خیام یوسفزی د تخليقی قدرونو پاسبان
صابر شینواری
[pukhto]
چې د خړپوڅو نه راووتمه
وړومبی قدم مې ستا په لور واخیسته
خیام یوسفزی هغه شاعر دی چې په یواځې ځان یې د شعر د کار پورې تړلي ډیرو اړخونو ته ځان وقف کړی دی. هغه شاعر دی او د پښتو خدمتګار دی. د هغه شعري مجموعه جام جنون او جانان زما په لاس کې ده. د هغه د شعري تخلیقاتو د لوستو نه پس زه دې نتیجې ته ورسیدم چې د اشارو، کنائو او تشبیهاتو په استعمال یو سړی شاعر کیږی. د استعارو او مجاز په کارولو یې درجه پورته کیږی او د علامتونو په استعمال ترې د لویې درجې شاعر جوړيږي. د لويې درجې شاعر ځکه د اهمیت قابل وي چې د ژبې او کلچر ډیر اړخونه تقویه کوي او مسلسل جمالیاتی ضرورتونه پوره کوي.
د ادب او ژبې خدمت د کلچر خدمت دی او د کلچر خدمت د تهذیب د خوریدو او نشو نما سبب ګرځي. ثقافت culture او تهذیب civilization په حقیقت کې د یو شي دوه اړخونه دي. کلچر د یوې خاورې او جغرافیې سره تړلی وي ځکه خو حرکت نه کوي. کلچر د هغه مخصوصې جغرافيې ټولو ادبي، معاشي، سیاسي، اجتماعي او اقتصادي لاسته راوړنو تصویر وي او د ټولو تخلیقاتو مجموعه وي. تهذیب ددې کلچر خوشبويي او رنګ ته وايي چې په شا او خوا کې خوريږي او په نړیواله سطح د نورو تهذیبونو سره تصادم کوي او مخ کيږي.
د تهذیبونو ددې یوځای والي نه یو نوی نړیوال تهذیب وده مومي او د هر مضبوط کلچر د تهذیب رنګ پکې ډیر واضح کیږي. ډاکټر وزیر آغا یې د ګل او خوشبو په مثال کې واضح کوي. ثقافت culture ګل دی چې د بوټي په ذریعه د خپلې خاورې سره تړلی دی او تهذیب civilization د ګل خوشبويي ده چې د چمن په دیوالونو هاخوا اوړي. که ددې خوشبويي شاته مضبوط او تخلیقی کلچر موجودوي نو د خوشبو د راتګ سلسله به جاري وي او تهذیب به ورځ په ورځ لا توانا کیږي. او که د یو کلچر تخلیقی قدرونه ضعیفه وي نو د تهذیب د زوال سبب ګرځي. یعنې تهذیب هغه عمل دی چې د کلچر په توګه تر لیرې لیرې رسي. د کلچر په توګه هغه له ځمکې سره تړلی دی او حرکت نه شي کولی او د تهذیب په حیث له ځمکې نه ځي او تر لیرې لیرې سفر کوي. شاعر چونکه د تخلیقی قدرونو پاسبان دی نو ځکه د اهمیت او حیثیت قابل دی.
دا غم د غم دپاسه ما نه چورلي
که حادثه کړي حادثې نه طواف
خیام یوسفزی سره ددې چې د شعر د تخلیق عام لوازمات پیژني او د شعر ضروري استکاري یې زده ده مګر بیا یې هم د خپلې لارې نه انحراف نه دی کړی. یعنې د شاعرۍ له دعوی سره یې بله کومه دعوی نه ده کړې چې دا یو ښه عمل دی. هغه په خپل دې خوی ددې غلط رجحان نفې کړې ده چې ځینې ملګري د شعر عام صنعتونه، شعري درایت، د ادب تاریخ او د کلاسیک ادب مطالعه ترلاسه کړي نو د نقاد کیدلو شوق ورسره پیدا شي. حال دادی چې دومره پوهه او مطالعه خو د یو عام شاعر سره هم وي چې شعر څنګه وليکي، څنګه یې برابر کړي او څه ووايي. یا دا چې پخوا کوم شاعران تیر شوي او څه یې ویلي. د کوم شاعر چې دا ضروري استکاري نه وي زده نو هغه خو بیا ډیر بیکاره شاعر دی.
مراتب په ځینو ځینو پسې ګرځي
ځینې ځینې خلک وي په مرتبو بوج
د خیام یوسفزی بله خوبی دا ده چې مسلسل تخلیق کوي او په کتابي صورت کې یې مخې ته راوړي. هغه هیڅکله په کومه مجله یا فیس بوک وغیره څه ګډ وډ شیان نه لیکي او نه د تنقید په نوم تنقیصي لیکونه کوي. د پښتو ادب یو غم دا دی چې ځینې نوخیزه ښاغلي په فیس بوک یا مجلو رسالو کې د نیم مخ ګډې وډې الفاظ نامې وليکي او بیا ورته ناست وي چې څومره تبصرې پرې وشوې او ورسره زما ادبي قد څومره پورته شو. دا یو ډیر قابل رحم حالت دی. د تنقید ټکی دومره عام شو چې هر دویم دریم شخص د نقاد کیدلو خواهشمن دی. حال دا دی چې د تنقيد دا شوقیه حضرات هغه کسان دي چې د شعر، فکشن او نورو ادبي اصنافو هغه ضروري پوهه ورسره ده کومه چې د هر عام شاعر ادیب سره وي. ددې عامې پوهې په بنیاد د نقاد کیدلو دعوه په هر لحاظ باطله ده او مضحکه خیزه ده.
ډیر وخت دا شوقیه نقادان حضرات شاته ډلې ټپلې هم لري چې دوی ته پوهان وايي او د یو نقاد په حیث یې د پیش کولو دپاره کیمپین کوي. اوس که دا د عامې پوهې خاوندان خامخا نقادان کیږي نو بیا به قلندر مومند په کومه کاته کوې ودروو. هغه ته خو بیا نقاد اعظم ویل پکار دي. او که ارسطو، ایلیټ وغیره خبر شو نو هغوی به د نقاد اکبر ټکی خپلوي.
مونږ نه که وختونو حجره واخیسته
پیغلو هم د ټول عمر ګودر بایلو
د خیام یوسفزي بله خوبی دا ده چې د کلاس ښه ژوره مطالعه یې کړې ده. د هغه کلام زما په دې دعوی دال او ګواه دی. دې مطالعې د هغه کلام ته درنښت او سنګيني بخښلې ده. هغه خوشال، رحمن، حمید، غني او قلندر لوستي دي او د دوی د فن خوشه چیني یې کړې ده. دده په دې لومړۍ شعري مجموعه د کلاسیک ادب خصوصا د خوشال بابا رنګ ډیر غالب دی. که هغه د بلې شعري ټولګې سره ځان ددې حصار نه راوباسي او خپله د اظهار ژبه او تخیل د جدت په رنګ ښائسته کړي نو بیشکه چې هغه د پښتو ادب یوه قیمتي اثاثه ده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي