دانشور- لنډه کيسه
صابر شينواری
[pukhto]
زه خدای خبر کله پيدا شوی يم؟ خو دومره پوهېږم چې پيدا شوی ضرور يم. ځکه چې هره ورځ عذاب تيروم او ژوند سزا راکوي. زه نه عالم يم چې فتوای ګانې به ورکوم، نه دانشور يم چې د من اينم و من آنم غم به راسره وي، نه د ښار حاکم يم چې په سر کې مې دا هوا لګي چې دا ټول خلک يواځې زه په لار کولای شم. بلکې زه خو يو معمولي بنده يم کوم چې له عامې څهرې سره په لارو کوڅو کې ډير پيدا کيږي او هره خوا ګرځي راګرځي. نو ځکه د عام سړي خير خواه يم او احسانمند يم .
ما چې دا خبرې هغې ته وکړې نو هغې ته په رښتيا دانشور ښکاره شوم. حال دا چې ما غوښتل چې زه ورته نه عالم ښکاره شم او نه کوم فلسفي. بلکې ددې په ځای ورته يو عام ساده باده عاشق ښکاره شم کوم چې د زړه له تله مينه کوي او د ميړه نه زيات يو خدمتګار ښکاري. سره ددې چې ما کلکه پتييلې وه چې نور به د علم په خبرو کې لاس نه وهم او تش د مينې محبت خبرې به کوم خو بيا هم له ما نه هغه زړه غلطي وشوه.
هغه يوه ښکلې او بې انتهاء معصومه نجلۍ ده او له ما سره په يو دفتر کې کار کوي. د هغې د کار ميز ما ته مخامخ دی نو ځکه د هغې په ديدن کې ما ته نه کومه ستونزه شته او نه د کومې بهانې ضرورت. زه چې سر ښکته کوم نو هم يو ځل هغه وينم او چې سر پورته کوم نو هم په ډيره آسانۍ زما نظر په هغې پريوځي. بلکې اوس خو ما سره دا غم دی چې له ډيرې پيدايې چرته هغه ناپديد نه شي. زما پوره يقين دی چې که زما په ځای بل هر لفنګ هغې ته مخامخ شي نو هغه به ترې بې پروائي اختيار کړي. ځکه چې يو خو ما هغې ته په چل چل کې د دفتر تمام کارکونکي سپک کړي دي او بل مې تر اوسه په کاميابۍ سره د هغې د ټولو ګډو وډو پوښتنو مناسب جوابونه ورکړي دي. فلهذا هغه دې ته ضرورت نه لري چې بلې خوا ته سترګې واړوي. زما اعتماد دومره زيات دی چې که له ما نه کوم ښائسته کارکونکی هم د هغې ميز ته ودريږي نو هغه به ورته لاسليک وکړي خو نور اهميت به ورنکړي. نو ځکه زه هم په پوره اطمينان خپل کار کوم او هر وخت د هغې د حفاظت په خاطر نيغ نيغ نه کيږم. دې مسئلې دا لاره هواره کړې چې زما د مينې کيسه تر اوسه پټه پاتې شي او په دفتر کې ګونګوسي پيل نه شي.
زه د هغې وړومبنی عاشق نه يم خو له هغې سره بې انتهاء مينه کونکی د ځمکې په مخ آخري عاشق ضرور يم. اګر چې زه ډير هوښيار سړی نه یم خو پته نشته چې کله هم زه يوې نجلۍ ته مخامخ شم نو دا د دانشورۍ خبرې زما په خوله کې د کومې خوا نه راشي؟ زما دې عادت ما ته ډيرې ستونزې هم پيدا کړي دي. مثلا نجلۍ په ځای ددې چې له ما نه پوښتنه وکړي چې ته له ما سره څومره مينه لرې؟ ډير وخت داسې پوښتنې کوي. ” ستا په نزد سقراط لوی فلسفي دی که ارسطو؟ ” يا دا چې ” د حديثو وړومبنی ترتیب شوی کتاب کوم یو دی ؟”. په دې وخت کې زما حالت د کتو قابل وي ځکه چې په يو وخت کې کله زه ادیب شم، کله مؤرخ شم، کله عالم او کله يو سياستوال. دا خو ښه ده چې دا په زده کړه مئينه نجلۍ کومه محققه نه ده ګنې اوس به يې دا پوښتل چې د هټلر د هولو کاسټ کيسه رښتيا ده که دروغ؟ خبره دا ده چې زه دې ته نه يم خفه چې په عشق مې د دانشورۍ رنګ غالب دی او محبوبه مې د ليډي ډيانا نه زياته اِنګلا مِرکل ښکاري. بلکې زه خو دې غم وړی يم چې په واړه عمر کې د دانشورۍپه شوق کې چرته بې آبرو نه شم. اګر چې په دې سيمه په واړه عمر د دانشورۍ اونقاد کيدلو شوق ښه په زور کې دی.
