خوب
طارق نجیب
[pukhto]
مونږ د ژوند دریمه برخه یانې ۲۰ څخه ۲۵ کالو پورې په خوب تیروو خو ډير کم یا هیڅ خوب زمونږ په ذهن کې نه وي، د خوب پر مهال څه تیریږي او د خوب باره کې د نوو څیړنو معلوماتو څخه به خبر شئ.
– د خوب پر مهال د سترګو چټک خوځښت(آر اي ایم) چې د خوب پر مهال د زړه چټکه درزا او بی ترتیبه ساه اخستل وي چې د ټول خوب ۲۵ سلنه تشکیلوي، هغه کسان چې د خوب په دې مهال کې راپاڅیږي، ۸۰ سلنه خوب یې په یاد وي.
– آر اي ایم خوب ویده کیدلو نه ۹۰ دقیقې وروسته پیل کیږي.
– څیړونکو تر اوسه دا نده ثابته کړې او شاید ثابته یې هم نه کړي چې ځناور هم د انسانانو په څير (ار اي ایم) خوب کوي که څنګه؟
– بی خوبي، یواځېنې د خوب ګډوډي چې ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه ځوانان ورسره لاس او ګریوان وي، چې په ستونزمنه توګه نه شي کولای په اسانه ویده شي، ددې ستونزې څخه خلاصون یواځينۍ لاره ورزش کول وي.
– کونډ، طلاق شوي او یواځې خلک ډېرې د بی خوبۍ په مرض اخته وي.
– د خوب په ځای کې څملاستلو نه ۵ دقیقو کې ویده کېدل ددې ښکارندوې دې چې هغه شخص خوب څخه بی برخې شوې، عادې حالت ۱۵ دقیقې د خوب په ځای کې څملاستل او ویدیدل وي او دا هم هغه وخت چې یو شخص ډېر ستړې وي خو بیا به هم د ورځې له خوا خوب ورځي.
– د خوب ټکان، یعنې د خوب پر مهال د بدن یوه برخه په غیر عادي او خپل سري ډول ټکان وخوري خو څیړنې دا ښایي چې دا نورمال خبره ده او تر اوسه یې د خوب ټکان کوم سبب نه دې پیدا کړې خو ځينې بیا وایي چې ماغزه په غلطۍ سره دا درک کوي چې یو غړې یې په خطر کې دې.
– د خوب پر مهال خرېدل هم یو ناروغي بلل کېدای شي، په یوه شپه کې ۳۰۰ ځله پورې د ساه ودریدو مخه نیولای شي او د امکان تر حده د زړه حملې سبب هم کېدای شي.
– ځینې څیړنې ښایي چې ښځې باید د سړیو څخه یو ساعت ډير خوب وکړي او ددې سبب دا ښایي چې ښځې د سړو په نسبت خفګان ته ډير مایلې وي.
– انسان یواځېنې طې لرونکې ژوندې دې چې په خپله خوښه خوب کولای شي.
کله چې تاسې ویده کیږئ
۱. ستاسو ماغزه ریچارج کیږي
۲. ستاسې حجرې بیا رغول کیږي
۳. ستاسې بدن مهم هورمونونه خوشې کوي
د عمر په اوږدوالي کې د خوب ضرورت
۱. نوي زیږد ماشومانو لپاره ۱۶ ساعته
۲. د ۳ څخه ۱۲ کلن ماشومانو لپاره ۱۰ ساعته
۳. د ۱۳ څخه تر ۱۸ کلن لپاره ۱۰ ساعته
۴. د ۱۹ څخه تر ۵۵ کلن لپاره ۸ ساعته
۵. کلنۍ څخه پورته ۶ ساعته
– مونږ یواځې هغه څېرې خوب کې ګورو چې مونږ په ورځینې ژوند کې یو ځل لیدلي وي که په یاد مو وي او که نه وي.
– یواځې ۱۲ سلنه خلکو خوب تور او سپین وي دا سلنه د رنګین تلویزیون څخه وړاندې ۷۸ سلنه وه.
– هغه خلک چې په نورمال ډول خوب نه کوي د شخصیت ګډوډي پکې رامنځته کیږي.
– ۲۵ سلنه واده کړي خلک بیل کټ کې خوب کوي.
– یو انسان د خوراک څخه پرته تر ۲ میاشتو ژوندې پاتې کیدای شي خو یواځې لس، یوولس ورځې بی خوبي انسان له منځه وړلی شي.
– ړانده خلک هم په خوب کې تصویران لیدلای شي.
– د خوب څخه راپورته کېدو نه یواځې ۵ دقیقې وروسته ۵۰ سلنه لیدلې خوب هیریږي او ۱۰ دقیقې وروسته ۹۰ سلنه لیدلې خوب هیریږي.
– د نوي ماشوم پېدا کېدو څخه تر دوه کلنۍ پورې مور او پلار ۶ میاشتې خوب له لاسه ورکوي.
– هره شپه د ۷ ساعتونو څخه کم خوب د انسان عمر کمولای شي.
– ځینې کاڼه خلک په خوب کې د اشارو ژبې څخه کار اخلي.
– د خوب پر مهال اپرنجې کول امکان نه لري.
– د تلویزیون کتلو په پرتله په خوب کې ډېره کالوري انرژي مصرفیږي.
– بتکه د ښکاري څخه د خطر په وخت کې خوب هم کوي او ځان هم ساتي یانې د ماغزو یوه برخه یې ویده وي او بله برخه یې ویښه وي، همدا رنګه ډولفین ماهي هم د ماغزو یوه برخه ویده او بله برخه د بدن اکسیجن پوره کوي.
– زرافه په ۲۴ ساعتونو کې یواځې ۵ څخه تر ۳۰ دقیقو پورې خوب کوي.
– اسونه په ولاړه هم خوب کولای شي.
– پیشو ګانې د خپل ژوند ۷۰ سلنه په خوب تیروي.
– سویې په خلاصو سترګو خوب کوي
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي