67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

تصوير

لنډه کيسه/ نصرت ارمان

[pukhto]
له خلاصې کړکۍ نه راننوتونکې نرمه هوا په مېز پرتې پاڼې وړي راوړي، چې کشار يې جوړ کړی او د شمعې لمبه رپي. ميز کړکۍ سره نښتی پروت دی او ورته ناست کس کولای شي د بهر پوره ننداره وکړي.
سپوږمۍ د ستورو پړقېدو ته موسکۍ ده او خوند اخلي، ښايسته اسمان دوی ته د خوښۍ غېږ پرانيستې ده. د انګړ بوټي اوګلان نڅاوې کوي.
د ميز يوه سر ته څو کتابونه د يو بل له پاسه اېښي، اړخ ته يې د نرګسو ګيډۍ په ښيښه اي ګيلاس کې کېښودل شوې او ټوله کوټه يې بوي په سر اخيستې.
د ميز بل سرته شمعه او څنګ ته يې د تصوير سور فريم تکيه شوی. په څوکۍ د ناست کس سترګې ورکې داسې خښې دي، ته به وایی د مړې محبوبې يواځينی تصوير او يادګار ورپاتې دی.
ناڅاپه دهغه وازې سترګې ورپېدې، مخامخ يې وکتل، هرڅه له ښکلا ډک ول، غرونه په سپينو واورو پوښل شوي دي او څانګې په غژار له نسيم سره سندره وایی. هغه له څوکۍ پورته شو.
سګرټ يې بل کړ او په قدمونو يې پيل وکړ. چوپتيا شوه ….
فلتر يې له کړکۍ بهر ته لړه کړ، کوټه کې تته رڼا خوره ده او لوګي له کړکۍ په وتو دي. هغه خپلې شاوخوا ته په رډو رډو د څو شېبو لپاره وکتل، بیا يې پام شو چې شمعه په خلاصېدو ده او څو شېبې وروسته به د تل لپاره رڼا له لاسه ورکړي. ژر بېرته مېز ته لاړ، روک يې راکش کړ. ساه يې پرځای شوه، يوه بله هم وه. هغه يې بله کړه، په څوکۍ کېناست او بیا تصوير ته په کتو کې ورک شو…
ـ ای!
لړزېدلي غږ انګازه وکړه. د هغه په مخ خولې راماتې شوې. شونډې يې رېږدېدې. دواړه لاسه يې په مېز کېښودل.
– زه به پاتې نشم!
او له دې خبرې سره يې سترګې ډنډ شوې. تصوير پسې يې لاس ورتېر کړ.
ځان ته يې رالنډ کړ، پرې ناست ګرد يې ترې په ګوتو پاک کړ، هغه يې په مېز پروت کېښود او سر يې پرې ورټيټ که.
ـ زه به تصوير کې پاتې شم!
دوه اوښکې د فريم په شيشه پرېوتې.
او بيا په شيشه څاڅکي ډېر شول. تصوير په اوښکو کې ډوب شو، خو لا هم ښکارېده موسېده او سترګې يې له ده نه اړولې…

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

له کلي ترښاره
مناظره
څپلۍ
تر نڅا وروسته
کومک
فيسبوکي صيب
پوښتنې؟؟؟
د مازیګر بنډار نهه ویشتمه ناسته وکړه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /