67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

اســـــتاد

طنز/ میوند درځار

[pukhto]
بحث پدې و چې یره نن سبا دا استادان څومره ډېر شول. د پاینده ګل فاني نظر دا و چې استادان ندي ډېر شوي بلکې ټولنه د استادۍ د لقب په ورکولو کې ډېره سخي شوې ده. پخوا به یو د پوهنتون استاد و او بس، د مکتب هغه خو به مونږه معلمان بلل.
نور نظرونه هم ډېر جالب دي:
ځينې خلک عادت لري چې هر نابلده د پاکې جامې سړي ته استاد ووایي، ضروري نده چې هغه دې باسواده هم وي.
د موټرو ډرېوران هم استادان دي خو د لویو لاریو او ټېلرو د ډرېورانو موقف ځکه ښه وي چې موټرې یې غټي دي. د ټانګو والا به یې هم استادان بلل خو اوس یې ځای ریکشو او زرنجونو نیولی.
په دوی ټولو کې بیا ډېر اخلاص د غونډو په ویاندیانو کې دی چې د هر ویناوال له نامه سره د استاد مختاړی تړي.
مونږ نور ډېر استادان هم لرومثلاً: برقي استاد، نانوایي استاد، نایي استاد او په عصر حاضر کې نوې اضافه د والي استاد ده. له والي استاد پرته دا نورې ټولې هغه نسبتاً سختې دندې دي مګر ښه امتیازات هم لري.
لکه د برقي استاد بیا برق مفت وي او له دې پرته ګاونډیان یې هم له ۲۴ ساعته برېښنا مستفید وي.
نانوایي استاد له لسو ډوډیو دولس جوړوي او دوه ځانته ساتي او نایي استاد په دوه ځل اب پاشک کولو د یوې ورځې دیاړي اخلي چې همدا د دوی استادي ګڼل کېږي.
سخت کار پکې بیا د نایي استاد دی چې ټول کار یې د ولاړې دی نو حد اقل د استادۍ په لقب ارزي.
د ماڼوګل صراف نظر بیا دادی چې هر سړی په خپل کسب کې استاد دی نو پکار ده چې د خپل تخصص په اړوند نوم یاد شي مثلاً: نجار، ګیل کار، ډرېور، خیاط، رنګمال او وغیره وغیره.
خو تجربو ښودلې چې چاته د استاد کلمې په کارولو تاسو کولئ شئ چې د هغه حوصله افزایي وکړئ او د هغه اخلاص چلنج کړئ.
مطلب که غواړئ څوک د ځان په ګټه وکاروئ نو د استاد ویلو له لنډې فارمولې کار واخلئ.
هر سړي ته استاد ویل به خامخا جانبي عوارض هم ولري، خو د خپلې ستونزې د سملاسي حل لپاره یې غوره معجون بللی شو.

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

له انتقاد سره باید څه ډول برخورد وکړو
د مدیر لیک
ناروغانو ته پام هغوی رغوي!
مطالعه څه ګټې لري
خوزه اچه‌خارای- د نوبل څلورم ګټونکی
کرکه مو زړه خېرنوي
هسې يوه خبره مې کوله!
لومړیتوبونه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /