ارستو

ژباړه- نیازعلي خاکسار
[pukhto]
ارستو د زړې زمانې یو لوی فلسفي او ساینس پوه ؤ، هغه پرلپسې منطق مطالعه کړ، فلسفې ته نېږدې په هر ه برخه کې یې د ستاینې وړ کارونه وکړل او په ساینس کې يې نوې برياوې د رلودې.
که څه هم نن د ارستو ډېر نظریات رد شوي، خو د هغه د شخصي نظریې نه مهمه خبره دا ده چی د هغه په لیکلو شوؤ اثارو کې یوه عقلي لاره موجوده ده، د ارستو په لیکلو اثارو کې دا لاره د لېدو او ستاینې وړ ده، هغه وايي چی د انسان د ژوند او چاپیریال هر اړخ د فکر او پلټنې یو په زړه پورې سرخط (عنوان ) کیدی شي.
ددې نظریې په مقابله کې چې کاینات د یو ړوند ، اتفاقا، غېرمستقل، بیابیا بدلیدونکی یا د الهامي هستیوؤ په وهم روان دی د ارستو نظریه او لاره د عقلي قانون په وجه ډېره تروتازه ، ژوندۍ او د ترقۍ لاره ده او د کمزورۍ نه لېرې ده، یعنې دا نظریه د انسان د پاره غوره ده چې د طبعي دنیا په هر اړخ غور او فکر وکړي او د پلټنې لار خپله کړي.
د ارستو ددې نظريې نه همدې روایت وده وکړه چې که چرې مونږ غواړو چې د یو کار اخري انجام یا حاصل ته ورسو، نو د تجرباتي مشاهدې او منطق نه به کار اخلو، د ارستو د همدې نظریې نه چې کومه مجموعه جوړه شوې ده چې د وهم او شک په ضد او خلاف ده په مغربي تهذیب یې نه هیریدونکي اثرات پریښودل.
ارستو د مقدونیه په یو کلي (سټاګیرا) کې په ۳۸۴ ق م کې پیدا شوی ؤ د هغه پلار یو نوموړی طبیب ؤ، ارستو د ۱۷ کالو په عمر کې په یونان (ایتهنز) کې د اپلاتون په اکاډمۍ کې شامل شو، شل کاله یې د اپلاتون په اکاډمۍ کې تېر کړل، د اپلاتون د مرګ نه څه وخت پس ارستو اکاډمي پریښوده.
د خپل پلار په برکت د ارستو پام د علم حیاتیات ( د ځنارو او بوټو علم ) او د عملي ساینس په لور زیات شو او د اپلاتون په وجه یې په فلسفه کې د ډوبیدو او غرق کېدو لېوالتیا اوج ته ورسیده، په ۳۲۲ ق م کې ارستو مقدونیه ته بېرته راغلو او د باچا د دیارلس کلن زوی ځانګړی معلم شو، چې وروسته نړۍ دا هلک د سکندر اعظم په نوم وپیژند.
ارستو ډېر کلونه د سکندر اعظم روزنه وکړه، خو په ۳۳۵ ق م کې چې کله سکندر اعظم د باچاهۍ تاج په سر کړ، نو ارستو بېرته (ایتهنز) ته راغی په ایتهنزکې یې د لاسیم Lyceum په نوم مدرسه جوړه کړه، دولس کاله يې په ایتهنز کې تېر کړل.
ارستو دا وخت د سکندراعظم د پوځي فتوحاتو سره کوم تړاؤ نه لري، سکندراعظم هم په دې اړه د خپل سابقه معلم نه کومه صلاح او مشوره نه ده اخستې، خو سکندراعظم ارستو ته په لویه سویه د علمي څېړنو لپاره په خلاص مټ مالي مرسته ورکوله او دا د تاریخ اولنی مثال هم دی چی یو ساینس پوه ته دې په دومره لویه سویه دولتي بودیجه ورکول شوي وي ، چې په څو پیړو کې ددې واقعې په څېر بل کوم مثال نه شته
سکندراعظم سره د ارستو په ځينو خبرو کې اختلاف هم ؤ ، د سکندر اعظم د زور واکۍ او شاهانه حکومت په وجه د سکندر اعظم او د ارسطو تر منځ خپګان ډېر شو، سکندراعظم د غدارۍ په وجه د هغه خورین په دار کړو، نو دا په اصل کې د ارستو پر ضد یو عمل ؤ.
۳۲۳ ق م نه وروسته د مقدونیه دښمنانو په ایتهنز قبضه وکړه او په ارستو یې د بې دینۍ الزام ولګولؤ، ارستو نه غوښتل چې د هغه انجام دی هم لکه د ۷۶ کاله مخکې د سقراط غوندې شي، نو له دې امله هغه د ایتهنز نه وتښتید، هغه نه غوښتل چې ایتهنز ته د فلسفې خلاف د ګناه کولو دویمه موقع په لاس ورکړي، څو کاله پس نوموړی د ۶۲ کالو په عمر له خپل وطن نه لېرې مړ شو .
په زړو قاموسونو کې يې د کتابونو شمار ۱۷۰ لیکل شوی ، چې په کې یواځې ۴۷ په لاس راغلي دي، د هغه د کتابونو شمار حیرانونکی نه دی بلکې د هغه په هر علم کې کامل کېدل او کمال ته رسیدل حیرانونکی خبره ده.
د هغه په ساینسي لیکونو کې د هغه وخت یو ساینسي قاموس هم شامل دی، ارسطو علم فلکیات (د اسمانونو علم ) علم تولد ( د انسان د پیدایښت علم ) جغرافیه ( د ځمکې علم ) چې په کې د ځمکې ابادي ، بوټي، حیوانات او د طبعي تقسیم حالات بیانیږي، علم طبیعات ( د شیانو علم ) علم الابدان ( د انسان د اعضاء د غټیدو او ښایست علم ) علم حیوانیات ( د ځناورو علم ) او د علم الافعال اعضا ( د انسان د اندامونو علم ) نه سیوا د پخواني یونان د علمونو په هر اړخ کې کار وکړ
د هغه د ساینسي لیکونو یوه برخه د اول نه د حاصل شوؤ معلوماتو او علمونو په ترتیب او جمع کولو باندې مشتمله ده، څه برخه يې هغه معلومات دي چې ارسطو په اجرت اخستونکو معاونانو راغونډ کړي دي او باقي نوره حصه د هغه د خپلو بې شماره مشاهدو او څېړونو نتیجه ده.
د علم په هر اړخ او میدان کې کمال ته رسیدل د ډېرې زیرکتیا کار دی خو د ارستو رتبه له دې نه هم لوړه ده، هغه یو حقیقي فلسفي ؤ، د فکري فلسفې په هر اړخ کې يې مهمې زیاتونې وکړی ارستو چې په کومو عنوانونولیکل کړي دي هغه دا دي:
اخلاقیات ( د تعلیم او تربیت علم ) نفسیات ( د نفس، شعور او لاشعور علم ) معاشیات ( د دولت د پیدایښ او تقسیمولو علم ) الهیات ( د الله تعالی د وجود او ذات علم )سیاسیات ( د سیاست علم) خطابت ( د خط، وعظ او تقریر علم ) او جمالیات (علم حسن) شامل دي ارستو په تعلیم او تدریس، شاعرۍ وحشي رسومات او رواج او د ایتهنز په قانون هم لیکل کړي دي، د هغه یو کار د بېلابېلو هیوادونو کړنلارې راجمع کول ؤ.
د ارستو د ټولو نه مهم کار د منطق نظریه وه، په عمومي بڼه د فلسفې د دې څانګې موجد Founder ګڼل کیږي دا يې د ذهن د منطقي خبرو پایله ؤ ه، چې په دومره ډېرو شعبو کې کمال، لوړتیا او امتیاز ته رسیدلی ؤ .
ارستو د خیالاتو په راټولولو کې پوره برلاسۍ ؤ او په ترتیب شوؤ ګزارشونو يې بېلابېلو علمونو کې ګټورې زیاتونې وکړې، له هغه ځينې تېروتنې هم شوي، خو د حیرانتیا خبره داده چې د فکر په دې لویه دنیا کې ترې ناسمې کړنې او حرکتونه ډېر کم شوي دي.
په تېره زمانه کې او په منځ ومیانه کې د ارستو لیکونه او څېړنې په لاتیني، شامي، عربي، ايټالوي، فرانسوي، عبراني، جرمني او انګریزي ته ترجمه شوي.
د ارستو نه پس د یونان لیکوالانو د هغه لیکل لوستي او ستایلي دي، بازنتیني فلاسفران هم د ارستو نه متاثره ول، په پیړو پیړو د هغه فکر د اروپا په فکر باچاهي وکړه، په اسلامي فلسفه هم د ارستو اثرات ؤ، مشهور فلسفي ( ابن رشد) د اسلامي الهییات او د ارستو د عقل خوښۍ د فلسفې د یوځای کولو هڅه کړې وه، که د ارستو د مفکورې او نظریې نه د متاثرو فلسفيانو نومونه دلته وليکل شي نو دا لست به ډېر اوږد شي .
د ارستو خيال و فکر دومره لوړ، عالي او ژور ؤ چې په زړه زمانه کې خلکو هغه ته د یو (دیوتا) هومره ارزښت درلوده، د هغه لیکل په یوه حواله یوه عقلي پرده وه او په لیکلو يې چا د لیکلو جرات نه شو کولای.
د ارستو ځينې نظریات د نن دور د معیار په حواله زاړه او کمزوري معلومېږي لکه د غلامۍ په حواله يې دا دلیل وړاندې کړی ؤ چې دا د فطرت له قانون سره سمون خوري، د هغه خیال ؤ چې ښځه په فطري توګه کم تر مخلوق دی، خو ځينې نظریات يې په حیرانتیا سره ډېر نوی او جدید معلومیږي لکه هغه به ویل چې غریبي د انقلاب او جرمونو مور ده.
کومو خلکو چې د انسان د یو ځای کېدو په اړه غور او فکر کړی دی هغوی په دې خبره یوه خوله دي چې د ریاستونو د تقدیر دارومدار په دې خبره کې دی چې ځوانان له علم سره اشنايي ولري؛ خو بې شکه چې د ارسطو په وخت کې د تعلیم او تربیت تصور موجود نه ؤ .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي