باب دی په بیان د ملګرو کې
عزت الله ځواب
[pukhto]
ډېر کله ملګري د ناسم پوهاوي له کبله خوابدي شي خو چې خبره روښانه شي او يا يو اړخ خپله پړه ومني خپګان له منځه ځي.
زمونږ په ټولو چارو کې نظم او ډسپلين سر خوړلی، خو زما ملګري د وخت هېڅ خيال نه ساتي، ځينې بيا دومره منظم او چوکاټي شي چې هره دويمه خبره يې د دفتري کارونو وي او نورو ته بيخي غوږ نه ږدي.
هلکه چې دوه کوې نو يوه اوره! خبره مې په مينه او ملګرتيا کې په تعادل کوله، ارواپوهان وایی هماغه شېبه چې په خندا مخامخ شوې بريا ده او کېدای شي دا يوه داسې اړيکه شي چې په ژوند بدلېدو کې درسره مرسته وکړي.
د تېروتنو تکرار او د فرصتونو د لاسه ورکول مو يواځې کوي او د ناهيلۍ کندې ته مو ټيله کوي، نو د ښه ژوند لپاره ښو ملګرو ته اړتيا ده، د خپلې خوښې ملګري هر څوک لري چې خوشالي يې څو چنده کوي او د ستونزو پر مهال يې تر څنګ درېږي.
پام مو وي چې کله په خوب کې هم په ملګري ځان جېګ ونه ګڼئ، د هر چا درناوی د ځان دی، يو ملګري مې راسره يوه ورځ کونه وازي وکړه او بر ناحقه يې ورټلم، که څه هم دا مې د سختو شپو يار و، خو زړه مې مات شو او د څه وخت لپاره مې ورسره اړيکې پرې کړې، په دې موده کې هغه ډېر عذرونه او چمونه وکړل او نور ټول ملګري يې راته بېل بېل کېنول، خو کار يې ورنه کړ.
کله چې زما غوسه سړه شوه او دی د غرور له اسه راښکته شو نو ورغاړېوتم، اوس چې ګورم په دې بېلتون کې دواړه هوښيار شوي يوو او د دوهم پړاو انډېوالي مو د اوسنۍ نړۍ له ديپلوماتيک عرف سره برابره ده. دا ملګری راسره تر پخوا ډېر خوږ شوی وایي تا سره په کړې وضعې ډېر پښېمانه وم او څو ځل مې درپسې ژړلي، خو زه د چا په سياسي ژړا باور نه شم کولای.
دا هم سمه نه ده چې تېروتنې دې ونه کړو خو له خپلو تېروتنو بايد سمه ګټه واخلو او د بیا لپاره د داسې ترخو تجربو سره مخ نه شو، ملګري په ډېر څه نه خپه کېږي، ډېر احترام او تشريفات هم سم نه دي، خو انسان د سړيتوب نظر، مينې او مهربانۍ ته ارزښت ورکوي او مينه خو داسې چاره ده چې د نړۍ هېڅ ځواک يې مخ ته خنډ کېدای نه شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي