اکاونټ

لنډه کیسه/ ګلستان تمیم
[pukhto]
موټر مې د شېرپاو روغتون د ډاکټرانو د موټرو په تم ځای کې ودرولی و، د ناروغ له پوښتنې چې څنګه راووتم نو مخ په تم ځای روان شوم، چې موټر ته مې نیږدې شوم ګورم چې یوه جلۍ زما د موټر له دروازې سره ولاړه ده او هڅه کوي چې د موټر دروازه خلاصه کړي. فکر مې وکړ چې جلۍ غواړي زما موټر غلا کړي. ژر مې پرې ورغږ کړ.
ـ د موټر غلا، خلک داسې نه کوي.
ـ سه؟ سه ؟ سه؟ دې وویل ؟ زه درته اغوا کاره ښکارم؟
ـ ولې غواړې چې زما موټر خلاص کړې؟ کیلي یې له ماسره ده، په هغې کیلي نه خلاصیږي.
یار (ــ اوه،ساري Sorry) ـ دا ستاسو موټر دی جي؟
ـ هو، زما دی. لږ څه په غصه مې وویل.
ـ بیا هم معافي غواړم، ما ته مې انکل (کاکا) دا چابي راکړه او راته یې وویل چې موټر مې په دې پارکېنګ کې ولاړ دی.
ـ ستا کاکا ډاکټر دی ؟
ـ او، جي. همدلته یې ډیوټي ده.
ـ نو ته د هغه موټر نه پېژنې؟
ـ ولې نه! د هغه هم همداسې رېډ کلر( سور رنګ) کې موټر دی.
پښیمانه شوم چې ولې مې ورته د غلا کوونکې خطاب وکړ او د هغې د موټر په لیدلو بوخت شوم. له څو موټرو شاته مې د خپل موټر په رقم موټر ولید. ورته مې وویل:
هغه خو ستا د کاکا موټر نه دی ؟
ـ ولې نه! همدا به وي. مهرباني به مو وي جي، که هغه موټر مو راته راوویست.
ـ سمه ده راکړه کیلي.
کیلي مې ترې واخېسته او موټر چې د څو موټرو په منځ کې بند و په خورا سختۍ مې را وویست. له موټره یې کوز شوم او ورته مې وویل بښنه غواړم، هیله ده چې خفه شوي به نه یاست.
ـ نه جي تاسو ملامته نه یئ.
ـ هو، خو تاسو هم بښنه کوئ. په مخه مو ښه .
ـ واورۍ! یوه خبره مې کوله!
ـ مهرباني.
ـ ستاسو ډیوټي هم، دلته ده ؟
ـ نه. زما دنده په کمپلکس روغتون کې ده.
ـ ښه، ډېر اعلی. ستاسو نامه څه ده؟
زما نوم ډاکټر امجد دی، دلته د یوه ناروغ پوښتنې ته راغلی وم.
ـ ډاکټر امجد؟ ماشالله ډېر ښایسته نوم دی. الله حافظ.
او له همدې سره له روغتون نه ووته، زه هم لاړم.
څو ورځې تېرې شوې، زه به خپلې دندې ته تلم راتلم، په همدې جریان کې یوه شپه روغتون کې نوکریوال شوم.
د نوکریوالۍ خونه کې ناست وم له کمپیوټر سره بوخت وم چې، نرسې یو ناڅاپه غږ کړ.
ـ ډاکټر صېب! ایمرجینسي بیمار راغلی.
ـ ښه، ګورم یې.
عاجلې خونې ته ورغلم په عمر پخه خو ځوانه ښځه په بستر پرته وه، تر څنګ یې یوه پېغله جلۍ هم ولاړه ده. له هغې مې و پوښتل په دې څه شوي؟
ـ ډاکټر صېب داد زړه بیماره ده، کله کله پرې د زړه اټېک راځي.
ناروغ مې ولیدلو، د وینې فشار یې لوړ شوی و. دوا مې ورته ورکړه او له خونې ووتم.
څو شېبې وروسته یې بیا لیدو ته ورغلم، ناروغه یو څه ښه شوې وه.
له ناروغې سره راغلې پېغلې راباندې غږ کړ.
ـ ډاکټر صېب! ستاسو نامه امجد ده کنه؟
په ځیرـ ځیر مې ورته وکتل، خو ومې نه پېژنده. ومې ویل:
ـ هو، خو تاسو څوک یاست؟ تاسو مې ذهن ته رانغلئ؟
ـ زما نامه ثنا ده، څو ورځې مخکې مونږ دواړو په شېرپاو روغتون کې سره کتلي و.
هغه ستا موټر باندې چې غلطه شوې وم.
ـ اوه، وبښئ. اوس مې وپېژندې، دادې څه کیږي؟
ـ امي (مور) مې ده.
ـ اوس یې طبېعت ښه دی کولی شئ چې لاړه شئ.
ـ ټیک ده ډاکټر صېب، صبر، چې له امي سره مې ستاسو تعرف وکم.
مور ته یې داسې ور وپېژندم.
امي! دا ډاکټر امجد، زما دوست دی.
او ډاکټر صېب! دا مې امي ده.
د ثنا له مور سره مې روغبړ وکړ او هغوی مې رخصت کړل، خو په دروازه کې رانه ثنا د مبایل د شمېرې غوښتنه وکړه، هغې ته مې خپل کارت ورکړ او لاړل.
نېږدې یو ساعت وروسته یې راته زنګ ووهه، ویې ویل:
زه ثنا یم، مونږ ورسېدو او ها ریشتیا! تا خو مې امي ته دا هم ونه ویل چې څه وخوري او څه ونه خوري؟
هغې ته مې لازم خوراکونه وښودل او اړیکه یې پرې شوه.
درې ورځې وروسته یې بیا راته زنګ ووهه.
ـ سلام علیکم ډاکټر صېب! ته خو اډو د چا تپوس نه کوې یار؟
ـ علیکم سلام. ریښتیا هم زمونږ بوختیاوې لږې ډېرې دي نو…
ـ ښه، بار (بهر) راووځه د هسپتال مخکې ولاړه یم، ستا ملاقات ته راغلې یم.
ـ نو زه خو نن رخصت یم کنه، ته چې راتلې نو یو احوال خو به دې راکړی وی؟
ـ اوس چرته یې؟ ماسره خپل ګاډی دی هملته درځم، صرف ادرس راکه!
ـ حیات اباد (فېز3) کې یم، راشه!
نیم ساعت وروسته راغله. موټر ته ورپورته شوم، له سلام کلام نه وروسته یې راته کړه چې!
ـ راځه ډاکټر صېب! ډرایوېنګ ( ډریوري) ته وکه!
ـ نه! خو دا ووایه چې چېرته ځو؟
ـ هسې چکر وهو، کوم پارک ته به لاړ شو.
ـ نه، نه، بس ستا غوښتنه پر ځای شوه، زه دې ولیدم نور به خدای پاماني وکړو.
ـ نه ډاکټر صېب! داسې درسره نه شم منلی. یواځې لیدو ته خو دې نه وم راغلې، غواړم چې لږه انجوای ((Enjoy وکو.
ـ ستا خبره به ومنم خو اوس نه!
ـ نو اوس څه چل دی یار؟ هسې نه هم په چوټي یې. پلیز ومنه!
د جلۍ له ډېر ټینګار نه وروسته مې د هغې خبره ددې لپاره ومنله چې زړه یې مات نه شي، ځکه په ډېر شوق یې داسې اراده کړې وه.
ـ سمه ده ورځه!
حرکت مو وکړ، له څو شېبو مزل نه وروسته ( تاتارا) پارک ته ورسېدو.
موټر یې ودراوه او په پښو مو ټول پارک ولیدو. هلته مو که هر څه وخوړل خو د جلۍ په ډېرې غوښتنې پېسې هغې ورکړې. یوه یادونه باید وکړم، جلۍ که څه هم یو څه ښکلې وه، خو دا باید ووایم چې له مانه ښکلې نه وه، په همدې فکرونو کې له پارک نه را ووتو او بیا موټر کې کېناستو نو جلۍ ته مې وویل!
ـ ته د څه لپاره دا هر څه کوې؟
ـ ولې په تا ښه ونه لګېدل؟ څه چل وشو چې داسې مې وکړل؟
ـ ګوره آغلې! زما پوښتنه ځواب نه شوه؟
ـ ښه ددې لپاره دا هر څه کوم چې ته مې ډېر خوښ شوی یې. ځواب دې تر لاسه کړ؟
ـ اممممممممممم . ښه پوه شوم.
جالبه راته ښکاره شوه. چې یوې جلۍ په دومره جرآت سره څنګه داسې کار وکړ؟
خو په هر ترتیب، ټاکلي ځای ته یې ورسولم او دواړو یو له بله رخصت واخیست.
دوه ورځې وروسته یې بیا همداسې وکړل. زمونږ دا اړیکه دوامداره شوه او هر دوه ورځې وروسته به یو پارک ته په چکر تللواو له دې کارونو علاوه به مو خبرې او مسېحونه هم د مبایل له لارې تبادله کول.
یوه ورځ یې وروسته له چکر نه راته وویل مور مې غواړي چې ته له ماسره زمونږ کورته ولاړ شې.
بې له کوم ټینګار نه مې ورسره ومنله!
ځکه چې زه هم اوس له دې جلۍ سره عادت شوی وم او دا عادت مې په مینې بدل شوی و.
لامل یې دا و چې دې به هر وخت د مینې اظهار کولو نو زما زړه یې هم نرم کړی و.
کورته یې د شپې له خوا لاړم. مور یې هم راسره کېناسته خبرې او کیسې مو سره وکړې.
له هغې مې د پلار پوښتنه وکړه! هغې ویل چې پلار مې په (دوبۍ) کې یو شرکت لري او ډیر وخت هلته وي. کله ـ کله پاکستان ته راځي.
دوه واړه ورورنه یې درلودل، درې یې نورې خویندې وې چې ټولې له دې کشرې وې.
شپه مو جوړه کړه! په مېلمه خونه کې څملاستم.
سهار مې دندې ته راغلم. زنګ یې راته وواهه او پوښتنه یې وکړه چې خفه شوی خو به نه یم. ډاډ مې ورکړ، چې ښه خوشاله راغلی یم.
وروسته له دې به پارکونو ته نه تللو او کله به چې هغې وغوښتل نو د شپې به ددوی کورته ورتلم او د شپې به راسره دا هم په یوه خونه کې ویده کېدله، خو فاصلې مو تر منځ وې.
د شپې به تر ډېره ویښ وو، د راتلونکي ژوند او د واده خوږوکیسو به مو شپه لا شبګیروله.
په دې موده کې یې راته ډول ډول سوغاتونه راکړي وو.
نو چې زه به هم کله د دوی کورته ورتلم بیابه تش لاس نه وم، هرو مرو به مې یو څه اخیستل او بیابه ورتلم.
دا اړیکه مو ډېره پخه شوه او ډېر سره نیږدې شوي و.
یوه ورځ یې راته وویل زما د ماما د زوی واده دی، که له تاسره پېسې وي نو ته ماته یو لس تولې کالی (سره زر) واخله! هسې نه هم زه خو ستا یم او بیابه واده کې له دې مصرف نه خلاص یې، اوس به مې خپلوانو کې سیالي برابره وي.
ـ واده ته څومره وخت پاتې دی ؟
ـ شل ورځې وروسته واده دی.
ـ سمه ده،اوس به لږ درته واخلم. چې واده رانېږدې شو نور درته بیا اخلم.
ـ ټیک ده. هر څومره چې اخلې، زه به دې انتظار کوم.
ددې په دې خبرو مې فکر وکړ چې په واده کې به ددې لګښت نه بیا خلاص یم.
دا خبره راته ښه معلومه شوه. شپږ تولې سره زر مې ورته واخیستل او د شپې یې کورته ورغلم، ورته مې وویل: له کلي (افغنستان ) نه مې پېسې راغوښتي چې هغه پېسې راورسېدې پاتې څلور تولې هم درته اخلم. راسره یې ومنله. ډېره خوشاله شوه.
څه وخت وروسته مې ورته پاتې څلور تولې سره زر هم واخیستل، او ور مې کړه.
وروسته له دې به بیا زه هره شپه له دوی کره وم او د ورځې له خوا به بیا خپلې دندې تلم.
د ثنا پلار چې په (دوبۍ) کې اوسېده، له هغه سره یې هم د سکایپ له لارې معرفي کړم.
هغه مې د تلېفون شمېره واخیسته او کله ناکله به یې راته زنګ وهه.
ورو، ورو مې له هغه سره هم رابطه ټینګېدله. دده ډېری خبرې به زما او د ثنا د راتلونکې ګډ ژوند په اړه وې.
موده وروسته د ثنا د ماما د زوی واده نېټه راورسېده، د شپې له خوا یې راته په ډېرې مینې وویل چې سبا شپه مونږ ټول واده ته ځو، خو د کور کیلي به تاته درکړو، ته د شپې همدلته پاتې شه!
ورسره مې ونه منله، ورته مې وویل تاسو په بېغمه زړه دخپلوانو واده ته ورشئ.
زه د شپې بل چېرې ځم. زه خو هسې نه هم مسافر یم، د ټولو دوستانو کورونه مې خپل دي. هغوی هم ډېر ټینګار ونکړ.
ماښام یې راته زنګ ووهه، خوشاله وه، ویل یې چې د ماما لورګانې مې زما سرو زرو ته ډېرې پسخیږي.
ورته مې وویل! خوند واخله، خو د ځان خیال ساته!
ارمان یې وکړ، چې کاش ته هم دلته وای. ما هم ډاډ ورکړ، چې داسې ورځې به هم راشي. چې دواړه به ټول عمر یو ځای یو.
اړیکه یې پرې شوه، تر سبا ماښام پورې مو بیا خبرې ونکړې.
سبا ماخوستن ناوخته یې راته زنګ ووهه. ځواب مې ورکړ، مور یې وه. غږ یې هم د پخوا په پرتله لږ تغیر و، ورته مې وویل:
ـ ته خو داسې خفه معلومیږي؟
ـ هو زویه د خفګان خبره خو ده، ما ویل چې که ته زمونږ کورته راشې نو یوه ضروري خبره مې درته کوله!
ـ ولې خیریت خو به وي؟ ثنا ښه ده؟
ـ هو، ښه ده. خو لږه خفه ده.
ـ نو اخر څه شوي؟ ماته خو ووایه کنه!
ـ ته خو دلته راشه، بیابه یې درته ووایم.
ـ نه، داسې نه کیږي، چې خبره ونه کړې، له خپګان نه به مړ شم.
ـ ښه نو چې داسې ده، زما په خوله خو نه راځي، ثنا به یې درته ووایي.
ـ سمه ده، هغې ته مبایل ورکړه.
چې ثنا څنګه ټلېفون واخیست، نو له خبرو مخکې یې په چیغوـ چیغو په ژړا پېل وکړ. زړه مې وران، وران شو. ځمکه مې له پښو وتښتېده، ځان مې کابو کړ او ژر مې پرې غږ کړ.
ـ ثنا! وه ثنا ! ته غلې شه! خبره وکړه څه شوي!!!
ـ بیګا ما نه په واده کې کوم چا ټول د سرو کالی پټ که.
ـ نو دا څه خبره ده؟ ایا په ژړا بېرته پېداکیږي؟
ډاډ مې ورکړ، لږه ارامه شوه، بیا مې وویل:
ـ ګوره لېونۍ له ځان نه مه جوړوه! چې ورک شو، خو ورک شو. نور به واخلو. دا دوکانونه د څه شي لپاره دي؟ په ژړا باندې ما هم خفه کوې او ځان هم.غلې شوه.
ـ ښه، ته همدا اوس زر مونږ کره راشه!
ـ ښه درغلم.
دا چې ثنا ته مې ډېره اندېښنه وه او په دې فکر کې شوم چې دا جلۍ په خپل ځان څه ونکړي نو، په بېړه یې د کور پر لور روان شوم .
لس ـ پینځلس دقېقې وروسته مې بیا له جېب نه مبایل ددې لپاره راوویست چې یو ځل بیا ډاډ ورکړم، ګورم چې د ټلیفون کرښه مې له هماغه وخت نه وصل پاتې شوې وه.
ژر مې غوږ ته ونیولو. نو یو دم مې خنداګانو اوازونه واورېدل:
هاهاهاهاهاها، هاهاهاهاها. هاهاهاهاها. ثنا وویل: (که څه هم غږ یې ډېر په سختۍ مطلبېده.)
ډاکټر شوده، راسره ډېره په اسانۍ ومنله! هغه جاهل مو دوکه که او بیا مې د غبرګو اوازونو خنداګانې واورېدې. اوس به دا کالی خرڅ کړو او ځان له به ښایسته کور واخلو.
ددې خبرې په اورېدو سره مې اړیکه پرې کړه، اندېښنه مې په غصې بدله شوه، فکر مې کولوچې ټوکې راسره کوي او هلته په رسېدو سره به هر څه راته ووایي.
خو داسې ونه شو څه وخت وروسته یې کورته ورسېدم. زما په رسېدو سره یې بیا تمثیل پېل کړ او دا کرت د معمول خلاف ثنا په دروازه کې زما له ملا لاسونه چاپېر کړل او بیا یې په ژړا پېل وکړ.
بله لار مې نه درلوده غېر له دې چې دلاسه یې کړم، په غلي کولو یې بریالی شوم.
کېناستو، ومې ویل کیسه راته وکړه څنګه ورک شول؟
ـ بیګا مې ناوخته کپړې بدلولې، هلته مې په المارۍ کې کېښودل چې بېرته راغلم، نو ټول کالی چا اخیستی و.
ـ خو پوښتنه به دې کړې وه، چې چا واخیستل؟
ـ ما او امي مې ډېر تپوسونه اوجګړې وکړې خو پېدا نه شول. اوس به راته ته هم ډېر په غصه یې کنه ډاکټر صېب!
ـ نه، نه لېونۍ غم یې مه کوه! نور به درته واخلم، نصیب کې به مو همداسې و.
شپه مې ښه په ارامۍ سره تېره کړه. ټوله شپه مې همدا فکرونه کول چې ما خو له دوی سره کوم بد کار هم نه دی کړی نو دوی ولې داسې وکړل؟
دا او لسګونه نورې پوښتنې مې ذهن ته راتلې خو په ځوابولو یې بریالی نه شوم.
څو ورځې وروسته یې راته وویل پلار مې ستا د اکاونټ نمبر غواړي ټلیفون ورته وکړه.
پلار ته یې ما زنګ ووهه، هغه راته وویل چې د خپل اکاونټ نمبر ماته مسج کړه!
هلته ( په پاکستان کې ) یو څو مرلې ځای اخلو، زه به پېسې ستا په اکاونټ کې جمع کړم او ته یې بیا د ثنا مور ته ورکړه! هغه ته مې نمبر مسج کړ.
دوه ورځې وروسته یې راته ټلیفون وکړ.
ـ ډاکټر صېب: درې لکه اتیا زره کلدارې مې ستا په اکاونټ کې جمع کړې، هغه واخله بیا ماته احوال راکړه.
ـ سمه ده، سبا یې اخلم، اوس لږ بوخت یم.
اړیکه مې پرې کړه، سم له واره مې بانک ته ځان ورساوه او ټولې پېسې مې راواخېستې.
ثنا ته مې زنګ ووهه! ورته مې وویل:
ـ پلار دې 380000 کلدارې رالیږلي ما واخیستې، باقي پېسې زما تاوان شو،خو د پېسو ډېره برخه مې تر لاسه کړه. دا چې هغې به څه ویل او کنه، خو وخت مې ورنکړ، اړیکه مې پرې کړه او سیم کارت مې مات کړ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي