بايوميتريک

طنز: ميوند درځار
[pukhto]
د سولې شورا په سيمه ايز دفتر کې د ادارې د مهمو چارواکو غونډه روانه وه، د شورا رييس چې قره قلي يې د ملي اردو د عسکر غوندې په غوږ راښکته کړې وه، خپل سکرتر ته وويل چې د دې بېړنۍ ناستې په موضوع دوی ټول خبره کړي، سکرتر په مېز له ايښې دوسيې يو مکتوب راواخيست، حيران شو، ويې ويل:
دا کوم بېسواده ليکلی، امضا يې ورته په سر کې کړې ده!
د شورا ارشد مشاور چې د سکرتر په څنګ کې ناست و، وويل: خيبره بچو! مکتوب دې سرچپه نيولی.
سکرتر وويل: ها، آ. هو. اصلاً دوسيه په مېز چپه اېښې ده، بیا يې وويل: ښه دا مکتوب چې ګورئ له مرکزه راغلی دی، په دې کې غوښتنه شوې چې د سولې عالي شورا اړوند د ټولو ادارو سيستم دې کمپيوټري شي او هغه وسله وال مخالفين چې د سولې له پروسې سره يو ځای کېږي، بايوميتريک دې شي.
د شورا رييس چې لاس تر زنې ناست و، له ارشد مشاور نه پوښتنه وکړه: حاجي بصيره! دا بايو ميتريک يې لا څه بلا ده؟
ارشد سلاکار چې غوښتل يې خپل مشر ته موضوع تشريح کړي، نو په چوکۍ کې رانېغ شو او د يو لکچرر موډ يې غوره کړ، بيا يې وويل؛ بايو ميتريک يانې د يو نفر ټولې ځانګړنې په يو کمپيوټري سيستم کې شاملول، دولت غواړي چې تردې وروسته دې د سولې له پروسې سره د هر يوځای کېدونکي مرور ورور د لاسونو د ګوتو او سترګو نښې او د ځای ځایګي مالومات په کمپيوټر کې ثبت شي.
رييس وویل: دا خو ښه خبره ده، مشاور پوه شو چې پوه مې نکړ، سکرتر ته يې وویل چې حاجي صېب پوی کړه.
خيبر وویل: حاجي صېب! په دې کې زمونږ او ستاسو تاوان دی يوځل چې څوک په دې سيستم کې شامل شي بیا د دوهم ځل لپاره نشي تېرېدلی.
رييس د دې بد زيري په اورېدلو قره قل له سره لرې او د مشاور بصير حاجي په زنګون کېښوده، مشاور ته يې د رييس په دې کار خندا ورغله، خو دا بد زيری هم د زغملو نه و، تر لږې چوپتيا وروسته د ادارې مشر چې دواړه لاسونه يې د هندوانو د ستړي مشۍ په دود خپل مخ ته نيولي ول، پوښتنه وکړه؛ ښه اوس به څه کوو؟ دستي له هېچا سره هم ځواب نه و.
رييس بیا وویل؛ ما خو د خپلو کليوالو ډله دا لسم ځل دی چې د سولې له پروسې سره يو ځای کړې چې د ټولو سره په امتیازاتو کې يو انډی شريک يم.
بصير حاجي چې لږ وروسته مقرر شوی، نو د هغه ډله يواځې اوه ځلې په دې پل صراط پورې وتلې، خیبر خو له اولې ورځې راسره دی، زما او د هغه حساب برابر دی، اوس که دا د بايو ميتريک بلا رانازله شوه، نو د پولۍ ټس ته به مو کېنوي.
ارشد مشاور چې خپله د شهادت ګوته يې تندي ته اړم کړې وه، ناڅاپه يې غږ کړ. ايډيا!!!
رييس او سکرتر دواړو ټوپ کړ: څه چل وشو حاجي؟!
نوې ايډيا! مطلب حل مې ورته پيدا کړ، بايو ميتريک سيستم دې فعال شي، د نعدو ګټلو بله چينه هم راوخوټېده.
د ادارې مشر او سکرتر يې وازه خوله ناست ول، دا يې هم ونه پوښتل چې څنګه؟
مشاور بیا شټاټ شو، په خپله اداره کې به د بايو ميتريک په نوم بل مديريت ور اضافه کړو، درې تنه به ورته استخدام کړو، يو يې زما او يو يو يې ستاسو له ډلې، خوښه ستاسو چې زامن مو راولئ او که بل کوم خپلوان. ظاهراً به خلک بايو ميتريک کېږي، خو په سيستم کې به اصلاً زمونږ خپل کسان هېڅ نه شاملېږي، مطلب د خپلو ډلو معلومات به له ځان سره نه ذخيره کوو، د تل په څېر به هر شپږ مياشتې وروسته راځي او خپل رزق به حواله کوي.
رييس وویل: خبره دې صحيح ده، خو ولې درې نفره!؟ اوس چې نوی تشکيل منظورېږي، نو يو ښه اوږد لست ورته ترتيب کړه او د لسو دولسو نفرو د تشکيل منظوري واخلئ، که بله ورځ خپلې دا ډلې د لاسه ورکوو چې دلته خو مه لاړې تېرې وي کنه!
په کوټه کې راټولو درې واړو د وطن د خير او امن غوښتونکو خپله دا فيصله د امممممم په ويلو سره اوکی کړه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي