د انسان او د ژوند باره کې په زړه پورې معلومات
طارق نجیب
[pukhto]
د انسان د معدې هضمونکي تیزاب ددې قابیلیت لري چې زینک هم منحل کړي خو خوشبختانه د معدې دا تیزاب په ډيره چټکۍ بدلیږي او دومره وخت نه وي چې منحل یې کړي.
په بدن کې یواځېنې برخه چې د وینې ته ضرورت نلري هغه د سترګو سپین دې چې د هوار څخه په نیغه توګه اکسیجن ترلاسه کوي.
د انسان سږې تقریبا ۳۰۰،۰۰۰ میلیونه ویښته په څېر نري رګونه لري، که چېرته یو بل پسې کیښودل شي ۲۴۰۰ کیلومټره پورې رسیږي.
که چېرې تاسې ښي لاسې یاست، نو تاسو به په ښي ژامه خوراک ژووئ او که چپ لاسي یاست نو په چپه ژامه به خوارک ژووئ.
د سترګو تور ۴۵ سلنه پراخیږي کله چې یو شخص خوښوونکی څه ګوري.
هغه شخص چې سګرټ څکول پریږدي نو د شپې لخوا یو ساعت کم خوب ته ضرورت لري.
خندا کول د هورمونونو فشار کموي، یو شپږ کلن ماشوم د ورځې ۳۰۰ ځله خندا کوي او یو بالغ د ورځې ۱۵ نه تر ۱۰۰ ځله پورې خندا کوي.
هر ځله چې تاسو اپرنجې کوئ، د ماغزو یو څه حجرې له مینځه ځي.
د یو انسان چپ پپوس(سږې) د ښي پپوس څخه کوچنې دې تر څو زړه لپاره کافي ځاې پریږدي.
کله چې یو کس د خجالته یا وارخطایې نه سور شي د هغې معدې رنګ هم سور کیږي.
د انسان ویښته او نوکان د مرګ څخه وروسته هم یو څه لویږي.
د وینې سره کرویات د ټول بدن څخه په ۲۰ ثانیو کې یوه دوره وهي.
د انسان زړه دومره فشار لري چې ۳۰ فیټه پورته وینه هم پمپ کولای شي، یانې دریم پوړ ته وینه رسولې شي.
د خبرو کولو پر مهال تاسو د بل خبرې نه شې اوریدلې.
انسان پېدا کېدو سره ۳۰۰ هډوکي لري او بالغتوب ته رسیدو سره ۲۰۶ هډوکو ته راکمیږي، دا ځکه چې ځینې هډوکي سره نښلي او یو هډوکې جوړوي.
د انسان هډوکي د یو ګریناټ په څېر سپورټ ورکولی شي، یانې د هډوکو یو بلاک چې د یو اورلګید په څېر وي نو ۹ ټنه وزن فشار هضمولی شي چې د کانکریټ د کلکوالي نه څلور چنده ډېر دې.
د لاسونو نوکان نسبت د پښو نوکانو ته څلور ځله په تیزۍ لویږي او نوکان د بیخ نه تر سر پورې ۶ میاشتو کې غټيږي.
د انسان تر ټولو غټ غړې پوستکې دې چې ۲۰فټ مربع سطح پوښوي.
انسان په اوسط ژوند کې:
په اوسط ډول یو انسان په ټول ژوند کې ۲۵۰،۰۰۰ ځله اسویلې کوي
په اوسط ډول په ټول ژوند کې د یو انسان پوستکې ۹۰۰ ځله په بشپړه توګه بدلیږي.
یو انسان په اوسط ډول په ټول ژون کې درې میاشتې تشناب په سر تیروي.
یو انسان په ټول ژوند کې په اوسط ډول ۱۸۳۷۵۵۶۰۰ قدومه ږدي.
سړي د ټول ژوند یو کال وخت ښځو ته په کتلو تیروي.
هغه خلک چې ډیر ملګري لري تقریبا ۳.۷ کاله ډير عمر لري، د هغه چا څخه چې کم ملګري لري.
د دریو ساعتو څخه زیات په یو ځآی کیناستل د یو انسان دوه کاله عمر کمولای شي.
ښځې د سړیو څخه ډېر ژوندې پاتې کیدای شي.
په پښو مزل کونکي ۶ کاله عمر ډیرولای شي.
که په نړۍ کې هر څوک په سمه توګه خپل لاسونه ومینځي نو هر کال به یو میلیون خلکو ژوند وژغورل شي.
ښځې د خپل ژوند یو کال په دې تیروي چې څه باید واغوندي.
په ټول ژوند کې د یو انسان ماغزو اوږد مهال میموري تر ۱۰۰ میلیارده جې بې معلومات ساتلې شي.
یو انسان په اوسط ډول ۱۲۰،۰۰۰ کیلومټره د پښو مزل کوي چې تقریبا ۵ ځله د ځمکې کرې څخه تاویدې شي.
یو سګرټ څکول ۱۱ دقیقې عمر کمولای شي.
د اپرنجې پر مهال سترګې پرانستل امکان نه لري، او که چېرې پرانستل کېدای شول نو د اپرنجې فشار سترګې بی ځایه کولای شي.
غریزو سیمو خلک نسبت ښاري خلکو ډير عمر لرونکي وي.
په ماشومانو باندې چغې وهل د هغوي ژوند اوږدمهاله ضرر رسوي.
په اوسط ډول یو انسان د ورځې ۱۳ ځله خاندي.
ښځې د سړیو په نسبت دوه چنده زیات سترګې رپوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي