دوه راډیوي ډرامې

سهار ګل احساس
[pukhto]
هغه وخت کوچنی وم، خو یو څه مې په یاد پاتې دي، مشر تره به مې خپله راډیو د کټ په پښه کې ځړولې وه، امساه به یې د کټ په لنګه کې نېغه درولې وه، زموږ د شور په وخت به بیا استفاده ورنه کوله، خو تل به یې د اوړي د غرمې شا او خوا درې بجې د راډیو خوا نیولې وه.
هغه وخت موږ د رسنیو په نومونو لا نه پوهېدو او نه مو هغه خبرې او کیسې په خپله ګټه ګڼلې، کومې چې په راډیو ګانو کې چلېدې، کلونه وروسته په دې پوهه شوم، چې تره مې ولې راډیو تل له ځان سره ساتله.
هغه به د نوي کور نوي ژوند ډرامه اورېدله، هغه وخت دومره راډیوګانې نه وې، بس بي بي سي به د هر کور خاموشي ماتوله، د ناظر ګرمو چغو به د هرې چرګۍ او دېرې خوند لا څو چنده کړی وو.
یاده ډرامه د پښتني کلتور رڼه هنداره وه، هر چا ورکې خپل ځان او ژوند کتلو، د مشکلاتونو لپاره یې د حل لارې ورکې موندلې، د خپلو ورځینو کارونو لپاره يې پلان جوړونه کوله، که رښتیا ووایم رسنیو د افغانانو د ژوند لورې بدل کړی.
د بي بي سي یاده ډرامه شاید درې لسیزو ته رسېدلې وي، سلسلواره ډرامه ده چې ډېر لیکوال یې په لیکلو ستړي کړه او ناظر خو اوس چغې نه وهي د تل لپاره یې د بي بي سي له مایک سره خدای په اماني کړې.
خوښ په دې یم چې اوس یې يو لیکوال زما د پوهنتون ټولګیوال نصرت ارمان دی، ویاړم چې د یو داسې کیسې لیکوال مې ټولګیوال دی، چې ډېرو ته یې د ژوند د سمون لار ښودلې ده.
په دې وروستیو کې یوه بله ډرامه، چې د پولې پورې نوم یې ورته ټاکلی، که رښتیا ووایم او د خپلې مشاهدې پر بنسټ خبره وکړم، په کلیوالو سیمو کې د نوي کور نوي ژوند ډرامې ځای نیولای دی.
ډېر اورېدوونکي لري او کیسه یې هم بلها په هنر لیکل شوې، د کلیوال ژوند یو داسې انځور وړاندې کوي، چې ټول خلک ورکې ځان ګوري، هر یو یې د خپل ژوند ترجماني ګڼي.
د هرې صحنې سره یې په غره راغه او سیمو ورسره ګرځي، ناخبره له دې چې هر څه په یوه وړه خونه کې تر سره کېږي، خو زه دا هر څه د لیکوال د هنر ثمره وینم، چې د ټولنې ټول خلک یې د خپل خیال د غره لمنې ته وړي دي او د بېلا بېلو صحنو ننداره ورباندې کوي.
نصرت ارمان او ضياء الرحمان لالا خېل صیب، ته په چاروکې بریا غواړم، قلمونه یې روان اوسه او رنګ یې وچ مه شه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي