67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

تلويزون زياتره ځوانان له کاره ويستي

عطاءالله ځواب

[pukhto]
تلويزون د انسانانو په ژوند کې هغه انعکاسي وسيله ده چې په ډېر لږ وخت کې يې تر لرې ځايه خلک لېدلی او اورېدلی شي.
په تلويزونونو کې رنګارنګ خپرونې نشرېږي خو زياتره يې زمونږ د خلکو له ژونده ويستلو لپاره دي، ځينې يې هغه هندي او ترکي ډرامې دي چې زمونږ د کورنيو واړه او زاړه پري مئين دي او له تعليم څخه يې بې برخې کړي يوو.
اوس مهال زما زياتره ټولګيوال چې د شپې کومې ډرامې او فلمونه وګوري نو دا ټول په ذهن کې ياد ساتي او پر سبا پرې د نورو خلکو ماغزه هم خرابوي.
زمونږ د هېواد تلويزونونو هم ډرامو ته کار ويلی، شپه او ورځ څو کرتې رنګارنګ ډرامې خپروې، لکه بل څوک يې چې لګښت ورکوي.
تلويزونونه چې د ډرامو پر ځای خپل معيار وساتي او خلکو ته د تعليم د ګټو په اړه څو خپرونې سازې کړي نو زمونږ خلک به ترې زيات څه زده کړي.
تلويزون زياتره ځوانان له کاره ويستي، کتاب نه مطالعه کوي او د خپل ژوند په ګټه وټه او ارزښت نه پوهېږي، همدارنګه چې يوه خپرونه يو ټيشن نه نشر او ښه مينوال پيدا کړي دا نور ټيشنونه په بل نوم هماغسې خپرونې جوړوي، خپل نوښت نه شي کولای.
تلويزنونو هېڅکله هم زمونږ د ولس خلکو ته مينه، کور کې خوشاله اوسېدل او په ښه ډول ژوند تېرولو لارې چارې ورونښودې، بلکې لا يې په شخړو واړول.
زمونږ د هېواد خلک او کورنۍ له نورو ژبو ژباړل شويو ډرامو ليدلو سره هر څه له ياده باسي، بد فکرونه ورغورځوي، هغه ناوړه کارونه چې په ډرامه کې شوي، هماغسې په رښتينې ژوند کې کوي او خپل عزت له خاورو سره خاورې کوي.
که خپلو ماشومانو ته د ډرامو او فلمونو پر ځای د يو کتاب يا مجلې څخه يوه ښه کيسه ووايې؛ نو دا به د هغې په ذهن کې ونښلي او له دې به په راتلونکې کې يو ستر او پوهه انسان ساز شي، له زده کړو، کتاب لوستلو او ليک سره به يې مينه پيدا شي او بيا به په ژوند کې هېڅ کله هم د کومې ستونزې له امله په شا لاړ نشي.
[/pukhto]

9 خوښونې

اړوند مطالب

بهلول او خطيب
وروستی يادګار
ننګرهاریان له نوي والي څه غواړي؟
د سرو زرو غاړکۍ
له هوډه تر عمله
هديره
د پيل تر پښو لاندې
ګلابونه ستا اوربل ته

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /