خلیل جبران ته

اکمل نېکبین
دا نړۍ زمونږ له هېلو او امیدونو سره په هغه اندازه ابدي رشتې لري؛ لکه تا چې له ماري هسکل سره لرلې، دا نړۍ یوازې د ماري هسکل په څېر په ځینو انسانانو اباده ده. کني لا وخته به ډېرو د اجل شراب تر ستونې تېر کړي وای.
خو په اصل کې دا انسانان ژوندي دي، یوازې یې ارواه ګانې خاورې شوي..
ته د خودکشۍ په هغه گړنگونو او سیندونو ور گډ شوې، چې د خپل اندرون له کیفه بې خبره پاتې وې.
نړۍ دې ونه لیدله، نړۍ ستا پر تماشه ده، هغه وخت دی، د کوم وخت په لټون پسې چې تا سینه څیرله، هغه وخت دی، چې بیرته بوسټن ته ستنیږې، او د ژورفین سره مو لومړی کاته کیږي.
نړۍ دومره د محبت پر ډالیو نه لمانځېدله، یوازې د ځان معرفت مو تر ابدي خوب بسنه کوله.
زه وېرېږم، چې ستاسو په برخلیک روږدی نه شم، خوشحاله پر دې یمه چې له تاسو سره مې پیژندګلوی شوی، تاسو مې درک کړي یاست، ستاسو پر اندرون کې پرته خاموشي ما د ژوند ښه او بدو ته هڅوي.
یوه تیاره مې څراغ جسم ته د لمر غروب ښایي، په تعبیر باندې یې پوی نه یم، هسې نه چې په ځانځانۍ کې یې نامه پر زوره واخلم، او هغه څه پیښ شي، چې له پېښېدلو یې مونږ دواړه وېره لرو.
تر هغې چې زمونږ په ارواه ګانو کې د بې خودۍ جسدونه ناڅي، د خوښۍ او بدۍ توپېر به په څه وکړو؟
خلیله! ته نه یې خو ستا په څېر زرګونه نور انسانان په ځانځاني عذاب روږدي دي، ماري نشته، خو ډېرې نورې شته چې د خپل غرور او د حسن په ډاډ د نورو ژوند ته بد زیري لري.
تبصرې
تبصرې بندې دي