67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

اوښ مرغه (Ostriches)

عبدالرحمن ميوند

اوښ مرغه د نړۍ تر ټولو الوتونکو ستر او قوي ژوندی مرغه دی، چې د هګیو وزن او جسامت يې هم له نورو مرغانو سره توپیر لري. دغه مرغان الوتونکي دي، خو الوتلی نه شي او د آفریقا په مختلفو سیمو کې څلور نوعې يې پیژندل شوي دي.
د نر اوښ مرغه جګوالی ۲.۵ متره او وزن يې تر ۱۵۵ کیلو ګرام پورې دی، ګامونه يې آن تر ۴.۵ مترو پورې رسېږي او په یو ساعت کې تر ۶۴ کیلو متر سرعت لري. په خپو کې دوه قوي پنجې لري. قوي سترګې او تیزه لیدنه کولای شي.
زمریان او نور ښکاریان ژوي دوی دومره زیات نه خوښوي، ځکه چې دوی قوي پښې لري او د ښکار په وخت کې قوي لغتې وهي، کله کله له خپلې ستوني څخه په جګ آواز آرنډ هم غږوي.
د دوی خواړه حشرات، دانه باب او سبزیجات بلل کېږي. په ډله ایيز توګه ژوند لري، آن کله کله د ګوره خر، مېښو او نورو څارويو سره یو ځای هم څرېږي. د دوی ډله د ۵ قطعیو څخه زیات چې ممکن تر ۵۰ قطعیو پورې وي ګډ ژوند کوي.
د اوښ مرغه د غوښې څخه د پروتيني منبع په حیث ګټه اخستل کېږي، ځکه د دوی غوښه د کم کلسترول درلودونکی ده او زیاتره خلک د غوړو غوښو څخه ډډه کوي. له پوست، نوکان، غوړو، بڼکو څخه يې په صنعت کې خورا زیاته استفاده کېږي. د اوښ مرغه هګۍ هم د خوراک وړ ده آن له مغز څخه يې د الزایمر ناروغې په رغونه کې هم استفاده کېږي.
دغه مرغان خلک اهلي کولای شي، د دوی سر او غاړه ویښته یا بڼکۍ نه لري. ښځينه اوښ مرغه یا شتر مرغ په یوه هګیو اچولو دوره کې د ۱۴-۲۱ پورې هګۍ ورکوي او وزن يې آن تر دوه کیلو هم رسیدای شي په همدغه دوره کې چې دوی هګۍ ورکوي ډیره غوسه وي او د تهدید په وخت کې قوي لغتې وهي.

8 خوښونې

اړوند مطالب

د مطالعې رنګارنګ ميتودونه
افـغـانـان؛ د شوروي په ارمان
هر سپورت د ذوق پورې تړلی دی
په سعودي كې څه روان دي؟
فکشن او قاضي منظور موسی خيل
د ريکشو ښار
د ښځینه وو په اړه څو جالبې خبرې
ارستو

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« May   Aug »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /