خوزه اچهخارای- د نوبل څلورم ګټونکی

ژباړه: مير احمد ياد
[pukhto]
خوزه اچه خارای د هسپانیه د نولسمې پیړۍ مشهور ډرامه لیکونکی و، د نوبل د ادبیاتو د لړۍ څلورمه جایزه په 1904 ز کال کې د خپلو نندارو له امله له فریدریک میسټرال سره په ګډه اخیستې وه، خو د لیکوالۍ تر څنګ د خپل دور مهندس، ریاضي پوه او سیاستوال هم و.
خوزه د هسپانیايي ډرامو عالي سنتونه او ترکیبونه په خپل ځانګړي عصري قالب کې رامنځته کړل او رسمیت یې ورکړ.
دی د 1832 زکال د اپریل په ۱۹ نېټه د هسپانیا په مادرید ښار کې زیږیدلی و، پلار یې د پوهنتون استاد و، خوزه لومړی په انجینرۍ کې زده کړې وکړې او وروسته یې بیا په اقتصاد کې سند ترلاسه کړ. په تیر عمر سیاست ته ورننوت او یو ځل ټولګټو او بیا د مالیې وزیر پاتې شو.
تر ټولو مشهوره ډرامه یې (ای ګران ګالیوټو) نومیږي چې په نولسمې پېړۍ کې یې په میلوډرامايي سبک لیکلې وه.
نورې مهمې ډرامې یې په 1877 کال کې ( سینټ که میرمن؟) په 1895 کال کې (ماریانا) په 1898 کال کې( دي کالوم) او په 1990 کال کې ( ایلوکو دیوس) وې.
خوزه چي خارای د 1916 ز کال په سپتامبر په شپاړسمه نېټه دې هسپانیا په مادرید ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي