جګړه چا وګټله او تاوان چا وکړ

ضیاء تلاش
طالب ګوته په ماشه کېښوده، یوه سترګه یې پټه کړه او د ټوپک غوټۍ کې یې د اتو خــــویندو یوازینی ورور راووست، اوږده ساه یې واخیسته او بیا یې د د الله اکبر په ویلو ماشې ته زور ورکړ.
لږه شېبه وروسته ولاړ سرباز په ځمکه وغورځــــېد، له ټټره یې سرې وینې روانې شوې، شېبه په شېبه یې ساه لنډېدله، له جېبه یې بټوه راوویستله، د واده انځــــور ته یې سترګې ونېولې، انځور فامیلي وو، د واده په شپه یې اخیستی و.
دوه میاشتې مخکې یې واده کړی و، اته خویندې، یوه سپین سرې مور، په ملامات پلار او ترڅنګ ولاړې ناوې ته یې په ځیر ځیر ورکتل، د ناوې په انځور یې سترګې ورښخې کړې، په قرار یې وویل، لېونۍ تا راته ویل کنه:
په تور ټوپک ویشتلی راشې
د بې ننګۍ اواز دې را مه شه مئینه
شاوخوا دوه دقیقې انځور سره وغږېد، سترګې یې درنې شوې انځور یې په سترګو ور کېښود، لږه شېبه وروسته یوه کورنۍ د تل لپاره بې وارثه شوه.
ورځ تـــېره شوه، د وسلو غږونه ورک شول، له خونو لوګي پورته کېدل، ټول جسدونه راټول او انتقال شوو.
په ونه دنګ قومندان له سترګو اوښکې بهېدلې، اوه ویشت تابوتونه قطار ایښې وو، قـــومندان ډکې سترګې د هر سرباز تابوت سرته ودرید، له ټولو سره یې ژمنه وکړه چې د هر څاڅکي وینې بدل مو اخلـــــم.
شپه شوه، قومندان کاري خونه کې تر ناوخته ناست و او په دې یې فکر کاوه چې دښمن ته کوم ډول سزا ورکړي، له مخابرې غـــږ پورته شو شاهین څلور دوه، شاهین څلور دوه؟ قومندان د مېز له سره مخابره را پورته کړه، شاهین څلور دوه اورم، قومندان صاحب کوردینات رارسیدلي د تور غونډۍ ترڅنګ یو کور کې طالبان راټول شوي هدایت ته مو په تمه یو، قومندان نېغ ودرید، سرې سترګې یې بټې بټې را وویستې په غړمبیدلي غږ یې امـــــر وکړ بــــمبار یې کړئ چې یو هــــم درنه روغ لاړ نشي!
امـــــر مو په ځای کیږي قومندان صاحب
چورلکې د ور کړل شوو کوردیناتو په لور له میدانه پورته شوې، هدف ته رسېدو سره سم یې پر کور اور بل کړ، ټوله شپه جـــنګي الوتکې د کلي په سر ګرځېدې…
شـــپه تېره شوه سهار شو، سباوون وړانګو سره سم د کلي خلک له کورونو راووتل، ټولو منډې ور وهلې، ماشومان او ښځې یې له خاورو راویستل.
یو ساعت وروسته یې ټوله کورنۍ له خاورو راوویستله، دوه ماشومانو ساه اخیسته، ژوندي وو، د کورنۍ پاتې یوولس غړي یې وژل شوي وو.
تبصرې
تبصرې بندې دي