افغانستان د بایللي قمار د وروستي داو پر سر ولاړ دی

ارسلان کوثر
[pukhto]
د تېرو څلورو لسیزو راهیسې دا وطن د سره اور په لمبو کې سوځي، ملت یې د تود بټ په ګرمو شګو کې لکه د ننو ټسیږي، دلته هیڅوک د خپل بیګا او سبا په سرنوشت نه پوهیږي او د یو نامعلوم انتظار ترخي شېبې شماري، دلته ژوند یو تصادف دی چې سحر او ماښام به یې په ویرونو او درد پایې.
ایا دا ملت په رښتیا هم دومره ګناه ګار دی؟
هغه ملت چې د روښانه تاریخ د برم او عزمت اوچت څلی یې په ګرده نړۍ څرګند و، اوس یې د زمان بدرنګو څپېړو ته څټ ښکته نیولی.
د هسک پټکي ولونه په خاورو کې ولوغړېدل، او د ابۍ د اوربل سپین ډکي د لوپټې په پرېوتلو سره ښکاره شول، غلیم زما پر ټولو ارزښتونو ناکردۍ وکړي، کاشکې دا ورځ مې نه لیده.
روان سیاسې وضیعت دومره ترینګلی دی چې شاید د لوبی اصلي لوبغاړي یې هم په دقیقې ارزیابۍ کې پاتې راشي، دوی نه پوهېږي چې په وروستۍ دقیقه کې څه ممکن دي.
اذهان یواځې تشویشونه ایجادوي، د ښارونو پر فضا ورځ په ورځ توري وریځي خوریږي، نژدې ده چې رڼا ختمه او سبایي ورک کړي، افکارو له رواني اړخه پوره سدمه لیدلي او د جنون تر حده رسیدلي.
زما د خوار ملت په بې عقلۍ، د خونکار دښمن په بي رحمۍ، او د ظالم بادار په شومو پلانونو دي لعنت وي، په ټپي ټپي وطن کې سوله او جنګ دواړه موازي مخ ته درومي لا به درومي لا به درومي او لا به درومي… چې دا پر څه بې ننګه ننداره یې د سولې نوم ایښی؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي