولرو ګوندونو او د مدني ټولنې يو شمېر استازو چې ميدان تش وليدلو نو د اربكان د “ملي نظريې“ د پلويانو پسې يې را اخيستې وه.
اردوغان چې دا مهال د رفاه د ګوند مهم غړى او د استانبول ښاروال وو، په ۱۹۹۷م كال كې يې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال د يو پخواني شاعر د حماسي شعر يوه څلوريزه په ټول جوش او خروش ديكلمه كړه. ددې څلوريزې معنى چې نوموړي ته يې سرخوږى رامنځته كړ داسې ده:
منارونه مو نيزې او قبې مو ډالونه دي.
مسجدونه مو مورچل او مومنين مو سرتېري دي.
دا د دين الهى اوردو ده
الله اكبر، الله اكبر
د وخت د سياسي فضا په چوكاټ كې يو تن څارنوال اردوغان د خلكو ترمېنځ د كينې او نفرت د تخمونو په كرلو، كورنۍ جګړې ته د تشويق او د سيكولار سيستم پر وړاندې د خلكو د پارولو په تور تورن كړ. سمدلاسه محكمې د همدې جرم له امله په يو كال بند او نقدي جريمې محكوم كړ. د تميز محكمې د اردوغان د بند موده ۴ مياشتې او ۱۰ ورځې وټاكله. سربېره پر دې، اردوغان يې د سياسي فعاليت نه هم منعه كړ. په ۱۹۹۹م كال كې دا غير عادلانه محاكمه ددې سبب شوه چې د استانبول ښاروال د لسګونو زره پلويانو په بدرګې سره د يو اتل په توګه زندان ته لاړ شي او ۴ مياشتې هلته تېرې كړي. پدې لړ كې د رفاه ګوند هم منحل شوى وو.
له څلور مياشتني بنده وروسته د اردوغان په مشرۍ د منحل شوي رفاه د ګوند ځوانو كدرونو چې مشري يې اردوغان كوله د خپل استاد نجم الدين اربكان او نورو مشرانو پر وړاندې د عصيان بيرغ پورته كړ. ځكه دوى پوهېدل چې د سړې جګړې پر مهال ناكام سياستونه او خوسا شوې ايډيولوژي نشي كولاى چې تركيه اداره كړي. پدې ډول د رفاه منحل شوي ګوند په دوو برخو وويشل شو چې يو يې سعادت نومېده او بل يې عدالت او پراختيا.
د عدالت او پراختيا ګوند په ۲۰۰۱م كال كې د رجب طيب اردوغان او عبدالله ګل په څېر د نسبتا ً ځوانو مشرانو لخوا تاسيس شو.
په را وروسته كلونو كې اربكان خپل شاګردان په خيانت تورن كړل او يې ويل چې پر امپرياليزم يې خپله ايډيولوژي وپلورله. هغه اردوغان او عبدالله ګل ته په اشارې سره تل ويل چې “ په داسې حال كې چې ما درس وركولو دواړه د شاتنۍ دروازې نه وتښتېدل.“
د سپتمبر د ۱۱مې پېښې: دويمه مهمه پېښه چې اردوغان يې نه يواځې په خپل هېواد بلكې په سيمه كې د نېك شهرت خاوند كړ، هغه د ۲۰۰۱م كال د سپتمبر د مياشتې په ۱۱مه نېټه په نيويارك كې د نړيوالې سوداګرۍ پر اسمانڅكو بريدونه ول.
نړيوال سياست نور بدل شوى وو. بوش چې د ترهګرۍ پر وړاندې سراسري جګړه اعلانوله وويل چې “بېطرفي د منلو وړ نه ده. يا زموږ ملګري ياست او يا هم دښمنان. دا يواځې نظامي جګړه نه وه. دا ايډيولوژيكي جګړه هم وه. د نظامي جګړې لومړنى تود مورچل افغانستان وو خو د ايډيولوژيكي جګړې اصلي مركز منځنى ختيځ وو.
منځنى ختيځ چې شاوخوا ۱۰۰ كاله وړاندې د `سكايس پيكو` د تړون په اساس د لويديځ استعمار په لاسونو په خپل مېنځ كې ويشل شوى وو، اوس ددې تړون تاريخ د تېرېدو په حال كې وو. د سيمې د ځوان نسل ايډيولوژي د حاكمو ديكتاjوري نظامونو لپاره لوى خطر وو.
د سيمې لپاره د بوش تر ټولو لوى، هراړخيز او اوږدمهالى پلان “د لوى منځني ختيځ “ يا “ Greater Middle East“ پروژه وه. ددې پروژې اصلي هدف د منځني ختيځ، شمالي افريقا، قفقاز او بالكان د سيمو او د افغانستان، پاكستان او بنګله دېش په ګډون د سوېل لوېدېځې آسيا د مسلمانو هېوادونو د وګړو د `دوى په وينا` اهلي كول ول. دا بهير د ديموكراتيك او كنترول شوي اسلام د ايډيولوژۍ د رامنځته كولو په موخه د مادي او معنوي مرستو په واسطه تمويل كېدلو.
د پلان له مخې د پروژې مشري د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر جورب بوش او د تركيې د وخت د لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر غاړه وه. بوش او مشاروينو يې فكر كولو چې د لوى منځني ختيځ په سيمه كې د هېوادونو د مسلمانو وګړو د كنټرول او زده كړې لپاره بايد تركيه د `رول ماډل` يعنې د ښې بېلګې د هېواد په توګه په جهاني سياست كې ظاهره شي. داسې پروپاګند بايد پيل شي چې نور اسلامي هېوادونه هم د تركيې د سياسي نظام لاره تعقيب كړي. دا ځكه چې تركيه له يوې خوا مسلمان او د بله پلوه سيكولر، له يوې خوا لوېديځ پلوى او د بله پلوه اسلامي، له يوې خوا مدرن او پرمختللى او د بله پلوه محافظه كار او دينداره هېواد دى. دا ټولې ځانګړتياوې د اردوغان په شخصيت كې مجسمې وې.
په ۲۰۰۲م كال كې د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا يو كلن ګوند په دومره چټكۍ سره پرمختګ وكړ چې په ټاكنو كې يې په يواځې ځان اقتدار خپل كړ. اردوغان چې د سپتمبر د ۱۱مې نه وروسته د نړيوال سياست اهميت درك كړى وو، د لوى منځني ختيځ د پروژې د ګډ رياست لپاره يې د بوش وړانديز په دوارو سترګو ومنلو. پدې ډول اردوغان كولاى شول چې د بهرنۍ مرستې په جلبولو سره په كورني سياست كې خپل دريځ پياوړى كړي او په بهرني سياست كې بيا د مسلمانو هېوادونو د ځوانانو لپاره د پوتانشيل مشر په توګه څرګند شي. دا د اردوغان د دوه مخي سياست د پيل نقطه ده. هغه دوه مخى سياست چې له مخې يې د پردې تر شا د امريكا په مشرۍ د لويديځ نږدې متفق او د سټېج پر سر د اسلامي نړۍ زعيم او ژغورنكى بلل كېده. ددې سياست د تشريح لپاره لاندې بېلګو ته پاملرنه وكړئ!
پدې موده كې د اردوغان د حكومت د بهرني سياست ستراتيژيك هدف په اروپايي ټولنه كې د تركيې غړيتوب وو. اردوغان هڅه كوله چې اسلامي نړۍ ته وښايي چې دده تر مشرۍ لاندې يو مسلمان هېواد څرنګه پدې توانېدلى دى چې د لويديځ د تمدن سره د پخلاينې غېږه وركړي. همداراز نوموړي د لوېديځ غوږونو ته دا پيغام هم رسولو چې هغه اسلام چې زه يې استازيتوب كوم ستاسې د تمدن او ارزښتونو سره هېڅ ډول ټكر نه لري.
د معتدل اسلام اصطلاح به مو ډېره اورېدلي وي. ددې اصطلاح مسلمان كاروونكى او استازى اردوغان او نامسلمان كاروونكى يې بوش وو. ددې اصطلاح متضاد بيا افراطي اسلام وو چې استازيتوب يې ظاهراً القاعدې كولو خو په ټوليزه توګه هغو مسلمانو ټولنو ته په خطاب كې كارول كېده چې د لوېديځ د تمدن د ارزښتونو سره په ټكر كې وې. په حقيقت كې د لوى منځني ختيځ د پروژې ګډو مشرانو اردوغان او بوش په سياسي ډګر كې اسلام په دوو برخو وويشلو. له دې نظريې د اسلامي هېوادونو ځينو لېبرالانو هم ملاتړ اعلان كړ چې پدې ډول په دې ټولنو كې د اردوغان شهرت مخ پر زياتېدو شو. ددې سره موازي د لوېدېځې نړۍ د بې سرحده مرستو له پلوه هم د تركيې د حكومت غوا لنګه شوې وه.
د پېسو نړيوال صندوق `IMF ` او نړيوال بانك په حقيقت كې د نړۍ د مالي سرچينو د خزانې حيثيت لري. هېوادونه د سختو شرايطو او لوړ سود په منلو سره د اوږدو خبرو اترو په پايله كې له دې دواړو سازمانونو پېسې په پور اخلي. دوى په دې شرط پېسې وركوي چې د هېوادونو په كورنيو چارو كې د مستقيمې لاسوهنې لپاره ورته اجازه وركړل شي. په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳مو كلونو كې دواړو سازمانونو په د خپلو قوانينو خلاف دريځ غوره كړ د تركيې سره په ميلياردونو ډالره اقتصادي مرسته وكړه. پدې ډول د تركيې اقتصاد د بل هر وخت په پرتله وغوړېد. مشرانو يې تل په افتخار سره نورو مسلمانو هېوادونو ته ويل چې د اسلامي تمدن او اقتصادي پرمختګ ترمېنځ هېڅ خنډ نشته او تركيه ددې ښه بېلګه ده. حال دا چې په همدې كلونو كې تركيه اړه شوه چې خپل ډېرى شركتونه په بهرنيانو وپلوري. اوسمهال په تركيه كې د تقريباً ټولو توليدي شركتونو تر نيمايې زياته برخه د بهرنيو پانګه والو ده.
ددې مرستو په مقابل كې د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند بايد خپل صداقت لوېدېځ ته ښودلى واى. د خپلو رايه وركوونكو د شديد مخالفت سره سره يې په قوانينو كې داسې اصلاحات راوړل چې د ټولو لپاره حيرانوونكې ول. مثلاً د زنا جرم يې له قوانينو وويستلو. په تركيه كې د طرفينو د رضا په صورت كې جنسي اړيكې جرم نه شمېرل كيږي. همداراز د اعدام سزا يې هم لغوه كړه. دواړه په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب د سلګونو شرايطو د جملې نه دي.
رجب طيب اردوغان د اسلامي نړۍ د `اهلي` كولو د پلان دومره لېواله وو چې په ۲۰۰۳م كال كې يې بوش ته وعده وركړې وه چې امريكايي سرتېري كولاى شي چې د تركيې له لارې پر عراق يرغل وكړي. پلان دا وو چې امريكايان به د تركيې له خاورې د عراق شمال ته ننوځي او د كردانو سره په ګډه به د صدام ژريم په ګونډو كوي. دا پلان د ۲۰۰۳م كال د مارچ په مياشت كې د تركيې په پارلمان كې د مخالفو ګوندونو د استازو او حتى د اردوغان د ګوند د ځينو وكيلانو د منفي رايو سره په اوبو لاهو شو.
د اردوغان – بوش دا حيرانوكى اتفاق د خليج د شتمنو عربي هېوادونو په ګډون د مسلمانو هېوادونو د اندېښنې سبب شوى وو. عربي هېوادونه د معاصر تاريخ په اوږدو كې په عنعنوي ډول تركيې ته د منځني ختيځ په سيمه كې د امريكا د لاسپوڅي په سترګه ګوري. دا وېره يو ځل بيا دوى ته پېدا شوې وه. اردوغان د عربانو ترمېنځ د خپل زيانمن شوي شخصيت د ترميم لپاره داسې څه ته اړتيا درلودله چې خپه شوي عربان پرې بېرته پخلا كړي. دا طلايي چانس فلسطين كړكېچ وو. دا ناممكنه وه چې د اردوغان په څېر ځيرك او مجرب سياستوال دې دا چانس له لاسه وركړي.
د فلسطين ستونزه او د تركيې دريځ: تركيه لومړنى مسلمان هېواد دى چې د اسراييلو له تاسيس ۱۰ مياشتې وروسته يې نوموړى هېواد په رسميت پېژندلى دى. په سيمه كې د تركيې – امريكا – اسراييل ستراتيژيك مثلث تلپاتى دى. دا ځكه چې په سيمه كې د درېواړو هېوادونو ګټې شريكې دي. د تركيې – اسراييلو ترمېنځ په سياسي، اقتصادي، كلتوري او نظامي ډګرونو كې لسګونه تړونونه لاسليك شوي دي. كه څه هم وخت نا وخت په موقتي ډول يې اړيكې ترېنګلې كيږي خو هېڅكله به ونه شليږي.
د ۲۱مې پېړۍ په لومړۍ لسيزه كې اردوغان يو ځل بيا د دوه مخي سياست په چوكاټ كې د فلسطين د خلكو دعوا خپله وګڼله. د فلسطينيانو د انتفاضو پر مهال يې په مېډيا كې د اسراييلو پر وړاندې تش په نامه مبارزه جاري ساتلې ده خو حقيقت بل ډول دى. تركيې تر اوسه پورې په نړيوال ډګر كې د فلسطين د خپلواك دولت د جوړېدو نه د ملاتړ او د فلسطينيانو سره د ناچيزو اقتصادي مرستو پرته بل هېڅ رول نه لري. د سيمې عربي هېوادونه دې ته اجازه نه وركوي. خو كه د اردوغان پروپاګند ته وكتل شي نو داسې ښكاري چې فلسطينيان د تركيې پرته بل دوست نه لري. په ۲۰۰۷م كال كې په فلسطين كې د ټاكنو په پايله كې د حماس له برياليتوب وروسته د هېواد اداره په دوو برخو وويشل شوه. په غزه كې حماس او په رام الله كې د الفتح ګوندونه حاكم شول. اردوغان هم ددې تجزيې نه په ګټې پورته كولو سره د دواړو ډلو زړونه خوشاله ساتل. د ۲۰۰۸م كال د دسمبر په مياشت كې پر غزې باندې د اسراييلو د وحشيانه بريدونو پرمهال اردوغان ظاهراً داسې څرګندونې كولې چې د غزې د خلكو ترڅنګ ولاړ دى خو دا په داسې حال كې ده چې هغه اسراييلي پيلوټان چې پر غزې بمونه اورول، په تركيه كې روزل شوي ول. د تركيې – اسراييلو ترمېنځ د يو نظامي پروتوكول له مخې اسراييلي پيلوټان د عملي زده كړو او الوتنو د اجرا لپاره تركيې ته راتلل او د قونيې په ښار كې يې امتحاني الوتنې كولې. ځكه چې د اسراييلو مساحت دومره كوچنى دى چې د جټ الوتكو د پيلوټانو عملي تمرين په كې ناشونى دى. په مقابل كې يې تركيې ته بې پيلوټه الوتكې وركړې او په مدرنو تجهيزاتو باندې د تركيې د ټانكونو او نورو وسلو د سمبالتيا لپاره مرستې كوي.
د ۲۰۰۸م كال په بريدونو كې په غزه كې د رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۱۳۳ تنه فلسطينيان ووژل شول، تر ۴۰۰۰ زيات ټپيان شول او لسګونه زره نور بې كوره شول. په اسراييلو كې يواځې ۳ تنه ووژل شو. دا هغه شپې ورځې وې چې د امريكا او تركيې په منځګړيتوب د اسراييلي او فلسطيني مشرانو ترمېنځ د تش په نامه د سولې د خبرو اترو بهير جريان درلود. اردوغان ځكه په غصه وو چې اسراييلو ورته د غزې د عملياتو په اړه ولې له وړاندې معلومات نه وو وركړي. ځكه چې د خبرو اترو بهير يې ټكنى كړ. اردوغان به تل ويل چې د اسراييلو لخوا ورته سپكاوى شوى دى.
په ۲۰۰۹م كال كې د سويس د داووس په ښار كې د نړۍ د اقتصاد د فورم په يوې غونډه كې د اردوغان لخوا د اسراييلو د پخواني ولسمشر شيمون پېرز ته د `قاتل` خطاب كول هم په حقيقت كې د همدې غصې اظهار وو. ددې په پايله كې اردوغان يو ځل بيا د عربي او مسلمانې نړۍ په اتل بدل شو. حتى ځينو عربي ژورناليستانو دومره مبالغه وكړه چې له مخې يې ويل كېدل چې كه چېرې په عربي هېوادونو كې همدا نن ټاكنې وشي نور حتماٌ به يې اردوغان وګټي. حتى دې پېښې هم د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ اغېزه ونكړه.
نور بيا …
( په راتلونكې ګڼه كې بيا هم د غزې په اړه د اردوغان د دريځ، په مرستو بار تركي كيښتۍ باندې د اسراييلو د بريد، عربي پسرلي، د اردوغان د كورنۍ او د كابينې د ۴ وزيرانو د غلا او اداري فساد د رسوايۍ، د ولسمشر په توګه د ټاكل كېدو او وروستۍ كودتا په اړه بحث وشي.)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي