67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

خر هماغه خر دی؛ خو کته یې بدله ده!

اجمل ستانکزی

[pukhto]
پاکستان کې چې کله د پوځ ضیالحق راغی نو افغانان یې د مجاهد په نوم د خپل دولت په ضد وجنګول. بیا چې د مسلم لیګ نوازشریف راغی نو د مجاهدینو پواسطه یې کابل لوټه لوټه کړ. بیا چې د خلکو ګوند یا پیپل پارټۍ بینظره راغله نو د ټالیب پواسطه یې افغانستان د وحشت تورې دورې ته وروغورځاوه. نن یو شمیر ساده افغانان د عمران خان خبرې ښکته پورته کوي او وايي چې دی کیدای شي له افغانستان سره صادق وي. خپله دا خبره بیا درته تکراروم چې تر څو تاسې غلطیږئ خلک به مو همداسې غلطوي. هر مشر یې تاسې تل په نرمو خبرو غلط کړي یاستئ خو په عمل کې یې هر مشر د افغانانو وینې توی کړي.
تریخ حقیقت دا دی چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پوځ په لاس کې ده. خو که دا پالیسي د ملکي حکومت په لاس کې هم وای بیا به هم د افغانستان په تاوان وه. که دوی هر څومره هم خپلو کې وران وي خو په داسې ملي مسایلو کې بیا ټول یو وي. هغه متل دی چې وايي د سپیو کور په کور دښمني وي خو خوار فقیر ته ټول یو شي.
د پاکستان ستاسې په اصطلاح هغه ښه سیاستوال هم لږ تر لږه داسې افغانستان غواړي چې په بهرني سیاست کې خپلواک نه وي او له نړۍ سره د پاکستان په خوښه او پاکستان له لارې رابطه ولري. یعنې داسې یو افغانستان چې د پاکستان لاسپوڅی وي، په نړیواله کچه د پاکستان د هر اقدام ملاتړ وکړي او په سیمیزه کچه د پاکستان ملي ګټې خوندي کړي او د پاکستان په ملاتړ له نورو هیوادو (هند) سره ان جګړې ته سرتیري ولیږي. دا د پاکستان هغه کمه غوښتنه ده چې نه پاکستانۍ پوځي او نه هم پاکستانی سیاستوال ترینه تیریدای شي. هغه غټه غوښتنه یې دا ده چې افغانستان دې د دوی مستعمره وي. البته مستعمره د یوویشتمې پيړۍ په مطابق د کانفډریشن یا ورته یونین په شکل داسې چې د پاکستان رسمي برخه به نه وي خو د پاکستان تر کنټرول لاندې به وي.
پاکستان به تر هغه په افغانستان کې خپلې شر اچونې ته دوام ورکړي تر څو چې یې لږ تر لږه هغه کمه غوښتنه نه وي ترلاسه کړې. ځکه نو د افغانستان په اړه د پاکستان هره نرمه خبره د افغانانو د غلطولو لپاره یو دروغ ده. هغه افغانان چې د پاکستاني مشرانو دغه نرمې خبرې له نورو سره (که د معلوماتو لپاره هم وي) شریکوي، په حقیقت کې د خپلو افغانانو د غلطولو لپاره د پاکستان پروپاګند خپرولو سره مرسته کوي. دا کار خپلې پښې په تیشه وهل دي.
مونږ باید نور د پاکستان په هیڅ ډول نرمو او پستو خبرو او نمایشي کارو غلط نشو. مونږ مجبور یو چې د پاکستان سره په همداسې دښمنۍ کې خپل هیواد په پښو ودروو. ځکه پاکستان خپل څنګ ته یو خپلواک او قوي افغانستان نشي لیدلای او د افغانستان په څنګ کې یو قوي پاکستان لکه دا اوس زمونږ په تاوان دی. د پاکستان اهداف داسې دي چې هغوی مونږ خپلواک او قوي نشي لیدلای. ځکه نو هغوی مجبور دي چې په نرمو خبرو مو غلط کړي خو په عمل کې هغه څه وکړي کوم چې د افغانستان د کمزوري کیدو سبب کیږي. ځکه نو د پاکستاني سیاستوالو په خبرو مه غلطیږئ ځکه خر هماغه خر دی صرف کته یې بدله ده.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د دښمن ننداره
پولن دیوي، د هند بلواګره ملکه
پلار
ښکار
ستاینلیک
هسې یوه خبره مې کوله
د اکبر پاچا عبادتخانه
جرم او جزا

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2018
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Jun   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /