باز

ژباړه: عبدالرحيم درانی
[pukhto]
دومينچي چې زموږ د ښار اوسېدونکی او په خپل وخت کې يو عزتمن او مشر سړی و، ښايي چې د خپلو اخلاقو له امله تل ياد وساتل شي، نه د دې لپاره چې له شتمنې او لويې کورنۍ څخه و. پخوانۍ کيسې او نکلونه به يې کول او په خپلې پياوړې حافظې او په زړه پورې بيانيې سره به يې په کې خوند او رنګ اچوه، يوه خوندوره کيسه چې هغه موږ ته وکړه، دا وه چې:
پخوا په فلورانس کې د فدريګو په نوم يو زلمی اوسېده چې د فيليپ زوی و، د خپلې هوښيارۍ، زړورتيا او په جنګ کې د مېړانې له امله تر نورو خلکو زيات مشهور او عزتمن و، دغه زلمی د مونا په نوم په يوه ښځه سخت مئين و. مونا هغه وخت د فلورانس ډېره ښاېسته او مشهوره مېرمن وه. زلمي د دې لپاره چې په زړه کې يې ځای پيداکړي تل د سياليو او مېلمستياو غونډې جوړولې او د ښو خوراکونو محفلونه به يې برابرول. په دغو مېلمستياو کې به يې په خلاص مټ خرچه کوله، خو دغې مېرمنې به چې هوښياري يې هم تر ښکلا کمه نه وه نه يوازې د دغو مېلمستياو چې د هغې په وياړ جوړېدې پروا نه کوله، بلکې د زلمي د زړه او احساساتو يې هم څه پروا نه درلوده. دا ډول فدريګو چې ټوله شتمني برباد کړې وه او هېڅ يې لاسته نه وو راوړي، غريب او بې پيسو شو، نور نو له څه پټيو او ځمکې چې له ښاره يې بهر لرله څه ورپاتې نه شول. البته بيا يې هم خپل بې مثاله باز چې ځينې عجيبې ځانګړنې يې درلودې ساتلی و. فدريګو چې نور يې په ښار کې په تېر شان او برم سره ژوند نه شو تېرولی او بله دا چې په مونا نور هم مئين شوی و، په کلي کې خپلې پاتې ځمکې ته ورغی او هلته يې د ښار له شورماشور او مېلمستياو لېرې ژوند پيل کړ، ځان يې له باز سره مشغولاوه او نيستي او بېوزلي يې په حوصله او صبر زغمله.
د خدای کړو ته ګوره؛ کله چې فدريګو غريبۍ په مخه کړ، مونا له بل شتمن ځوان سره واده وکړ، وختونه تېرېدل، د هغې زوی پيدا شو، خو يوه ورځ يې مېړه سخت ناروغه شو او کله يې چې د مرګ وخت نېژدې شو، وصيت يې وکړ چې پرېمانه مال او جايداد يې يوازې زوی ته چې لا وړوکی و، پاتې شي او که زوی يې هم مړ شو نو مونا ته دې ورسېږي.
د مونا مېړه وصيت لاسليک کړ او ډېر ژر مړ شو، کونډه مونا زموږ د دود مطابق د دې لپاره چې يو کال د مېړه په غم کېني، خپل يوه کور ته چې د فدريګو کور ته نېژدې و، کډه وکړه. د مونا او فدريګو کورونه نېژدې وو او د مونا زوی به کله نا کله د فدريګو کور ته ورتلو او د هغه له سپيانو او باز سره به يې لوبې کولې. د مونا زوی ورور، ورو د فدريګو په باز مئين شو او سخت ارمان يې وکړ چې کاشکې دا باز د ده وای، خو زړه يې نه شو کولای چې له فدريګو يې وغواړي، ځکه پوهېده چې دغه باز په مالک څومره ګران دی؟
څو مياشتې نه وې تېرې چې د مونا زوی ناروغ شو، مور به يې چې هغه يې ايکي يو زوی و او ډېر پرې ګران و، ټوله ورځ د هغه د کټ سر ته ولاړه وه او د ماشوم د خوښې څيزونه به يې برابرول او بيا، بيا به يې له هغه نه پوښتنه کوله چې ووايه په دې دنيا دې څه ډېر خوښ دي چې درته يې راوړم؟ ماشوم چې کله وليدل مور يې بيا، بيا دا غوښتنه کوي، نو اخر يې وويل: مورې! که د فدريګو باز راته راوړې، ګومان کوم ښه به شم.
مور يې داسې غوښتنه واورېده چې له امکانه ډېره لېرې وه، سوچ يووړه چې څه وکړي چې د زوی ارمان يې پوره شي؟ مونا ته څرګنده وه چې فدريګو يو عمر وشو چې په هغې مئين و، خو دې تر اوسه لا ور کتلي هم نه دي. بيا يې سوچ وکړ نو څنګه څوک ورولېږم؟ او يا خپله لاړه شم او ورنه وغواړم هغه باز دې چې خلک وايي د دنيا تر ټولو ښه باز دی ما ته راکړه. بله دا چې دا باز اوس د هغه يوازنۍ مشغولا ده، نور يې هر څه بايللي دي او زه څنګه دومره ګستاخي کولای شم چې يو شريف سړی چې په ژوند کې يې بله هېڅ سرګرمي نه ده پاتې له دغه مشغولا محروم کړم؟
مونا دغو چورتونو په عذاب کړې وه او نه پوهېده چې زوی ته څه ځواب ورکړي؟ خو اخر پرې د زوی مينه زوروره شوه او هوډ يې وکړ چې د زوی دا ارمان به پوره کوي، خو ويې پتيله چې بل څوک به نه لېږي، په خپله به ځي، بيا يې زوی ته وويل:
– بچيه ډاډه اوسه، فکر مه کوه، زه همدا سهار ورځم چې باز درته راوړم، په دې وعدې سره د ماشوم پر مخ د خوښۍ څپه خپره شوه او په همدې ورځ يې په بدن کې د ښه کېدو نښې ښکاره شوې.
بله ورځ مونا له يوې بلې ښځې سره د فدريګو معمولي شان کور ته ورغله او د هغه پوښتنه يې وکړه، اتفاقاً هغه ورځ د ښکار لپاره مناسبه نه وه او فدريګو په خپل باغ کې و. يو کس يې ولېږه چې ور خلاص کړي، کله چې خبر شو مونا راغلې ده، ډېر حيران او خوشاله شو. په ډېرې خوښۍ يې هرکلي ته ورغی، مونا هم چې وليدل فدريګو را روان دی، نو په خاص ظرافت سره هغه ته ورغله او په ادب سره يې سلام وکړ، ويې ويل:
– فدريګو زه راغلې يم چې په يو ډول تېر پورونه لنډ کړم، هغه وخت چې تا له ما سره لېونۍ مينه درلوده، غواړم چې نن زه او ملګرې مې غرمه ستا مېلمنې شوو.
فدريګو په ډېرې خاکسارۍ وويل:
– ما ته نه يادېږي چې تا دې له ما سره کوم بد کړي وي، بلکې دومره ښه دې کړي دي چې که مې وس رسېدلای خوشاله شوی به وم چې د هغه مينې په خاطر چې له تاسره يې لرم او د دې کتنې په خاطر چې نن راغلې يې يو ځل بيا خپل ټول شته له تا ځار کړم.
په دغه خبرو سره يې مونا او ملګرې په ډېر درناوي خپل کور او بيا باغ ته بوتلې او له دې امله چې بل څوک يې نه لرل چې له مونا سره يې تعارف وکړي وويل:
– ای قدرمنې مېرمنې! دا ښځه چې زما د يوه کارګر مېرمنه ده، دا به له تا سره وي، تر څو چې زه ډوډۍ تياروم.