زمونږ دفتر چې د ښار په کومه برخه کې دی هغلته مخامخ يو د قصاب دوکان دی، يو د کتابونو والادی او ورسره په خوا کې د حج او عمرې د ټکټونو دفترګوټی دی. خو زه نه دلته په کوم کتاب پسې راوتلی يم، نه مې د قصاب سره څه کار شته او نه حج ته ځم. زما دلته بل کار دی او هغه دا چې زه دلته د ويښتانو د سمولو دپاره راغلی يم. د کله نه چې زما د نجلۍ سره راشه درشه زياته شوې ده نو د نائي کار زيات شوی دی ځکه چې هره دریمه ورځ ورسره زه حاضري لګوم او په ځان ګوتې وهم. نايي کوم دکان نه لري بلکې د سړک په غاړه یې د پيپل د ونې په يخ سيوري کې چوکۍ او آئینه لګولې ده. هغه چې سړي ته ږيره او سر جوړوي نو د دنيا جهان کيسې ورته هم کوي او په آخر کې ورته د خپل خیرن جيب نه د راويستلي سرخي او پاوډر په سامان سينګار هم کوي. خو دا سينګار هغه هر چا ته نه کوي بلکې سړي سړي ته ګوري. زه چونکې د يو دفتر په دروازه وځم ننوځم نو هغه پيژندلی يم نو ځکه په ما د هغه دا خصوصي پيرزوئنه ده چې رنګ رنګ پاوډر زما په مخ پورې مږي او زما د ښائسته کولو کوشش کوي. د ګاهک په بدليدو د هغه د کيسو موضوعات هم بدليږي او د لهجې رنګ هم. خلک دې ته منافقت وايي خو زه ورته کاروباري ضرورت وايم. زه چې کله هغه ته کښينم نو هغه راته د حکومت د بيلابيلو مامورينو کيسې شروع کړي چې څنګه هغه خپلو کورونو ته بيايي او هلته د لويو لويو خلکو ويښتان سموي او د هغوی نه د سيمې د حالاتو او حکومتي چارو په هکله رازونه اوري. يو دوه کسه غټو خلکو خو ورته خپل د ټیليفون نمبرونه هم ورکړي دي چې کله ضرورت شي نو هغه ته دې خبر ورکوي. د ځينو ځینو خو د خپلو ښځو سره د تاو تريخوالي او د بهر د ښځو سره د ناسمو اړیکو نه هم خبر دی. نايي ته له ما نه علاوه قصاب، د کتابونو والا او د عمرې د ټکټونو والا هم راځي. يو د زلوبو پکوڼو والا او يو د جمات ملا امام هم کله کله ديخوا پیښه کوي. زما خوش قسمتي دا ده چې د نايي سره سره ددې ټولو حضراتو بيان بازي، جهان بيني او د علم او پوهې خبرې هم اورم او زما په معلوماتو کې مسلسل اضافه کیږي. دا ټول حضرات هم د دين عالمان دي او هم د دنيا. ملا چې کله خپل دروغ درب شروع کړي نو ته به وايې که ددې دور ابن خلدون ته مخامخ ولاړ يم او قصاب چې د خبرو په منځ کې د خپلې ايماندارۍ قسمونه وخوري نو بيا د خپل پنځم ټولګي پورې د لوستي مکتب د ذهانت کيسې شروع کړي. هغه ظالم څه زده کړي لغتونه داسې استعمالوي ګويا هغه د زمانې ستم ځپلی هغه يواځنی تعليم يافته زلمی دی چې د حالاتو جبر د قصابۍ تختې ته ودرولی دی.
د کتابونو والا شخصيت هم يوه بيله دنيا ده. هغه تر دويم ټولګي پورې مکتب ته د تګ شرف حاصل کړی دی خو په خوي بوي ځان د تعليم يافته خلکو نه کم نه ګڼي. هغه د کتابونو د خرڅولو سره سره شاعري هم کوي او هر کال د خپلې عظيمې شاعرۍ يوه يوه مجموعه چاپ کوي او په خپل دکان کې یې کله په زوره او کله په زاريو خوشامندو په خلکو خرڅوي. ورسره غلي غلي د ليک دپاره هم سپارښتنه کوي. هغه يو نالوستی سړی دی خو د دنیا تمام لوستي شاعران د هغه په مخکې هيڅ دي. هغه وايي چې د ادب دکار دپاره د علم څه ضرورت؟!!!. هغه په دې خبرې پسې نه ګرځي چې د يو عالم او يو جاهل سړي په فن او رايه کې څومره فرق وي.
د دوی دا خبرې کله زما د غوږونو د يوې خوا نه تيريږې او کله د بلې خوا نه خو کله چې نايي هغه ورځ دا انکشاف وکړ چې نن ورته د ښار نوموړي عالم حج ته د يو ځای تلو بلنه ورکړې ده او خرڅ خراجات هم هغه پخپله غاړه اخلي نو ما ته سخته غوسه راغله. دومره دروغ هم سړی وايي لکه دی يې چې وايي. زه يې په اوريدو شرمیږم او دا یې په ويلو نه شرميږي. دا خيرن نايي څوک کور ته بيايي چې کله د قينچي سره د سړي نه غوږ غوڅوي او کله شونډې. ما ته نايي او د نايي ملګري ټول د دانشورانو هغه ډله ښکاره شوه چې په هره مسئله خبر دي او د هر فن ماهرين دي. دوی هر يو من و او هر فن مولی وو. يوه ورځ هم پکې چا ونه ويل چې زه په دې خبره نه پوهیږم، يا دا خبره زما د وس نه بهر ده. هغه ورځ شوه او دا ورځ شوه بيا د نايي خوا ته نه يم ورغلی او نه مې د سيمې د سياست او علم و فن په هکله د هغوی چټيات اوريدلي دي.
[/pukhto]
ڈیرہ زیاتہ سبق آموز۔۔۔۔