بودا او راهبان

ژباړه: شمس الدين شمس
[pukhto]
کله چې بودا حقيقت ته ورسيد، لمړی د بنارس ښار ته ولاړ ترڅو هغه پنځه راهبان پيدا کړي چې دی ترې لاس په سر شوی وو، ځکه بودا فکر کاوه چې دا پنځه راهبان هم دده په څېر د حقيقت په لټه کې دي او ددوی پوهاوی به له عامو وګړو يو څه اسانه وي. چې بنارس ته ورسيد څه ګوري چې راهبان ښار ته په يوه نږدې سيمه کې ناست دي او په خبرو اترو بوخت دي.
خو چې د راهبانو سترګې په بودا ولګيدې چپ شول او سره يې وويل هغه راروان کس هماغه بودا دی چې زموږ له رهبانيت څخه يې مخ ګرځولی وو؛ نو ښه به دا وي چې کار ورسره ونلرو خو چې بودا ورنږدې شو سلام يې ورته وکه او ترې يې وغوښتل چې دی هم ورسره پرېږدي هغوی ترې سملاسي پوښتنه وکړه ښه نو د کوم حقيقت په لټه کې چې وې ودې موند؟
بودا وويل هو – هو ومې موند، راهبانو وويل: ښه نو موږ ته هم ووايه چې حقيقت، حکمت او د هستۍ راز څه دی؟
بودا پوښتنه وکړه ايا تاسې د چارو په قانون يعنې دا چې هره چاره به په يو ټاکلي قانون او تګلاره ترسره کېږي باور لرئ؟
راهبانو وويل: هو ولې نه!
بودا وويل: باور وکړئ دا د پوهې حکمت او حقيقت پيل دی، له ښو چارو ښه پايله مومئ او له بدو بده، دا د زندګۍ لومړنی قانون دی او د نړی ټول شيان په همدې بنياد ولاړ دي.
هيڅ هغه څه بدلون نه مني چې ترسره کيدونکې وي ستاسې قربانۍ، دعا او عاجزي د خپل معبود او خدای په دربار کې غير عاقلانه چاره او حماقت دی.
راهبانو وويل دا ولې؟
بودا ځواب ورکړ: اوبه تل ښکته روانې وي، اور له ذاته سيزونکی او يخ له ذاته سوړ وي؛ که د دنيا ټولو خدايانو ته دعا وکړو اوبه به پورته بونځي اور به سوړ نکړي او يخ به سوزونکې نه کړي، ځکه چې د ژوند لپاره ځينې ټاکلې تګلارې دي او د تګلارو په بنياد مخته روان دی؛ نو په همدې اساس کومه چاره چې ترسره کيدونکې وي ځنډ پکې نه راځي ځکه؛ خو نو خدايانو او معبودانو ته قربانۍ او دعا کومه ګټه نه لري.
راهبانو ومنله چې د بودا خبرې پر ځای او سمې دي نو بودا زياته کړه: که زما دا خبرې سمې وي نو هغه کتابونه او پاڼې چې خلکو ته پکې د دعا رسم و رواج ښودل شوی دی، سم نه دي او زه د مذهبي لارښوونکو د خبرو خلاف وايم دا کتابونه هيڅ سپيڅلي نه دي ځکه دوی د خدایانو په نوم انسانان لوټي.
راهبان د بودا دې جرأت وبوږنول او بودا يې وپوښت نو ته وايې چې خدای د دنيا د پيدايښت پر وخت انسانان په ډلو او ټولګيو نه دي ويشلي؟
بودا وويل : اصلا زه هيڅ باور نه لرم چې خدای دې داسې څه جوړ کړي وي چې دنيا دې هغوی جوړه کړي.
راهبانو پوښتنه وکړه: ښه نو دنيا چا جوړه کړه؟
بودا وويل: زما په نظر دنيا تلپاتې ده، پيل او پای نه لري خو بايد له دوه څيزونو ځان وژغورو يو د لذت او خوند نه ډک ژوند چې د ځانغوښتنې زيږنده ده او بل د کثرت خود ازارۍ او عاجزۍ ژوند چې دا هم کومه ګټه نه لري؛ په دې ډول ژوند کولو به نېکمرغه نه شئ.
په پايله کې راهبانو له بودا وپوښتل : ښه نو سمه لاره کومه ده؟
بودا وويل: منځلاري چې د لاندې اتو چارو په پايله کې يې ترلاسه کولې شئ ۱- د حيواناتو له ځورونې ځان ژغورنه ۲ – له غلا ځان ژغورنه ۳ -له نادانۍ ځان ژغورنه ۴ – له درواغو ځان ژغورنه ۵- له مستۍ ځان ژغورنه ۶- له بد سولوکۍ ځان ژغورنه ۷- له خودخواهئ ځان ژغورنه ۸- له تربګنۍ ځان ژغورنه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي