تئودور مومسن- د نوبل دويم ګټونکی

میر احمد یاد
[pukhto]
کریسټن ماتیس د نوبل د ادبیاتو دویمه جایزه ګټلې وه، دا جایزه یې په 1902 ز کال کې د تاریخ د هنر د لوی استاد په حیث ګټلې وه او د روم په تاریخ یې ځانګړې اغیزې ته پکې اشاره شوې وه.
آلمانی کریسټن ماتیس حقوقپوه، ورځپاڼه لیکونکی، سیاستوال او لرغونپوه و او د نولسمۍ پېړۍ ستر کلاسیک لیکوال هم یادیږي.
دده کړی کار اوس هم د روم تاریخي څېړنو لپاره پکاریږي او د آلمان پر مدني قانون هم خپل اغیز لري.
کریسټن د المان مهم سیاستوال و او د المان او پروس د پارلمان غړی هم پاتې شوی دی.
دی په 1817 ز کال د نوامبر په 30 مه نېټه د المان په گاردینگ ښار کې د یوه کشیش په کور کې وزیږید، زده کړې یې په کلاسیک او حقوقو کې وکړې او وروسته بیا په ایټالیا او فرانسه کې د لبزینګ پوهنتون د استاد په حیث وټاکل شو، تر دې چې د 1848 او 49 کلونو په انقلاب کې د خپلو افکارو په جرم له دندې ګوښه شو.
په دې انقلابونو کې ګډون یې د روم د تاریخ لیکلو په کار ژور اغیز پرېښود، دده کار د جمهوري او امپراتوري روم تاریخونه لیکل وو چې طرح شوي وو؛ خو ونه لیکل شول، په همدې وخت کې یې د مدیریت په اړه یو اثر د امپراتورۍ تر څار لاندې خپور شو.
مومسن له لاتیني اثارو او د هغوی له تاویل او تفسیر سره ځانګړې مینه لرله او دا یې په لرغوني دور د پوهیدو لپاره مهم کار هم و.
تر ډيره د یوې نشریې مدیر و، دا نشریه د برلین د علومو سلطنتي اکاډمۍ له لورې خپریده او د لاتینی اثارو ډيره برخه یې لرله.
ده د رومي تقویم، تاریخ، سکو او دفاعي دیوالونو په اړه مطالعه وکړه او په ایټالیايي لهجو یې هم ډيرې لیکنې وکړې.
د مومسن د وصیت له متنه معلومیږي چې له رومي حقوقو سره یې ډيره مینه درلوده، پر حقوقي سرچینو یې دوه جلده کتاب مرتب کړ چې همدا یې د تاریخ په جریده کې د تلپاتې کیدو لپاره بسنه کوي.
له اساسي او جزايي قوانینو څخه دده تحلیل د نورو څېړوونکو لپاره یو الهام ګڼل کیږي.
مومسن په 1903 زکال کې په المان کې ومړ او اته جلده کتابونه یې تر مړینې وروسته خپاره شول.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي