اوهو باران شو!

احمد جمال جمال
[pukhto]
زه په چاک پروت يم
اوهو باران شو!
دا لفظونه د ممتاز د پښتون زړه او ذهن هغه محصول دی چې د قام پرستۍ په رنګ لړلي ښکاري.
ښاغلی د شعر ځوانې او نازکې ښاپيرۍ په خپله ګلورينه غيږ کې راخيستې او دشعري مجموعې (زه په چاک پروت يم) له مخې يې دشعر او ادب په مينه والو ورپيژني.
پخپله مې نوموړی کتاب دلوستو لپاره له ځواب نه دڅو ورځو لپاره امانت واخيست، په درې څلور ورځو کې مې ټول ولوست او ديوې ماتې ګوډې ليکنې لپاره مې څه بيتونه انتخاب کړل، خو اخير مې فيصله د زړه او ذهن سره په دې يوه بيت دليکنې وشوه کوم بيت چې پخپله لمن کې يو کتاب خبرې او کيسې لري.
انسان تر خپلې وسې او پوهې پړدی کيدی شي چې دليکنې دخوږلني لپاره يې په نورو بيتونو هم څه نظر ورکړم خو دممتاز دشعر او پيغام حق به هله اداکړم چې په دې يوه بيت يې هغه څه وليکم چې په لوستلو يې زما د زړه او ذهن په ځمکه راټوکيدلي.
بنده عاجزدی کله کله دخپل زړه دخبرو لپاره هغه الفاظ نه لري چې وکولی شي خپل لوستونکي په آسان او مکمل ډول پوه کړي، خو بيا هم توکل په الله، بيت دی چې ( زه په چاک پروت يم – اوهو باران شو) په ظاهره که دا بيت ډېر ساده دی نو دمانا په لحاظ تر ټولو غني او شتمن دی امکان دي ولري چې دا بيت د ډېرو لو ستونکو لپاره خوندور او پيغام ورکونکې نه وي او يايې ډېر مرموز اومغلق وګني.
په کتاب چې چاليکل کړي هغو يې هم څه ذکر نه دی کړی، نو دابه زه خپله خوش نصيبې وګڼم ، چې په داسې عالي او ژوندي شعر د څه ويلو او ليکلو موقعه په لاس راغله، که مونږ چري د ممتاز په ټوله شاعرۍ سترګې پټې کړو، هغه شاته کيدو، فقط په دغه يو بيت يې پوره نظر ثانې وکړو اود انصاف نه کار واخلو نو ويلی شو چې ممتاز اورکزی يو با استعداده او پښتون شاعر دی.
ممتاز چې په دي بيت کې دپښتون قام کوم تصوير ورکړی له هغې حقيقته سترګې نه شي پټيدی، که مونږ دا ووايو چې دا بيت نه يواځې ديو غزل بيت دی بلکې دپښتون قام او پښتنې خاورې ريښتونی داستان دی، نو غلطه به نه وي ځکه چې دا بيت مونږ ته زمونږ په حال، ماضي او مستقبل درېواړو رڼا اچوي.
هم مو تاريخ راسپړي او هم مو حال او مستقبل ته ځير کوي، دغه شعر چې دکايناتو څښتن په ممتاز لورولی او د شعر د ګلورينې ښاپيرې له پلوه يې دخيال په زمکه پريوتی.
ماته خو کله کله داسې بريښي چې دا هغه لوړ خيال او ژور فکر دی چې دشعر ښاپيرۍ يا تورزن خوشال ته وړلو اويا يې د غزل بابا حمزه ته، چې په پلو کې يې نغښتی پاتې شوی او اوس يې د ځوان ممتاز دخيال په زمکه ستوماتي ويسته او په غځونو کې يې له پلو راپريوتی، ځکه چې داخيال او فکر د پخو پوهانو او عالمانو فکر دی.
له دې شعره په ډاګه کېږي چې شاعر دخپل قام د خلکو دسوچه او باور لرونکو زړونونه خبر دی.
هغه پوهېږي چې مونږ پښتانه لا د کلال په چاک پراته يوو، زمکې ته نه يووکېوتي او پخېدل به مو ډېر وخت واخلې دا يو داسې عالي او نوې تشبيه ده چې له ممتاز نه وړاندې به چانه وي کارولې.
زه خو وايم چې دممتاز په اوهو کې يو جهان وېره پرته ده کومه وېره چې په بشر خوښو او محسنو زړونو کې ژوند کوي، په قام ميئن خلک دا فکر او تشويش لري.
دا بيت په خپل ذات کې ستر حقيقت دی او حقيقت بايد ومنو ځکه که حقيقت ويل يا اوريدل ترخه وي، نو نه منل يې جهالت دی او امکان دې ولري چې ځينې کسان دخپل خسد او کېنې له وجې مونږ سره دا همغږي وه نه پالي، په دې بيت کې چې څومره تشبيهات سيوادي هم هغه آندازه يې خوند ډير دی.
ممتاز پښتنه خاوره يا پښتون وطن دکلال دچاک سره تشبيه کړی، چاک هغه تخته يا اله ده په کومه چې کلال لو ښي جوړوي دا ځکه چې څوک هم ځان په نړۍ د يو ستر قوت په څېر ور پيژني، نو په دې خاوره او ولس يرغل کوي اودلته دخپل آرمان بوت ته ساه ورکوي.
دا خاوره لوټ کوي او لوټ کېږي او له دې لارې خپل مقصد او مرام ته لاره باسي. داويستايي اواريايي مدنيتونو بنسټ په همدې خاوره کيښودل شو، باميان د بودايي عقيدي ستر مرکز جوړ شوی وو او د بودايزم سترې او تاريخې مجسمې هم په دې چاک تيارې شوې، بابر هم دبابريانو دسلطنت خوب همدلته وليده او په هند واکمن شو.
انګليستان د ۱۶۰۰۰پوځ په مټ دخپلې امپراتورۍ نيمګړی وجود دلته جوړولو، خو له ناکامۍ وروسته يې دډيورنډ دمنحوسې کرښې په شکل دبيلتون ځنځير جوړکړ.
شوروي اتحاد هم دګرمو اوبو دغړپ کولو لپاره په دې چاک دکنډول جوړونې په هنر کې ناکام شو او د جهادی افغانستان تحفظ يې ګاونډيان ډالونه هم ددې خاورې له وجوده په دې چاک تيارېدل او تيار شو.
ديو تقسيم يې ۷ د ارګ نيونې اژداهاته ډآرونکې څيره هم دلته جوړه شوه او ګرځي، روسيه او امريکا هم په همدې چاک نړۍ دحاکيميدو خيالي بوتان جوړوي، خو د افسوس او تشويش خبره داده، چې د پنځه زره کالو راهيسې پښتون قام په دې چاک لکه دلامده او نامکمل لوښې پروت دی خو پوخ نه شو.
په فکري، سياسي، دفاعي،حتا په هر اړخ خام خيشت او نيمګړی دی دا ډېر خواشينونکی مقام دی چې مونږ د ژوند په مقصد دځان په ارزښت او د هيواد دجغرافيې موقيعت په اهميت پوه نه شو، خو د هر چا شعار مو بدرګه او په خپلو ژبو مو وګرځولو او د خدای بښلي صابر خبره چې د هر چا ډول ته مو اتڼ وکړواو زرې زرې مو کړو ځان، متل دی چې د لمدې خټې لږې اوبه دارو وي.
د کلال په چاک پروت لوښی د اوبو د هر څاڅکي سره خپل شکل بدلوي.
ممتاز باران د مغربي او ګاونډي هيوادونو د کلتوري مذهبې او فرهنګې يرغل سره تشبيه کړی، چې په مونږ وريږي او ګورو به چې دا څاڅکې ديو خطر ناک سيلاب په څېر له مونږ هر څه لاهو نکړي.
هندې او ترکي سيريالونه، مغربي فحش فلمونه، مذهبي تاوتريخوال، جنګ، فقر او بې روزګاري د همدې باران څاڅکي دي چې يا دا لوند خيشت لوښی له چاکه پريباسي او يايې شکل او فکر تبديل کړي.
لکه په تېرو وختونو کې مو چې وليدل او يا يې د حال په اينه کې وينو چې په مختلفو نومونو او شکلونو واوختو يا اوړو او لکه ديو بې ارزښته کودي په څېر مونه څوک په ورانېدو خفه شو او نه په ورکيدو، ځکه چې زمونږ ژوند مونږ ته ارزښت نه لري او نه د هيواد د خاورې او مادي ذخايرو په قدر او قيمت پوهيږو.
همدا وجه ده چې تل مو د نورو په خوښه غرونه او ځنګلونه چور شوي او چورکېږي دايشيا په زړه د پښتون افغان په نوم دا لوند خيشت لوښی به تر هغې په خپل ځای يعنې چاک پروت وي چې تر څو په فکري لخاظ پوخ نه شي او د ځان، خاورې او ولس اهميت ورته معلوم نه شي.
مخکې له دې چې مونږ د چا مذهبې او فرهنګې شعارونه بدرګه کړو بايد پوه شو چې هيڅ څوک مونږ ته د خدمت لپاره نه راځي بلکې دخپلې ګټې او مقصد لپاره هر څه ته تيار دي.
دې ولس او خاورې ته الله (ج) هر نعمت ورکړی، ښايسته هوا، مهم جغرافيايي موقيعت، پرېمانه معدنيات او کانونه شته، خو کمی فقط د يو زړه سواند قايد دی، چې دا ولس راټول کړي او داتحاد او اتفاق تلفين ورته وکړي.
په فکري ډول يې وروزي، د تشدد بدرنګۍ ورته بيان کړي. باور مو وشه چې دا وګړي ډېرې لږي خواري ته ضرورت لري، خو دا چې دا د خير کار به الله د چانه واخلي نه ده معلومه!
ددې ولس په حال رحم پکار دی، دعلم، پوهې او ذهنې هماهنګې په لمر د دې خام خيشت قام پخول د وخت ضرورت دی، ځکه خو ممتاز دهمدې غزل په بل بيت کې وايي
ته مهربان شوې
خدای مهربان شو
حقيقت دی که مونږ په خپل ځان او يا بل انسان مهربان شو د خدای د رحم او مهربانۍ نظر په مونږ راګرځي او لرې نه ده، چې موسکا مو په شونډو خوره شي او دا په اور سوې ځمکه جنت شي!
په همدې هيله
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي