خوشاله شوم

عبدالرحمن ميوند
استاد هغه رهبر دی، چې ټولنه د ترقۍ او پرمختګ په لورې وړي، په نړۍ کې هیڅ داسې مقام نشته چې له استاد سره پرتله شي.
لومړنی ښوونکی مې پلار ؤ، د الف، ب، ت نه شروع، تر شپږ کلمو، لمونځ، کتابونه او داسې ډېر درسونه يې راته ښودلې.
يوه ورځ ستومانه له دندې د کور په لور راغی، زه يې وليدم چې فوټبال مې کاوه، اوله پوښتنه يې له مانه دا وکړه چې درس دې ويلی؟
– هو پلاره!
– فکر نه کوم، ته خو ټوله ورځ فوټبال کوې؟
له خاورو ډک لاسونه به مې په یخو اوبو ومینځل او مخته به مې اوبه تېرې کړې، کور ته به پلار سره روان شوم، کله کله به مې پوستکی وچاودېده، بيا به ترېنه د شپې په عذاب وم، مور به مې پښې او لاسونه په واسلینو راغوړول.
لومړنيو ټولګيو کې به مې خپل درسونه په مشرې خور ليکل، هغې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړې وې خو جهادي تنظیمونو د خپلمنځیو جګړو پر مهال له خپلو زده کړو څخه پاتې وه.
پلار جان به مې هر کله مونږ ته دا نصیحت کولو چې تل خپل درسونو ته ځیر اوسئ، لمونځ په وخت ادا کوئ.
هر شپه به يې زمونږ کورنۍ دندې لیدلې ،کوم وخت چې به رانه پاتې وه خفه کيده به او ویل به يې چې ته څه کوې؟ ولې خپل درسونه په وخت سره نه لیکې، ما به ورته په وازه خوله کتل، په غوسه به شو، چې اوس خوله وازه وازه مه کوه ؟
– ښه پلاره، نور درسونه په خپل وخت وايم او ليکم؟
– زه نه پوهیږم، چې ته څنګه کامیابېږې؟
– کوم درس چې تاسو يې راسره وایاست همدا زده کوم او آزموینې ته چمتو اوسم.
– نه تردې زیات کوښښ کوه
– سمه ده
هو نور مې خواري کوله، د ښوونځي درسونو سره مې شوق ډېر شو. د ثانوي زده کړو پر مهال پلار جان به تل راته د کانکور آزموينې بریالي کیدو ويل، د ښوونځي له فارغیدو سره سم کانکور آزموینې راورسیده، نتیجه يې منفي شوه خو پلار مې راته د تېر په شان بیا هم ویل چې اوس هم وخت شته کوښښ وکړه او ځان د راتلونکي کال کانکور آزموینې ته بشپړ چمتو که.
له یو کال راهیسې مې ځان پوره د کانکور امتحان ته چمتو کړ، پلار له دمې پرته راته د آماده ګۍ کورسونو، او د جیب خرچه راکوله او راته په خوشاله ؤ چې ګواکې داځلې به بریالی شي. د کانکور د نتیجه اعلانیدو پورې بیخي په تشويش کې وم.
نتیجه اعلان شوه، زما نوم په (ع) لیست کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون ليسټونو کې اعلان شوي ؤ، نور مې هم په تشويش شوم، په منډه منډه له کوره د پولیتخنیک پوهنتون دروازې ته لاړم، د خپل نوم لیسټ مې د دروازې له مسؤل نه وپوښته، هغې راته په ګوته وښود هغه د پخلنځي دیوالونه باندې ليسټونه ځوړند دي.
خو ليسټونه ډېر زیات ځوړند شوي ؤ، په بیړه بیړه مې خپل نوم لټوو زما په نوم ډېر کسان ؤ خو تر یوې ګړۍ وروسته مې وشو کولای چې خپل نوم د ولد په اساس پیدا کړم.
نتیجه مثبت ؤه، د ننګرهار پوهنتون وترنرۍ علوم پوهنځي ته بریالی شوی وم، له خدای ډېر راضي شوم چې زیار او کوښښونه مې بې ځایه نه لاړ ، کورته په خوشالۍ سره روان شوم، د دروازې زنګ مې له هیجان څو وارې وټنګاوه، دروازه خلاصه شوه پلار او مور مې ورخطا ولاړ و.
– پلاره بریالی شوم!
– ښه آفرین، کوم پوهنځي ته
– وترنري علوم پوهنځي ته هغه هم په ښه، نومرو
– ماشاءالله
– مننه پلاره، دا ټول ستاسو د ټينګار له امله
– خو ستاسو کوښښ او زیار هم اړین دی
– بلکل همداسې ده
– ودې نه ویلې چې کوم پوهنتون ته؟
– ننګرهار
– دا خو د ټولو نه ښه شوه، نو څه وخت دې درسونه شروع کیږي
– شپږ میاشتې وروسته
– هغه ځای ډېر ګرم هم دی.
– هو،
له شپږو میاشتو وروسته پوهنتون لا نه و شروع شوی چې زه د نوم ثبتولو لپاره لاړم، د پوهنتون د شروع کولو سره ټول اداري کارونه مې خلاص کړ.
د ماما زامنو سره په ګډ یو اطاق کې اوسیدم تل به مې دوی هم زدکړو ته هڅول، لومړي ټولګي لا نه و خلاص چې پلار جان راته یو بل دروند مسؤليت هم راپه غاړه کړ. د دویم ټولګي په شروع کې مې واده وکړ او یو نوی ژوند مې د یو ناپیژنده کس سره پیل کړ.
میرمن مې په کابل کې د کور ترڅنګ په یو دولتي ښوونځي کې خپلې زده کړې کولې او زه په ننګرهار کې د پوهنځي درسونه ته مصروف وم، له پوهنځي نه د فارغیدو سره د خدای پاک یوه ښکلې ډالۍ لور هم راکړې وه، د درې کلو وروسته د ديپلوم دفاع ورځې رانيژدې شوې .
پلار جان د خپلو ملګرو سره دوبۍ ته په چکر تللی و د رارسیدو سره مې سم ورته تیلفون وکړ.
– سلام پلاره، ستړی مه شې، په خیر راغلې!
– سلام زوی جانه، هو په خیر راغلم
– ښه شو چې په خیر راورسېدې
– څو ورځې وروسته مې د ديپلوم دفاع ده؟
– ښه ماشاءالله
– نو سیمنار ته دې آماده يې
– هو
– سمه ده زه هم درځم او يوه ډالۍ هم درته لرم
– خدای مو راوله ته مونږ ته تر هر څه غوره يې
د سمینارونه ورځ راورسېده خو زه دې راپیښې ناروغۍ له امله دوه ورځې وځنډيدم، خپل سمینار مې بشپړ کړ د ژورې هیات په موجودیت کې سیتج ته ودریدم او سمینار مې تر ټاکلي وخت پورې په بشپړه ډول تشریح کړ، د ژورې هیات او رهنما استاد لخوا راته د DVM په بریالي کیدو تبریکي راکړل شوه.
د سمینارونو له تالاره د خپلو ټولګیوالو، خپلوانو، ملګرو سره د پوهنځي مخته ووتلو ګورم چې تر شا مې خپل قدرمن استاد چې ددې پوهنځي یو پیاوړی استاد او رئیس هم پاتې شوی ؤ ولاړ ؤ، د لاسونو په ښکلولو سره مې ترې ددې پنځه کلنې دورې ټول زحمتونو مننه وکړه، د پلار جان په سترګو کې مې خوښي لیدله، استاد زما پلار ته وویلې زه تاسو پیژنم، خو تاسو لکه چې زه و نه پیژندم؟
– وبښی زما ذهن ته نه راځې
– فکر کوم له ما سره ډيپلماسی کوي
– هههههه
– تاسو ددې وطن یو رښتینی او خدمتګار انسان یاست، مونږ په تاسو ویاړو
– ډېره زیاته مننه کوم ښاغلی استاد دا ټول ستاسو د زحمتونو نتجیه ده، ښاد او آباد اوسئ
– مونږ ډېر داسې کسان لرو چې ستاسو د زوی په شان سمینار نه شي وړاندې کولای!
– ډېره مننه، تاسو ددې معنوي پلار یاست پاک څښتن تعالی دې تاسو ته ډېر عمر درکړي او ددې کړيدلي وطن ته د لا خدمت جوګه اوسئ.
– مننه انجینر صاحب
یوه اونۍ وروسته د فراغت غونډه د همیشه بهار هوټل کې نمانځل کېدله، ډېر کسان راغلي ول ان د پښو ځای نه لیدل کیده ټول دوستان، خپلوان، ملګري هم و، د پوهنځي او د پوهنتون استازو خبرو وروسته د فراغت ستاینلیکونه او د مسلک مربوط کتابونه ډالۍ شو.
د پروګرام وروستۍ برخه کې د ټولګي پنځه کسانو لپاره ځانګړي تقدیر نامې ویشل کیدلې حیران او دریان وم چې دا به کوم کسان وي.
تر دوه دری کسانو وروسته زما نوم هم اعلان شو .
دا نو هغه ځانګړي تقدیر نامې وې چې خپلو درسونو ته ځیر، خپل وخت ته ارزښت ورکوونکی، اداري پرسونل، استادانو او ټولګیوالو سره د متقابل احترام، په اساس ورکول کېدې.
د پلار جان ددې تقدیر نامې په آوریدلو او کتلو له سترګو اوښکې روانې شوې او د زړه له تله يې پر مخ خوښي را څرګنده شوه چې واقعآ خپله دنده مې د زوی په تربیه کې په بریالیتوب سره سرته رسولې او راته يې وویل: د ژوند په ټولو چارو کې راته همداسې بریالی اوسې. ماترې هم مننه وکړه.
اوس نو هغه وخت رارسیدلی چې زه په خپله د خپل مسلک په اړوند د هیواد ګوډ ګوډ وترنري علومو پوهنځیو محصلینو ته مسلکي زده کړې ورکوم او کوښښ کړم چې دوی په نظري او عملي توګه ورسوم، خپلې مسلکي تجربې ورسره شریکې کړم.
سهار د دندې راسیدلو سره مې د فیسبوک پاڼه خلاصه کړه. ګورم چې آغلې ډاکټر مرسل نبرد راته لیکلي و: ډاکټر صاحب، ستاسو هڅې، زیار او کوښښ د محصلینو ترینګ په برخه کې نه هیردونکی دی نو په دغه هيله تاسو ته د استاد ورځ مبارکي وایم د خدای ج څخه درته د دنیا او آخرت ښېګڼې غواړم.
خوشاله شوم، له ځان سره مې وويل: چې ځه ډاکټره محصلين درنه خوشاله دي.
لږ وروسته بيا مسيج راغی، ومې کتلو: استاده مونږدرسره مينه لرو….
تبصرې
تبصرې بندې دي