67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

دیدار طاهر — د ګونګ دور ګویا آواز

صابر شینواری

[pukhto]

دا مې ستړی تخیل دی، ستا د سیوري په تلاش دی

دا له ورایه چې لیدی شي یو راهګیر په آئینه کې

چرته چې د حق آواز د خوریدو له پاره په فضا کې ځای نه شي پیدا کولی او کله چې د هر سړي غږ د ویرې او یا د مفاد پرست نرګسیت له کبله غلی شي، نو په داسې وخت کې فکر له ودې پاتې کیږي او د خیر د ذکر نه ډډه کول د خلکو د مزاج برخه ګرځي.

دغه مرض د خپل بشپړ مهیب شکل سره اوس په پښتونخوا کې خور دی او د هرې دروازې مخ ته ولاړ دی. دا بیله خبره ده چې وراسته نرګسیت او دروغجن احساسِ تحفظ د خاورې د ټیکه دارانو خولې ګنډلي دي. اوس داسې وخت دی چې د مذهب تشریح منتشره شوې ده، ملي اډاڼه کمزورې ده او د قومي سیاست علمبردار ګوندونه یواځې د پیسو د ګټلو مشینونه دي. هر چا خپل کاروبار دلته راوړی دی او د ددې سیمې د کم ظرفه دلالانو په توسط یې رنګارنګه بازار ګرم کړی دی. په داسې حال کې چې واعظ د حورو ذکر غیر سیاسي عمل ګڼي او سیاسي کاروباریان نرم لفظونه د محفوظ مستقبل ضمانت ګڼي نو سړی به څه د خپل ځان خوشبويي احساس کړي او یا به د خپلې کورنۍ خوشالي وویني.

د مهلکې چپتیا په دې دور کې د ملکنډ د سفر په دوران کې د محترم اکبر سیال صاحب په ځای کې زما ملاقات له داسې یو شاعر ادیب سره وشو چې وجود ئې د اخلاص او آواز ئې د امتیاز څښتن و. هغه مونږ ته عزت راکه او خپل کتاب (اور په چنارونو ۲۰۱۰ چاپ) یې راته ډالۍ که. د ښاغلي دیدار طاهر چې څومره زړه لوی و، همدومره یې د شاعرۍ د اصنافو کینوس فراخ دی او دا ځکه چې د هغه د مقصد د ترویج کار ګران دی. هغه نه د چا mirroring  کړی دی او نه یې د چا په تقلید کې د بیدارۍ د عمل عام ټکي استعمال کړي دي. هغه چې هرڅه ویلي دي نو دخپل ذات د کرب زیږنده دي او د هغه د مخصوص Trend عناصر.د هغه د رقیب تصور نړیوال دی او د مکمل کتاب د لوستو نه وروسته باقاعده د هغه بدیت په سړي واضح شي. د هغه شاعري د معروض portrait دی او شخصیت یې د سیاق figurine . که دیدار طاهر چا نه وي لیدلی نو په خپل کتاب کې یې موندلی شي. هغه په خپلو لفظونو کې خور دی د خپل ټول محبت او کردار سره.

ځکه خو هر وختې مو سر مات وي، په سرو وینو یو

مونږه د کاڼي د صنم سره یاري کړې ده

****

دا د امن په نامه په دې دنیا کې

ماته جوړې دي چې څومره مسئلې دي

د یارانو په محله کې چراغان دی

د رقیب په چم کې جوړې زلزلې دي

د دیدار طاهر ملاقات ماته نوې حوصله راکړه او زما په رګونو کې یې د مینې نوی احساس خور که. هر څوک چې د بیدارۍ د آواز اوریدونکي وي او د پښتانه خیر خواه وي نو د هغه شاعري دې ولولي چې د طلب په شدت کې یې له حِدت سره سره جدت هم راشي او د مخکې تګ له پاره یوه نوې ساه واخلي.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

نور ولولئ
ایاغ، روایت او مډرنیسټي بحثونه/ کتاب
د ولسمشر ملاتړ بې دلیله نه کوو!
هغه دې یاد دي که دې هیر
اکاونټ
بهاند شهکارونه بې خونده کړي!
لسګون
کومک
ځينې ټيکه داران په قوم تجارت کوي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /