بهاند شهکارونه بې خونده کړي!

لیکوال: ضمیر څار
[pukhto]
پښتو د نورو ژبو ادبي اثارو، په ځانګړي ډول د نړۍ شهکارونو ته، سخته اړتیا لري. که د نړۍ شهکارونه ورته معیاري را وژباړل شي، په دې سره به یو خو پښتانه لیکوالان د ادبي پنځونو له ماهیت او اړوندو ظرافتونو سره اشنا شي، بل به پښتانه لوستونکي د عالي ادب له لوستو خوند واخلي او پر ادب به یې باور لا زیات شي. پر دې ښېګڼو سر بېره باید ووایو چې پښتنو لیکوالو او لوستونکو ته فکري لوری ورکولی شي او د خپلې ژبې او ادب د بهبود لپاره ترې ګټه اخیستلای شي.
له ښه مرغه پښتو ته پر ګاونډیو ژبو سربېره، د انګریزي، روسي، هندي او نورو ژبو ځینې اثار راژباړل شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده، خو له بده مرغه د ځینو اثارو ژباړه د جدي اندېښنې وړ ده. زمونږ یوه بدبختي دا هم ده چې د لویو نومونو خاوندان راته تکمیل ښکاري، هیڅ زړه نه ښه کوو چې د هغوی پر اثارو څه ووایو، حال دا چې هېڅ انسان بشپړ نه دی. تاریخ راته وايي چې لویو- لویو خلکو سهوې کړي دي، مګر دا هېڅکله په دې مانا نه ده چې یوه یا څو تېروتنې دې د چا مقام او شان راټیټ کړي، خو دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې په پټو سترګو د یو چا هر څه ومنو. دلته ما، مُشت نمونه یې خروار، د لطيف بهاند ژباړه راخیستې ده.
نوموړي د ستيفن خفيک (نااشنا ليک)، د فيودور ميخائيلوويچ داستايوفسکي (قمارباز)، د لیو تولستوي (جګړه او سوله) او د همدغه ليکوال بل اثر (اناکا رينينا) له روسي څخه پښتو ته ژباړلي دي. ما د خپلې پوهې په رڼا کې، د ښاغلي بهاند وروستي ژباړل شوي اثر (اناکا رينینا) ته لنډه انتقادي کتنه کړې؛ ګوندې د کره کتوونکو پام ورواوړي او د اصلاح په موخه یې نور اثار هم نقد کړي.
دا اثر د ليو تولستوي (۱۸۲۸-۱۹۱۰ز) دی چې له ‘جګړه او سوله’ اثر څخه وروسته د هغه دويم نړيوال شهرت لرونکی ناول دی چې درانه بهاند په دوه ټوکونو کې ژباړلی دی. د نقد لپاره مې له روسي څخه پښتو ته د بهاند او له روسي څخه انګرېزي ته د ريچارډ پريور او لاريسا ولوخونسکي ژباړه مقايسه کړې ده. په دې ترڅ کې مې د اناکا رينينا انګريزي ژباړې د څه باندې ۵۵۰ مخونو څخه د هرو سلو مخونو په فاصله کې پنځه برخې انتخاب کړي او هغه مې له پښتو ژباړې سره پرتله کړي.
د بهاند د ژباړې کمزورتياوې:
د لطيف بهاند ژباړه پر خپل ځای ارزښت لري، يو شهکار په پښتو شوی، خو کار يې خورا زياتې ستونزې لري. دا ستونزې د کليمو په انتخاب، ګرامر او آن د ليک نښو په استعمال کې ليدل کېږي. همدارنګه، په ځينو ځايونو کې يې له ځانه نوې کليمې جوړې کړي او استعمال کړي دي. ژباړه یې اصلاً د یوه هنري نثر ځانګړنې او ظرافتونه نه لري. ډېری ترکیبونه یې ګونګ دي، هېڅ مفهوم ترې نه اخیستل کیږي.کله چې د نړۍ دومره مشهور اثر پښتو کيږي، پکار دا ده چې په ژباړه کې یې خورا دقت وشي لاندې به په ترتیب د هرې ستونزې وضاحت او بېلګې راوړم:
لومړی: دنامناسبو کليمو انتخاب:
د اناکا رينينا د اصل متن لومړۍ جمله سخته مشهوره او ډېره ستايل شوې ده. د انګلستان مشهورې ورځپاڼې، ټلګراف، دا د نړۍ د ادبي کتابونو د دېرشو غوره جملو په کتار کې راوستې او دوهم مقام یې ورکړی دی. زمونږ ژباړن لطيف بهاند دا جمله داسې پښتو کړې ده:
“ټولې نېک مرغه کورنۍ يو بل ته ورته دي؛ هره بد مرغه کورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده.”
خو د دې جملې انګرېزي هغه داسې ده:
“All happy families are alike; each unhappy family is unhappy in its own way.
دا انګرېزي ژباړه ډېره غوره بلل شوې او په ويکيپيډيا کې هم همداسې راغلې ده. په دې جمله کې د نېک مرغه پر ځای خوشحاله (happy) او د بدمرغه پر ځای (unhappy) راغلې او په دې ډول د ناول له پاتې برخې سره ښه سر خوري. په دې جملې کې چې د کومې کورنۍ حال بيانېږي، هغوی په خپلو کې د يو سوء تفاهم له وجې خفګان لري او وروسته، د ناول په جريان کې سره پخلا کېږي او زړه بدوالی يې له منځه ځي. که دا کورنۍ د بهاند په اصطلاح، بدمرغه وای، فکر نهکوم چې په اسانه دې خوشالۍ ته رسېدلي وای. په بدمرغۍ او نېک مرغۍ کې تداوم دی. په بله وينا، بدمرغه کليمه د هغوی په حال استعمالېږي چې يوه يې په بله کېږي نه؛ او نېک مرغه بيا هغه وي چې ناسم کار يې هم سم راخېژي. په هر صورت، بهاند بايد د دې دواړو کليمو نور مترادفات پسې کتلي وای او مناسب يې غوره کړي وای.
همدارنګه، په يوې بلې انتخاب شوې برخې کې، چې د دوهم ټوک په دوهم مخ کې راغلې، بهاند د نېکمرغي ټکی راوړی چې په انګرېزي کې يې معادل Happiness/خوشالي انتخاب شوې ده. په همدې مخ کې، دا جمله راغلې ده:
((زه نېکمرغه يم او زما نېکمرغي له دې چې تاسو څه کوي، نه زياتېږي او نه کمېږي)) دا جمله یو خو ګونګه ده، لوستونکی په اسانۍ مفهوم نه شي ترې اخیستی، بله دا چې انګریزي ژباړه کې یې نېکمرغي نشته، بلکې د خوشالۍ کليمه ورته راغلې. د همدې جملې انګرېزي ژباړه داسې شوې ده:
“I’m happy, and my happiness can be no greater or smaller whatever you do.”
زما نقد دا دی چې ژباړن په هر صورت نامناسبې کلمې نه وای انتخاب کړی او لږ ډېر زحمت يې وېستی وای.
دوهم: ټکي په ټکي ژباړه:
یوه بله مسئله چې باید پام ورته وشي، ټکي په ټکي ژباړه ده. بهاند تحت الفظي ژباړه کړې ده. داسې ژباړه په ځينو مواردو لکه د تذکرې، قبالې او ورته اسنادو کې لازمه وي؛ ډېر کله ديني مسائل هم تحتالفظ ترجمه شوي؛ خو د هنري اثارو په برخه کې داسې څه نه يوازې هنر ته زيان رسوي، بلکې منځپانګه هم نيمګړې انتقالېږي. لاندې بېلګو ته تم شئ.
د دوهم ټوک ۲۹۹ مخ په دوهمه کرښه کې دي: په ګېډه پروت… د دې انګرېزي ژباړهlying on his stomach ده. اوس دا جمله هم ناسمه نه ده خو معموله نه ده او د اصل ژبې رنګ په کې ليدل کېږي. مونږ وايو چې ‘پړمخې پروت و’. د لومړي ټوک ۵۵۰ مخ کې يې ‘admit no one’ په ‘زه څوک نه منم’ژباړلی. تاسې دواړه، انګرېزي او د بهاند پښتو جملې وګورئ:
“‘Unharness and admit no one,’ he said to the porter’s question, emphasizing the words ‘admit no one’ with a certain pleasure, which in him was a sign of good spirits.”
“هغه چوپړ ته و ويل: آسونه دې بوزي او زه هم څوک نه منم. د زه څوک نه منم، د خبرې له ښې ادا نه داسې برېښېده، چې طبعه يې ښه ده.”
اول خو مونږ خدمتګار ته هېڅکله چوپړ نه وایو، دا یې په خپل ځای، ده لیکلي چې زه څوک نه منم. ما ته ته تحت الفظ ژباړه ښکاري او همدا ده چې مانا يې ګونګه ده. ته څنګه څوک نه منې؟ دومره سرتنبه يې؟ په هر صورت، کومه مانا چې ما ځنې واخيسته، هغه دا ده چې دی نه غواړي له چا سره وګوري؛ نو بهتره به وه چې ژباړه يې داسې شوې وای: ما ته څوک مه راپرېږده. په دې برخه کې وروستی مثال د دوهم ټوک له لومړي مخ څخه راوړم او قضاوت تاسې ته پرېږدم:
“Princess Shcherbatsky thought that to have the wedding before Lent, which was only five weeks away, was impossible, because half of the trousseau would not be ready by then; but she could not help agreeing with Levin that after Lent would be too late…”
“شهزادګۍ شیرباڅکي د روژې تر رارسېدو پورې، چې يوازې پنځه اونۍ ورته پاتې وې، د واده کېدل ځکه ناشوني ګڼل چې تر هغه پورې دوی کولای نه شول، ان نيمايي جوړه برابره کړي، خو دا يې هم کولای نه شول، د ليوين دا خبره ونه مني چې له روژې وروسته به د واده له پاره ډېره ناوخته وي.”
درېيم: د پښتو نحوي جوړښت ته نه پاملرنه:
د ژباړې یو اصل دا دی چې ژباړن به په دواړو ژبو بشپړ تسلط لري، دلته زمونږ ژباړن د پښتو له نحوي جوړښت څخه یا ناخبره دی او یا یې دقت نه دی کړی، هر څه چې دي خو بهاند صيب د ليکوال په پل پسې په تګ کې پر خپلې ژبې ختلی دی. لاندې بېلګې ته پام وکړئ:
“This disposition was the more convenient as immediately after the wedding the young people were going to the country, where the things in the larger trousseau would not be needed.”
“د شهزادګۍ دا خيال هم د ټولو په خوښه و، چې ځوانان به تر واده سمدلاسه وروسته کلي ته ځي او هلته به هغو ته جوړې په کار نه وي.”
په دې بېلګه کې، چې د همدې ناول د دوهم ټوک په لومړي او دويم مخ کې راغلي، د پښتو نحوې دا قاعده چې قيد د فعل د څرنګوالي تعينوونکی دی او بايد فعل ته نږدې راشي، تر پښو لاندې شوې ده. د سمدلاسه ټکی بې ځایه شوی دی. که داسې راغلې وای چې …ځوانان به له واده وروسته سمدلاسه کلي ته ځي… ډېره به ښه وه.
یوه بله جمله چې پورته مو هم ولوسته، داسې ده: … د واده کېدل ځکه ناشوني ګڼل چې تر هغه پورې دوی کولای نه شول، ان نيمايي جوړه برابره کړي، خو دا يې هم کولای نه شول، د ليوين دا خبره ونه مني…
دلته کولای نه شول ترکيبی فعل دوه واره او دواړه ځل د جملې په منځ کې راغلی دی چې د پښتو د قاعدې مخالف دی – فعل د جملې په پای کې راځي.
څلورم: د ليک نښو بېځايه کارونه:
ليک نښې له متن نه بېلېدونکي اجزاوې دي او مناسب استعمال يې له لوستونکي سره په سمو لوستو کې مرسته کوي خو بېځایه او ارزانه کارونه يې بيا نه يوازې مزاحمت جوړوي، بلکې د ليکوال په بېسوادۍ هم دلالت کوي. لاندې د اناکا رينينا پښتو متن پسې د همدې برخې انګرېزي متن راوړم او په دواړو کې د ليک نښو استعمال پرتلیز ګورو:
“زمونږ په وروستيو خبرو کې مې، د هغه ځانګړې موضوع په اړه، خپل تکل تاسو ته څرګند کړ. د موضوع، د ټولو برخو تر غوره څېړنې وروسته، اوس دا دی، د خپل تکل د عملي کېدو په هکله، دا ليک ليکمه. زما پرېکړه، په لاندې ډول ده: ستاسو کړه وړه، چې هر څنګه و، زه ځانته دا حق نه ورکوم، هغه اړيکې پرې کړم، چې يو لوړ واک، زمونږ تر منځ ټينګې کړي دي.”
“In our last conversation I expressed my intention to inform you of my decision with regard to the subject of that conversation. Having thought it all over attentively, I am now writing with the purpose of fulfilling that promise. My decision is the following: whatever your actions may have been, I do not consider myself justified in breaking the bonds by which a higher power has united us.”
په پورته وړوکي متن کې بهاند ۱۲ ځايه کامه (،) کارولې خو د هغې انګرېزي ژباړن يوازې ۲ ځايه راوړې. دا سمه ده چې هره ژبه د خپلو ځانګړو ګرامري قواعدو له مخې ليک نښې پر خپله لمن ږدي خو دومره هم نه چې نور سپين ځای په کې پاتې نه شي. له پورتني متنه ډېرې کامې لرې کېدای شي.
پنځم: د ضميرونو او کليمو بېحده ډېر تکرار:
ضميرونه د دې لپاره دي چې د نوم د تکرار مخنيوی وکړي او په دې ډول د نثر سلاست ډېر شي نه دا چې متن ګونګ او بې خونده کړي. لومړۍ بېلګه د لومړي ټوک د ۵۵۰ مخ وروستۍ او د ۵۵۱ مخ لومړۍ کرښه ده:
“هغه، پرته له هغه، چې د هغه نوم ياد کړي، د هغې په نامه يې ليک، په فرانسوي ليکه او د جمع، ضمير – تاسو – يې، کاراوه.”
په دې کې وګورئ چې (هغه) څلور ځايه پرلهپسې کارول شوی دی چې د ګونګتیا تر څنګ په ذهن بوج کیږي. زه چې د بهاند صیب اسماني شهرت ته ګورم، باور مې نه راځي چې دومره کمزورې ژباړه دې یې کړې وي. د ضمیرونو د بې ځایه کارونې په اړه دوهمه بېلګه د دوهم ټوک له دوهم مخ څخه را اخلم:
“خو ليوين، لا په هماغه خپل لېوني وزمه خيال کې و او تر ټولو غوره هغه ته، دی او د ده نيکمرغي، د ده د ټول ژوند اصلي موخه وه. نو ځکه د ده له پاره، د هېڅ بل څه په اړه فکر کول په کار نه دي او هر څه به د ده له پاره تر سره کېږي او هغه به هم د نورو له خوا ده ته ترسره کېږي.”
په دوهمه بېلګه کې چې ټوله ۷۱ کليمې ده، ۱۳ ځله ضمير په کې کارول شوی دی او همدا ده چې نثر يې نور له لوستو وېستلی دی.
سر بېره پر دې، هنري نثر نه يوازې د ضميرونو د ډېر تکرار بار په خپلو اوږو نه شي وړای، عادي الفاظ هم بايد بار بار رانه وړل شي. دا کار د دې لپاره کېږي چې لوستونکی ستړی نه شی. اناکا رينينا چې هنري ليکنه ده، په پښتو ژباړه کې يې دا اصل هم نه دی مراعات شوی او همدا ده چې خوند يې په اصطلاح باران وړی دی. د دې خبرې د اثبات په خاطر د دوهم ټوک د دوهم مخ دا پراګراف ولولئ:
“د هغه ورور، سرګي ايوانوويچ، ستيپان ارکادييچ او شهزادګۍ د هغه د ټولو چارو لارښوونه کوله او دا يې ورښودل، چې څه وکړي. هغه هم دا شېبه له ټولو هغو وړانديزونو سره هوکړه کوله، چې ده ته يې يادونه کېده. ورور يې پيسې ورته پور کړې او شهزادګۍ مشوره ورکوله، چې له مسکوه، کلي ته لاړ شي. ستيپان ارکادييچ خو دا مشوره ورکوله چې له هېواده بهر ته لاړ شي. هغه دا ټولې خبرې منلې او له ځان سره يې ويل: هر هغه څه مو چې زړه غواړي او ستاسو خوښېږي، هغه وکړئ. زه نېکمرغه يم او زما نېکمرغي له دې چې تاسو څه کوي، نه زياتېږي او نه کمېږي. خو کله چې ليوين، کيتي ته، بهر ته د تګ په اړه د ستيپان ارکادييچ مشوره ور ورسوله، هغه ځکه ډېر حيران شو، چې هغې دا مشوره و نه منله او هغې د ژوند په اړه خپل تکلونه او ځانګړې غوښتنې او ارمانونه لرل. هغه په دې پوهېده چې ليوينپه کلي کې خپل کارونه لري، هغه کارونه، چې د هغه د خوښې دي. خو هغه داسې ګڼله چې ښځه يې نه يوازې په دې نه پوهېږي، بلکې نه غواړي پوی شي. دې کار هغه ته کوم مزاحمت نه کاوه او بيا يې هم هغه کارونه خورا مهم ګڼل. هغه په دې هم پوهېده، چې د هغو ژوند او کور به په کلي کې وي، نو ځکه يې د دې هيله نه لرله، چې بهر ته لاړه شي. هلته ژوند وکړي او هلته کور ولري.”
دا ټوټه، چې ټوله ۲۴۵ کليمې ده، د ګوتو په شمېر داسې کليمې لري چې لږ تر لږه دوه ځله نه وي تکرار شوي. بهاند په همدې لنډ تنګ ځای کې د هغه ضمير ۱۸، د ده/دا/دې ضمير ۱۱، د کول/کړل/کېدل فعل ۱۱، د دال اضافت توری ۹، ته ۹، نه ۸، مشوره ۴، پوهېدل ۴، کار ۴، کلی ۳ او نورې ډېرې کليمې له دوو يا ډېرو ځلو کارولي دي. د کليمو او ضمیرونو ډېر او بې ځایه تکرار متن سخت بې خونده کړی دی.
د ليکنې پاتې برخه به په راتلونکې مينه کې ولولئ..
[/pukhto]
بلکل، دورور دا نقد په ځای بولم.