د ادبیاتو نوبل جایزه

ژباړه: مير احمد ياد
[pukhto]
د ادبیاتو نوبل جایزه (Nobel Prize Literature) د نوبل له پنځو جایزو څخه یوه ده. هر کال د نوبل اکاډمۍ له خوا ورکول کیږي.
دا جایزه د هغو شاعرانو، لیکوالو او ډرامه لیکونکو د درناوي لپاره ورکول کیږي چې ادبي لاس ته راوړنه یې لرلې وي.
نوبل ته ټاکل شوی اثر باید د آلفرډ نوبل د وصیت له مخې تر ټولو غوره او یوه ارمان لرونکی وي. په دې جایزې کې یو د سرو زرو مډال، ډيپلوم او یو مقدار نغدې پېسې وي.
جایزه هر کال په دسمبر میاشت کې د الفرد نوبل په کلیزه کې ورکول کیږي، مراسم یې د سویډن هیواد په استکولوم ښار کې ترسره کیږي او د هیواد باچا هم ګډون پکې کوي.
د نوبل ادبي جایزه د لیکوال د ټولو اثارو پورې اړه لري، یوازې یو اثر ته نه ورکول کیږي، خو کله بیا د جایزې په متن کې د یوه مشخص اثر یادونه هم کیږي.
د سویډن اکاډمي د نوبل ګټوونکی ټاکي او د اکتوبر میاشت په لومړیو کې یې اعلانوي.
د نوبل لومړۍ جایزه په 1901 زیږدیز کال کې ورکول شوه او یو څه خفګانونه او ناندرۍ هم رامنځته شوې.
دا جایزه تر 2014 زیږدیز کال پورې له 1914- 1918- 1935- 1940- 1941-1942 او 1943 پرته په مسلسل ډول ورکول شوې ده.
د نوبل ادبي جایزه د یوې پیړۍ سفر په لړ کې له ډيرو ستونزو او شخړو سره مخ شوې ده، ډیر پوهان په دې نظر دي چې د نوبل اکاډمۍ ځیني وړ خلک د سیاسي او غیر ادبي دلایلو له امله له دې جایزې بې برخې کړي دي.
مارسل پروسټ، جیمز جویس، ولادیمیر ناباکوف او خورخه لوییس پکې د یادونې وړ دي.
ددوی تر څنګ ځیني نور ستر لیکوال لکه لیو تولستوی، هنریک ایبسن، امیل زولا او مارک ټواین هم دا جایزه وانه خیسته، سره ددې چې د نوبل اکاډمۍ شرایط یې پوره کړي وو.
د نوبل اکاډمۍ تل اروپايي لیکوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې دا په خپل ذات کې جالبه او شک زیږوونکې خبره ده.
د نوبل په تاریخ کې یوازې دوو کسانو دا جایزه رد کړې ده چې یو یې روسی بوریس پاسترناک او بل یې مشهور فېلسوف ژان پل سارتر و.
بوریس پاسترناک د ډاکټر ژیوګوا کتاب لیکوال دی چې په 1958 کال کې د جایزې ګټوونکی اعلان شوی و خو د روسي حکومت لخوا د ورتللو اجازه ورنکړل شوه.
او ژان پال سارتر بیا په 1964 کال کې جایزه ځکه رد کړه چې په هېڅ ډول جایزې او رسمي لقب یې باور نه درلود. دا جایزه زیاتره کلونه څو کسانو ته ورکول کیږي او هیڅ یو کس یا ګروپ بیاځلي نه ده ترلاسه کړې.
د نوبل په تاریخ کې تر ټولو عجیب انتخاب په 1953 زیږدیز کال کې د وینسټن چرچیل و، چرچیل په اصل کې د سولې جایزې ته کاندید شوی و چې وروسته د ادبیاتو د جایزې ګټوونکی اعلان شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي