اوزې

عطاءالله ځواب
رمه مې شين غره ته ورسوله او د ستړيا له لاسه مې د غوز ونې ته ډډه ولګوله، لږ وخت وروسته خوب وړی وم، څو دقيقې به نه وې تېرې، چې د اوزو شور ويښ کړم، سترګې مې خلاصي کړې، سيده په څلورو نابلدو برابرې شوې.
يو راغږ کړ، دلته راشه د شپون بچيه!
زه هم پاڅېدم او د هغوی خواته ورغلم.
هغه يوه چې په غاړه کې يې ځنځير او په لاس کې درې څلور ګوتمې وې، له ګرېوانه ونيولم، راته يې وويل: له کوم ځايه راغلی يې؟
ـ له پورې غره مې رمه د څرولو لپاره راړولې!
– هلته واښه نشته، که دا زمونږ سیمه خوند درکوي؟
– هلته سپېره غر دی، هيڅ شين بوټی پکې نشته.
په غوسه شو؛ چې سپېره غر دې نو مونږ خو دې څه زمه وار نه يوو؟
ـ ما هم نه دې ويلي چې تاسې مې زمه وار استئ!
له دې سره مې يوه کلکه لغته په خېټه کې وخوړه، د سرې اوزې خواته ولوېدم، هغې منډې کړې!
– د نه سړې زامنو وار څه له کوئ؟
دا وار بل په لغته ووهلم، چوپ شه پردي ځای ته راغلی يې او خبرې هم غبرګوې؟
– دا د خدای ځمکه ده او هر بنده پکې ګرځېدی شي!
بل يې رامخکې شو، دليل مه وايه، له تېرو وارونو يې تېز په سينه کې ووهلم، بيا وغورځېدم، اخ مې له خولې ووت.
لاړې مې تو کړې، وينه پکې وه، ځان مې کمزوری احساس کړ، په سختۍ مې لاسونه په ځمکه ولګول او اوچت شوم.
– سمه ده زه به خپله رمه واړوم او نور به دلته نه راځم!
ـ يو په کټ – کټ وخندل ، چې ځې نو تش به ځې!
ـ ولې رمه؟
په رېشخند يې وويل: ستا اوزو دلته ډېر واښه خوړلي او راغټې شوې دي.
– واښه خو څه تاسې نه دي راشنه کړي او زما هر څه همدا څو اوزې دي …
ګوتمدار وويل: چې همدا څو اوزې دي؛ نو مونږ ته يې پرېږده کنه!
ـ په دې يوې – يوې مې ځان مړ کړی!
ـ چې ځان دې مړ کړی نو لږ نور هم مړ شه!
غږ يې کړ: وهئ يه!
اول سوک مې په خوله ولګېد، لکه همدې ته چې ولاړ و، څو ضربه ګوزارونه يې راکړل، بيا وغورځيدم.
اوزي يې روانې کړې، په هڅه کې وم خو نه شوم پورته کېدلی، زما سترګې پټېدې او اوزې مې يوه – يوه له مخې تېرېده…
تبصرې
تبصرې بندې دي