فدريګو چې ډېر فقيرانه ژوند يې کاوه، حالات يې دومره بد وو چې ډېره کمه به يې چا ته مېلمستيا کوله. هغه ورځ يې هم په کور کې د مېلمستيا هېڅ نه وو چې دغې قدرمنې مېرمنې ته يې پاخه کړي. ډېر خفه شو، حيران ودرېد او د يوه بې احساسه انسان په څېر يې په خپل قسمت لعنت ووايه، يوې خوا بلې خوا ته يې منډې وهلې چې څه پيدا کړي خو ناوخته شوی و. زړه يې غوښتل چې دغې مېرمنې ته خپل درناوی څرګند کړي، خو په کور کې يې نه پيسې وې او نه خواړه. ناڅاپه يې په خپل ګران باز سترګې ولګېدې چې په پنجره کې ناست و. خوارکی باز يې راونيوه، ويې ليدل چې ښه غټ او چاغ دی، له ځان سره يې وويل: همدغه خوراک د دغې مېرمنې لايق دی. سملاسي يې سر ورغوڅ کړ، خدمتګار ته يې ورکړ او ويې ويل چې بڼکې يې وباسي او په سيخونو کې يې ښه سور کړي. بيا يې هغه سپين څادر چې د واورې په شان ځلېده او له هغو ګوته په شمار څيزونو څخه و چې د ده له شتو ورپاتې و، په مېز وغوړاوه او په ډېر تازه مخ باغ کې ناستو مېلمنو ته ورغی، ويې ويل: ما د خپل وس مطابق ډوډۍ تياره کړې ده.
مونا او ملګرې يې پاڅېدې او ټول په هغه مېز چې فدريګو ورته په ډېر ادب او مينه منتظر و، کېناستل او بې له دې چې پوی شي په فدريګو ګران باز يې وخوړ…. ډوډۍ وخوړل شوه او ورپسې مجلس وشو، مونا چې کله وليدل د خپلې خبرې لپاره يې مناسب وخت رارسېدلی، په ادب سره يې وويل:
– فدريګو که د خپل تېر ژوند يادونه را په زړه کړې او زما هغه بې پامۍ چې ضرور به دې زما د بې رحمۍ په حساب اچولې وي رايادې کړې، شک نه لرم که له دې ملاقاته زما په مطلب پوی شې، نو زما په سپين سترګي توب به حيران شې، خو که ته هم د اولاد خاوند وای او زما په شان بچی دې درلودی، نو د مور په مينه به اړ شوی وای او ډاډه يم چې زه به دې بښلې وای. که څه هم ستا بچي نه شته، خو زه يو ګلالی زوی لرم او د هغه له مينې نه شم تېرېدلی، نو مورنۍ مينې مجبوره کړې يم چې له تا څخه هغه شی وغواړم چې ډېر درباندې ګران دی، ځکه چې ستا بدو ورځو تا ته يوازې همدغه مشغولا پرېښې ده او هغه شی ستا باز دی چې زما زوی يې غواړي او ډارېږم چې دا باز ورته يو نه سم، د زوی حال مې چې په سخته ناروغۍ اخته دی، نور به هم خراب شي او له لاسه به مې ووځي. نو له تا غواړم چې نه د هغه مينې په خاطر چې له ما سره يې لرې، بلکې د خپل سترتوب او شرافت له مخې دې باز ما ته راکړه چې په دې ارښتمنې ډالۍ خپل يوازنی زوی له مرګه وژغورم، زه به ټول عمر ستا احسانمنه يم.
فدريګو چې د مونا خبرې واورېدې وپوهېده چې دا غوښتنه نه شي پوره کولای، غريو ونيو، په ژړا شو او ويې نه کړی شول چې ان يوه خبره هم له خولې وباسي. مونا فکر کاوه چې فدريګو له باز سره د مينې په خاطر ژاړي او د هغه د جدايۍ نغمه غږوي، په تمه وه چې غوښتنه به يې و نه منل شي او ډېر بد ځواب به واوري، خو فدريګو وويل:
– ای قدرمنې مېرمنې! له هغه وخته چې په تا مئين شوی يم، بخت تل له ما سره جفا او دښمني کړې ده، خو زما په خيال هغه ټول بد او ناخوالې چې قسمت له ما سره کړي، د هغه کانې په پرتله چې اوس يې راسره وکړه هېڅ نه دي، ځکه وينم هغه وخت چې ما مال او دولت درلود، تاسې زما کور ته نه راتلئ او داسې کوچنۍ شان هيله مو راڅخه نه کوله، اوس چې زما کور ته راغلې يې، قسمت راته داسې نقشه تياره کړې ده چې زه تاسې ته د دې ډالۍ له درکولو عاجز يم. لنډه به درته ووايم چې کله مو وويل د غرمې ډوډۍ له تا کره خورو، نو له ځان سره مې وويل چې ستاسې شان ته په پام سره بايد تر ټولو ښه او خوندور خواړه تيار کړم او په دې موقع ستاسې د حيثيت مطابق مو عزت او مېلمستيا وکړم، نو خپل باز مې راياد شو. له ځان سره مې وويل دا باز په دې ارزي چې تاسې ته حلال کړل شي. نو نن غرمه مې په سره کړي باز سره ستاسې مېلمستيا وکړه، هغه وخت ډېر خوشاله او وياړېدم چې ستاسې د شان مطابق کار مې کړی دی، خو اوس پوی شوم چې هغه باز تاسې ته ژوندی په کار و، دا چې ستاسې غوښتنه نه شم پوره کولی، دومره خفه يم چې زما په خيال هېڅکله به د نېکمرغۍ مخ و نه وينم. بيا يې د خپلې خبرې د پخلي لپاره د باز بڼکې، مښوکه او منګولې هغوی ته وښودلې.
مونا چې دا کيسه واورېده، نو د يوې ښځې د مېلمستيا لپاره د دومره ښه باز د حلالولو له امله يې هغه ملامت کړ، خو په زړه کې يې د هغه سترتوب او درنښت چې قسمت هم د هغې د کمولو وس نه درلود، وستايه. مونا چې د باز د لاسته راوړلو موقع له لاسه ورکړې وه او د زوی له ښه کېدو هم ناهيلې شوې وه، د فدريګو په عزت ورکولو له هغه نه مننه وکړه او په ډېر خفګان يې ورسره مخه ښه وکړه. زوی يې هم شايد د باز په غم کې نور خراب او څو ورځې وروسته يې ساه ورکړه او مور يې د غم په ټغر کېنوله.
مونا څو مياشتې سخته غمجنه وه او بيا يې ورونو چې ليدل يې مونا ته زياته شتمني پاتې ده او لا ځوانه هم ده، ورځنې وغوښتل چې واده وکړي. مونا له واده سره هېڅ دلچسپي نه لرله، خو کله يې چې ورونو ډېر ټينګار وکړ نو هغې ته د فدريګو مېړانه او هغه عزت ورياد شول چې تر ټولو ښه باز يې په هغې قرباني کړی و، ورونو ته يې وويل: که ستاسې خوښه وي، زه همداسې ښه يم، خو که په واده ټينګار کوئ، نو زه بې له فدريګو بل چا سره واده نه کوم.
ورونو يې چې دا خبره واورېده، ويې خندل او ويې ويل: دا څه لېونتوب دی؟ ته غواړې له يو فقير سره واده وکړې؟
مونا وويل: ستاسو خبره سمه ده چې فدريګو دا وخت فقير او تش لاسی دی، خو زه داسې سړی غوره کوم چې شتمنۍ ته اړتيا لري، نه داسې شتمني چې سړي ته اړتيا لري.
ورونو يې چې وليدل مونا پر خپل هوډ کلکه ولاړه ده او له بلې خوا په دې هم پوی وو چې له غريبۍ سره د فدريګو کورنۍ اصيله او درنه ده او هغه هم د دروند شخصيت خاوند دی، خور يې سره له ټولې شتمنۍ هغه ته واده کړه او په دې ډول فدريګو ته خدای داسې مېرمن ورکړه چې ټول عمر پرې مئين و، پاتې عمر يې له هغې سره په ارامۍ او نېکمرغۍ تېر کړ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي