بازار

مير احمد ياد
[pukhto]
انسانانو چې ګډ ژوند پيل کړ؛ نو یو بل ته یې اړتیا هم پېښه شوه، هر چا خپل کار په خپله نه شو کولای، دلته ځینې داسې خلک وو چې یو کار یې کولای شو یا یې یو شی تولیدولای شو او نورو خلکو هغه شي ته اړتیا لرله، مثلاً یو کس به له اوسپنې نېزه جوړولای شوه او بل کس به په دې نیزې ښکار کولای شو. د نیزې جوړوونکي ورسره ښکار نه شو کولای او ښکاري ځانته خپله له اوسپنې نېزه نه شوه جوړولای؛ نو دوی دواړه باید یو بل سره مخ شوي او دا وسایل تبادله کړي وی، ددې لپاره یو ځای په کار و چې دا وسایل پکې بدل شوی وی او دغه ځای موږ بازار نوموو.
زموږ بازار کلیمه د انګلیسي له Market سره مترادفه ده، څېړنې ښيي چې بازار کلیمه په ختیځ او مارکیټ یې لویديځ کې کارول کېږي، البته ځينې خلک یې توپيرونه هم په ګوته کوي خو تر ټولو لوی توپير یې همدا دی، بازار کلیمه اصلاً فارسي ده، چې بزیر او بسار هم ویل کېږي، دا کلیمه له دې ژبې نورو ژبو ته خپره شوې ده. ځينې پوهان وایي چې بازار د یوه مشخص توکي د پلورلو ځای ته وایي، مثلاً د اهنګرۍ بازار، د کالو بازار … او نور، خو ځينې بیا دا کلیمه د انګلیسي مارکیټ سره یو ډول بولي.
دا چې معاصر اقتصاد له لویديځه راغلی دی؛ نو د اقتصاد په علم کې اکاډمیکه کلیمه مارکیټ Market کارول کېږي او همدا بازار معنا ترې اخیستل کېږي، اوس په ختیځ او خصوصاً زموږ ژبو کې هم بازار د همدې مارکیټ ژباړه بلل کېږي او په معاصر اقتصاد کې بازار کلیمي هغه خپل پخوانی ارزښت یو څه بایللی، البته د ځينو مشخصو وختونو او ځایونو لپاره د مارکیټ پر ځای اوس هم بازار کارېږي، مثلاً ځينې وخت د تخفیف لپاره انګلیسي کې هم بازار کلیمه کارول کېږي، مثلاً وایي د تخفیف بازار یا چې کوم ځای کې د ختیځ توکي خرڅېږي، ددې توکو بازار ورته وایي، خو دا بازار د مارکيټ هومره په پراخه معنا نه کارول کېږي.
په معاصر اقتصاد کې د مارکیټ یا بازار تعریف دا دی:
مارکیټ یا بازار هغه ځای ته وایي چې پلورونکي پکې پېردونکو سره ګوري، په دې شرط چې یوازې دوی به پکې نه وي او دواړه خواوې به د تبادلې لپاره یو ارزښت لري.
دې تعریف کې درې خبرې دي، یوه دا چې یوه ډله باید توکي یا خدمتونه وپلوري او بله ډله یې باید واخلي، یعنې بازار ته اخیستونکي او خرڅوونکي دواړه راځي. دویمه خبره دا ده چې یوازې همدا دوه کسان به نه وي، ځکه که دوه کسان په خپل کور کې د یوه توکي سودا کوي، دا سودا ده، خو دا کور بازار نه دی او درېیمه خبره دا ده چې هر څوک باید یو شی ولري، مثلاً که یو کس پسه خرڅوي، بل باید پیسې ولري چې پسه ترې واخلي، دلته پسه او پيسې دواړه ارزښتونه شو.
البته د معاصر اقتصاد له مخې په بازار کې د مشخص جغرافیوي موقعیت خبره نشته، ځکه ښایي بازار فیزیکي وجود ونه لري، یا یو ځای نه وي، حتی کیدای شي پلورونکي او پېرودونکی سره وهم نه ګوري، خو سودا سره وکړي، په دې صورت کې خو دا نه شو ویلای چې بازار نشته؛ نو د بازار یو بشپړ تعریف دا هم کیدای شي:
بازار هغه نظم ته وایي چې له مخې یې پلورونکي له پېرودونکو سره په اړیکه کې کېږي او مستقیمه یا نامستقیمه سودا کوي.
نو اصلي خبره د اړیکې ده او بله دا چې ښایي پلورونکی مخاخ یو کس سره وویني یا یې ښایي بیخي ونه ویني او توکي ترې واخلي، ددې ښه بېلګه په لیکه پلورنځي دي، هلته موږ مخامخ سوداګر یا خرڅوونکي سره نه وینو، موږ توکی خوښوو، د بانک له لارې پيسې لېږو او توکی زموږ کور ته را رسېږي.
مارکیټ یا بازار د اقتصاد کتابونو کې په درېيو بنسټونو وېشل کېږي:
– د ځای یا موقیعت پر بنسټ
– د وخت پر بنسټ
– او د سیالۍ پر بنسټ
د ځای پر بسنټ مارکیټ په درې ډولو ویشل شوی دی:
1- ځایي یا سیمه ایز بازار
دا د سیمې په اړه بازار دی، په دې برخه کې پلورونکي یوازې خپله سیمه په نظر کې نیسي او بازار یې بولي، مثلاً د اوړي کې یخ ته اړتیا وي، ننګرهار کې فابریکې فعالیت کوي، په ښار کې یوه فابریکه فعالیت کوي او جلال اباد ښار یا خوا شوا سیمې ددې فابریکې لپاره سیمه ایز بازار دی. ددې بازار یوه ځانګړنه دا ده چې د هیواد په کچه نه وي.
2- ملي بازار
ملي بازار د هیواد په کچه بازار ته ویل کېږي، مثلاً که یوه فابریکه په هر ځای کې تولیدات کوي او غواړي چې خپل تولیدات په ټول هیواد کې وپلوي؛ نو دا ددوی لپاره ملي بازار دی، دا بازار یوازې د خپل هیواد تر پولو محدود وي.
3- نړیوال بازار
نړیوال بازار هغه بازار دی چې د هیواد له پولو اوښتی وي، مثلاً که یوه فابریکه تولید کوي او د نړۍ په بازار کې یې پلوري؛ نو دوی ځانته د ټولې نړۍ په کچه بازار ټاکي، دا نړیوال بازار ښایي د څو ملي بازارونو ټولګه وي.
د وخت پر بنسټ
د وخت پر بنسټ بازارونه په دوه ډوله دي، لنډمهالي او اوږدمهالي بازارونه، لنډمهالي بازارونه د هغو شیانو وي چې ژر پلورل کېږي او اوږدمهالي هغه دي چې ژر نه پلورل کېږي. د بټي کوټ منډوي لنډمهال بازار دی، ځکه موده یې لږه وي او هغه شیان ورته راځي چې ژر پلورل کېږي، برعکس د برښنا د توربینونو بازار اوږدمهالی دی، ځکه ښایي توربین په کلونو کې یو دانه وپلورل شي.
د تادیاتو (پیسو) پر بنسټ
د تادیاتو په بربنسټ هم بازار دوه ډوله لري، یو نغد بازار دی او بل د نیټې بازار. نغد بازار هغه دی چې سودا دستي وشي، پيسې واخیستل شي او توکی تسلیم شي. د نیټې بازار بیا هغه دی چې سودا کېږي خو توکی یا پيسې یې وروسته ورکول کېږي.
د نظم پر بنسټ
د نظم پر بنسټ بازارونه په دوه ډوله دي، منظم او غیر منظم. منظم هغه دي چې خپل ټاکلي اصول او قواعد لري، خو ازاد یا غیر منظم بازارونه بیا هغه دي چې خپل ټاکلي اصول نه لري. البته دلته یوه خبره د یادولو ده، پانګوالي د ازاد بازار خبره کوي، دوی ازاد بازار په دې معنا وايي چې دولت دې د بازار په چارو کې لاسوهنه نه کوي او بازار ټول د عرضه او تقاضا پر مټ کنټرولېږي.
د مقدار پر بنسټ
د مقدار پر بنسټ بازار په دوه ډوله دی، عمده او پرچون. عمده بازار هغه ځای دی چې توکي په کې په مصرفوونکو نه بلکې په نورو پلورونکو یا دوکاندارانو پلورل کېږي، دغه دوکاندار چې توکي یوسي بیا یې په اصلي مصرفوونکو پلوري چې دا بیا پرچون بازار دی.
د توکو پر بنسټ
د توکو پر بنسټ بازار په دوه ډوله دی، د توکو بازار او د پانګې بازار: د توکو بازار کې یوازې د توکو په کیفیت او کمیت خبره کېږي او همدا مهم وي، یعنې دلته اصلي شی توکی دی. خو د پانګې بازار کې بیا په پیسو بحث کېږي، چې دا خپل ډولونه لري. د توکو بازار موږ په تالاشۍ څلورلارې کې د موبایلونو بازار او د پانګې هغه بیا د صرافۍ مارکیټ بللی شو.
په دې توګه بازار په بېلابېلو برخو وېشل شوی دی چې د ټولو راوړل به د یوې لیکنې له لمنې بهر وي البته مهمه خبره دا ده چې دا پخوانی او سنتي ویش دی، د بازار معاصر وېش بیا په دې بنسټونو نه دی، که وخت و انشاالله په راتلونکې ګڼه کې به د بازار د معاصر وېش په اړه معلومات وړاندې شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي