67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

بريالۍ وينا

امير شاه ياد

ډېری ویناوال د مخاطبانو مخې ته په ډار سره دریږي، یا ترې د تېښتي هڅه کوي او یا هڅه کوي، چې پر سر یې له ور پېښې شوې بلا څخه ځان خلاص او یا ورسره ماته ګوډه مبارزه وکړي.
ځکه چې دوی له ځانه د یوې ښې وینا کولو تمه نه لري
نو کله چې یو ویناوال پر ځان باور ونه لري هرومرو به همدغه پېښې او نښې ایجادوي.
د وینا کولو پر مهال ډېری ویناوال دغه بڼه غوره کوي چې موږ یې د مثال په توګه یادونه کوو.
موږ په غونډو او نورو ځاینو کې وینو، چې له ډېری ویناوالو نه ډول ډول حرکتونه کیږي،
لاسونه یې دواړو خواو ته ځوړند وي، خېټه یې ورټوله کړي، اوږې یې مخې خواته بې اختیاره وتې وي سترګې یې تنګې او پر تندي یې مړه خوله روانه وي یو او بل خوا ته ځي راځي.
پورتني مثالونه کټ مټ د تېښتې کولو په معنی دي،
کله چې انسان تېښتې ته چمتوالی نیسي هلته هم همدغه حرکتونه اختیاروي، لاسونه ځکه دواړو خواو ته ځوړند نیسي چې د منډې کولو پر وخت هم انسان لاسونه ځوړندوي مخکې او شاته خواته یې بیایي، خېټه ځکه ورټوله نیسي چې د بدن داخلي غړو ته یې زیان ونه رسیږي،
یوې او بلې خواته ځکه ځي راځي چې بدن او دماغو ته وینه او اکسېجن ورسوي، د سترګو د ساتنې لپاره سترګې تنګوي او سر لاندي نیسي،
لاسونه مو یوازې په دوو حالاتو کې د بدن له غړو سره ځوړند ونیسئ کله چې د استرحت او حرکت په حال کې یاست نو کله چې وینا کوئ د لاسونو ځوړند نیول مو مخاطبانو ته د خوب د سمبول او نښې په څېر ښکاري چې په دې کار سره مو مخاطبان هم د خوب پر ټال درسره ټالۍ وهي او وینا مو بې ارزښته او بې خونده کیږي،

هڅه وکړئ تر څو لاسونه مو د سینې او خېټې تر منځ ونیسئ ځکه کله چې لاسونو ته په دغه ساحه کې حرکت ورکوئ هم به تاسو او هم به مو مخاطبان د هوساینې توازن او زړورتیا احساس وکړي.
دا ټکي هم مه هېروئ
۱ – تنفس:
تنفس مو د ذهن ارامتیا او د لا ډېر فعالیت شونتیا را په برخه کوي،
تنفس مو مخاطبینو ته نوښتګر او ویښ معرفي کوي
او که داسې وکړئ، چې ژور تنفس واخلئ یعنې ډېر سا واخلئ او لږه وباسئ، وبه کړی شئ چې ښه فکر وکړئ او هم به مخاطبان دومره درنه اغیزمن شي چې حرکات او کړه وړه به درنه تقلید کړي.
۲ – غږ :
غږ هم په مستقیم ډول د یوې وینا اړخونه راپیژني.
۲ -۱ -لوړ غږ او ټیټ غږ :
لوړ غږ مو مخاطبانو ته دا پېغام ورکوي چې غونډله (جمله) لا نه ده ختمه شوې په دې سره مخاطبین د پوره غونډلې د اورېدو په تکل وي.
د غږ ټیټوالی د غونډلې په پای کې اورېدونکو یا مخاطبانو ته د غونډلې د پای ته رسېدل ورپېژني، کله چې غونډله ختمه شي مخاطبین د ارامتیا او ساه ایستلو فرصت پیدا کوي تر څو چې بله غونډله پیلیږي.
۳ – دریځ ته څنګه ودرېږو:
دریځ ته د درېدلو پر مهال باید سیده او مستقیم او د خپلو ولیو (اوږو) تر اندازې پراخ ودریریږو، د دریځ تر څنګ ولاړو توکیو او شیانو ته او پخپله دریځ ته باید ډډه ونه لګوو، دریځ ته د راتګ پر مهال یوه وړه مسکا کول به مو هم ځان او هم ناستو خلکو ته خوښي ورپه برخه او ستړیا به مو لرې کړي،
لاسونو ته مو پام وکړئ تر څو د بدن دواړو خواو سره برابر حرکتونه ورکړئ ؛ په دې ډول به مو مخاطبان پر خبرو ښه پوهه شي په دې سره به وکړی شو چې د دریځ قلمرو پخپل واک کې وساتو.

8 خوښونې

اړوند مطالب

په سعودي كې څه روان دي؟
شعري ذوق
برف غزنی در نصف روز ویران کرد
باب دی په بیان د ملګرو کې
فيسبوکي صيب
ډېر به مو نه وي اوريدلي!
وروستی يادګار
مړه څه شی و یار

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2021
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Feb   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /