بهلول او خطيب

ژباړه: شوکت الله عمر
يوه ورځ بهلول د جومات پرخوا تېرېده، خطيب خلکو ته نصيحتونه کول، بهلول د خطيب خبروته غوږ شو او ودرېد
خطيب ويل : جعفر بن محمد په دې عقيده دى:(( هغه کارونه چې بنده ګان يې کوي د بنده په لاس کې نه دي ټول اختيار يې الله ج سره دى او بنده پکې په هېڅ صورت ګرم نه دى، دا چې جعفر وايي د قيامت په ورځ به شيطان په اور کې سوځول کېږي په داسې حال کې چې شيطان خپله له اور څخه پيدا شوى او اور اور نه سوځوي (جنس په همجنس تاثيرنلري) 3داچې هغه(جعفر) وايي الله ج موجود دى خو موږ هغه نشو ليدلى)). پداسې حال کې چې هر موجود د ليدو وړ دى) پدغه وخت کې بهلول له ځمکې څخه لوټه پورته کړه او خطيب يې په سر باندې وويشت او سر يې پرې مات کړ او له دغه ځاى څخه وتښتېد .
خطيب خليفه ته ولاړ او له بهلول څخه يې شکايت وکړ.
خليفه بهلول راوغوښت او د پېښې په اړه ورڅخه وپوښتل: ولې دې دغسې کار کړى؟ بهلول وويل: له خطيب څخه يې وپوښته، خطيب خطبه کې وويل: بنده ګان هېڅ اختيار نلري د هغو کارونو په ترسره کولو کې کوم چې دوى سرته رسوي نو د ده سر هم ما ندى مات کړى الله پاک مات کړى زه پکې هېڅ لاس نلرم، بله دا چې خطيب وويل :(جنس پخپل همجنس تاثير نلري ) نو انسان له خاورې پيدا ده او لوټه هم خاوره ده نو بايد له لوټې څخه شکايت ونکړي او ناراخت دې نه اوسي .
درېيم دا چې دا خطيب په دې عقيده ده، چې هرموجود دې بايد وليدل شي نو خليفه صيب تاسو ورته ووايئ چې له دغه ټپ څخه کوم درد چې تاسو احساسوئ ايا ليدل کېږي؟
بهلول خبرې اخلاصې کړې او ولاړ .
تبصرې
تبصرې بندې دي