بنګړي

عطاءالله ځواب
ماشوم د پرنټرو دوکان مخې ته بوجۍکېښوده، له کثافت دانۍ نه يې کاغذونه را اوچت او بوجۍ کې يې په زورونو ورتخته کړل.
يو دم يې سترګې وځلېدې، کثافت دانۍ ته ورټيټ شو، لاس يې ښکته کړ، سلګون يې په تيزۍ جيب ته واچو، اخوا دېخوا ته يې وکتل، څوک نه ول، منډه يې واخسته له مارکېټه ووت.
له ځان سره يې په خبرو شروع وکړه: دا به له چا غورځېدلی وي، څومره نوی دی، ګېر دې نه کړي، پښې وباسه…
له شانه پرې غږ وشو : ودرېږه؟
ماشوم جام پاتې شو: ګېر يې کړم، اوس مې وهي….
مخ يې شاته واړو، يو غټ خېټی ولاړ و، لاس کې يې لسګون نيولی و.
– دا واخله؟
ماشوم خوشاله شو چې ځه دا نه دی، ورته يې وويل : ماسره شته کاکا!
نور روان شو، په لاره يې د خوشالۍ نه ټوپونه وهل، ښار ته ورسېد د بنګړو دوکان مخ ته ودرېد، راياد يې شو چې وړې خور ته يې د بنګړواخستلو ويلي وو، دوکان ته ودرېد: يو جوړه د افغانستان بيرغ واله بنګړي راکړه.
– غټ که واړه؟
– واړه پنځه کلنې ته!
– دېرش افغانۍ دي!
– تېره ورځ خو په شل و.
– ههههه
دوکاندار بنګړي راواخستل: ښه واخله!
ماشوم له جيبه سلګون راوويست، بنګړي يې ترې واخستل او پيسې يې ورکړې.
د دوکاندار په څهره کې بدلون راغی، مخ يې سور شو، ماشوم پرې غږ کړ: اتيا نورې راکړه؟
په دې خبرې سره کړس شو چې ماشوم په مخ لاس کېښود، سترګې يې ډنډ شوې.
– ولې کاکا؟
– د نه سړي زويه ته اوس په ما باندې ناچله پيسې چلوې……
تبصرې
تبصرې بندې دي