خارج او خورما
پسرلی نجیبي
[pukhto]
که امنیت ښه وي او کاروبار دې روان وي، نو د افغانستان غوندې ژوند په ټوله دنیا کې نشته.
نن سبا د خارج کیسې دي په چایو، په کلو او تر دې چی په ګودرونو کې هم د مسافر لالي کيسې، چې د افغانستان نه ایران،ایران نه ترکیه او همداسې د لندن او امریکې ته رسیدلی وي…….
او د تشریفاتو او ارام ،سولې او د ازادۍ ښکلې هوا چې د اروپا نه راوالوزي او د ترکیي د سرحداتو سره او د متحده ایالاتو نه د میکسیکو د سرحداتو سره د ازادۍ او امید هوا ….بس ختمه شي…او په لندن ، استرالیا او کاناډا کې د ډالرو بکسونه،ونې او بوټي ډک دي او خلک يې راشکوي..
دا خو یوه مفکوره ده خود داسې ژوند د جوړیدلو چانس یې په غربي ملکونو کې ډیر دی او که څوک ځان رسوي او غواړي راتلونکې کې خپل ځان فامیل، دوستانو او د افغانستان معاشرې ته خدمت وکړي، خارج ته دې لاړشي.
دا په دې معنی نه ده چې د خدای روزي او یا عزت په غربي مملکتونو کې دی .
د خدای رحمت پراخه دی، ټوله ځمکه کې دی.
مهاجرت باندې خدای بندیز نه دی لګولی،که غواړئ لاړ شئ په مخه مو ښه او که بیا خپل وطن ته راځئ، نو هم راشئ او په مینه راشئ…..او چې پاکستانی، هندیان، بوسنیایان، فیلپینین، سومالیان، او داسې نور خپلو ځانونو سره او نورو خلکو سره کومک کوي، نو زه وایم چې د افغانستان بچی بچی به همداسې وکړي او چې نور خلک يې کوي، نو مونږ يې ولې ونکړو؟
د خارج سفر سختۍ لري….که هر څنګه شي، مسافري ډیر مشکل کار دی…که مونږ د ځان سره ډیرو نورو ازغو چې په پونده کې دننه مات وي او د هغه ستن په ارمان وي چې کله به يې د کلي په کوڅو کې په پښه کې ازغی لاړ، نو مور به يې ترینه ډیر په مینه وویستو، خو د ترکیې په یخه یخنۍ، توپان ولګه او تنده د مسافرو نه د خپلې خپې د ازغي درد هیر کړی….
زه تاسو سره د یو خطري کانټینر کيسه شریکووم…… دا کانټینر چې د کشتۍ په لاندې منځل کې ایښی وي او له مهاجرو نه ډک وي او دا کانټینر د بټن په ذریعه مکمل په هغه وخت کې لاندې اوبو ته اچول کیږي کله چې قاچاقبراو د کشتۍ په پرسونل پولیس چاپه واچوي…
اروپا او امریکا ته ټوله دنیا روانه ده…مونږ باید هیڅکله د مهاجرت مخه ونه نیسو …په امریکا او اروپا کې چې کوم پاکستاني، میکسییکایان، او هندیان دي هغوی په میلینونو ډالر بیرته خپل ملک ته رالیږي…دا پیسې ملت ته په اقتصادي کچه ډیره ګټه لري…. که لنډ مهال ورته فکر وکړو، نو اوس د زیاتو خلکو مهاجرت افغانستان ته فایده نه رسوي…
د امنیت له نشتوالي سره سره یو انسان په زوره خپل ملک نه مه لیږئ او مه يې د راغوښتلو ژمنه کوئ او که بيا تلل خامخا وي، نو د قانوني تګ لارو ګودرو باندې فکر کول هم اړين دی!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي