67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

خپل ژوند جوړ کړه!

رضاءالله مالکزی

[pukhto]
ژوند کول زده کړه، ځکه که ژوند کول زده نه کړې؛ نو ژوند به ونشې کړی، هېڅکله به ځان د ژوند نه تابع کوې، بلکې ژوند به د خپل ځان تابع کوې. که په ژوند کولو کې له ستونزو سره مخ شوې، مقابله ورسره وکړه، چې په ژوند کولو کې کامياب شې، که د ژوند کولو په لاره کې وغورځېدې؛ نو خپل همت له لاسه مه ورکوه، ځکه غورځېدل کمزوري نه ده، بلکې تر غورځېدلو وروسته نه پورته کېدل کمزوري ده.
له ژوند سره دی مينه وکړه، ځکه چې ژوند يوه ستره الهي ډالۍ ده، له ژونده دې خوند واخله او په خپل ژوند کې وروسته والی، نابرياليتوب، ماتې او ناهيليتوب ته هېڅ ځای مه ورکوه، ځکه چې دا دی په ژوند کولو کې له ستونزو سره مخامخ کوي، مه ناهيلې کېږه، ځکه هيلو ته رسېدل اسانه دي که غواړی چې هيلو ته دې ورسېږی؛ نو هڅه او کوشش وکړه او د هیلو په نوم هېواد ته شته د مسافرۍ لار ووهه !
په ژوند کې مه وروسته کېږه ځکه په ژوند کې ستا يو قدم وروسته کېدل دې له بريا څخه سل قدمه وروسته کوي، په ژوند کې دې چې تر څو د ناکامۍ خوند نه وي څکلې نو د کاميابۍ په خوند نه پوهېږې. که غواړې چې په ژوند کې دې پرمختګ وکړې، نو په اوسني ژوند کې دې منفي نقاط له منځه وېسه او د منفي ټکو پرځای مثبتو ټکو ته وخت ورکړه.
خپل ويده ځواک دې له خوبه راپاڅوه او غږ ورته وکړه چې راوچت شه؛ که ستا په غږ راوچت نشو؛ نو بيا یې وخوځوه او که بيا هم راوچت نشو نو ویې وهه؛ خو مه پرېږده چې ستا ويده ځواک همداسې ويده پاتې شي! که ستا ځواک همداسې ويده پاتې شي؛ نو ته به هېڅکله په خپل ژوند کې پرمختګ ونه کړې او که خپل ځواک دې راویښ کړ؛ نو ته کولای شی په دغه خپل ژوند کې پرې بدلون راولې او پرمختګ وکړې.
آيا ته پوهېږی؛ ستا څومره ماغزه دي؟ آيا پوهېږی ته! چې ته په دې ماغزو سره څه – څه کولای شې؟ آيا پوهېږی ته! هغه نور خلک چې په ژوند کې يې پرمختګ او کاميابي لاسته راوړې ده څومره ماغزه لري؟ آيا پوهېږی ته! چې ستا او د کامیاب يا پرمختللي کس ترمنځ څه توپير دی؟ آيا پوهېږی ته! څنګه کولای شې چې خپلو هيلو ته ورسېږې او په ژوند کې کامياب شې؟
ته له ۱۳۸۰ نه تر ۱۴۰۰ ګرامو پورې ماغزه لرې، ته په دغو مغزو باندې کولای شی چې په خپل ژوند کې پرمختګ وکړې او کاميابۍ ته ورسېږې. هغه خلک چې په ژوند کې کامياب شوي هغوی هم ستا په شان ماغزه لري. ستا او د کامياب کس ترمنځ فرق په دې کې دی چې هغوی له خپلو مغزو پوره او سالمه ګټه اخيستې ده.
که ته هم غواړې چې خپلو هيلو ته ورسېږی او په ژوند کې کامياب شې، نو له خپلو مغزو څخه دې سالمه او پوره ګټه واخله له کاميابو شخصیتونو سره رقابت وکړه؛ خو سالم رقابت، هغه خلک چې خپلو هيلو ته رسيدلي هغوی نه دومره په سختۍ او نه دومره په اسانۍ رسيدلي، هغوی له خپلو مغزو پوره ګټه اخيستې ده، نو بيا هم درباندې غږ کوم ويده ځواک دی ويښ کړه او په خپل ژوند کې کاميابي ترلاسه کړه؛ خپل ژوند جوړ کړه، که خپل ژوند په خپله جوړ نه کړې؛ نو بل څوک ستا ژوند نشي جوړولای!

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

د مازیګر بڼدار دوه ویشتمه ناسته وکړه!
چپلکې
کرکټ بورډ ما سره زيات ظلم کړی
غواړئ خوشاله کورنۍ ولرئ!
اوتيزم/ Autism
د پيل تر پښو لاندې
د مازيګر بنډار نهمه ناسته وکړه
زما د اميد ګل

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

دسمبر 2018
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Oct   Jan »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /