د جاويد شينا جونګړه

عزت الله ځواب
[pukhto]
حمزه بابا وايي: راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې! په ځنګل کې جونګړه ځانګړی کيف لري او چې بيا باران وي، نو موسم نور هم سندريز شي.
جاوېد شينا ځوان شاعر دی چې خپله جونګړه يې د مينې په نغمو رومانتيکه کړه.
د جاوېد شينا شاعري خپلې ځانګړنې لري، ساده ګي، رواني او موسيقيت پکې دی او په ډېرې اسانۍ د خلکو په ژبه کيني.
اپلاتون وايي: عشق او مينه له انسانه شاعر جوړوي.
په تا ګران شو ستا لالی شو چې زلمی شو
لېونی شو، لېونی شو چې زلمی شو
له رقيب د سړيتوب تمه مې نه وه
خو مئين شو اوس سړی شو چې زلمی شو
کليوالي محاوره د ښاغلي شينا د شعرونو بله ښېګڼه ده:
ستا راتلو ته هر کلی وایو جانانه
موږ دې وخت ته پسرلی وايو جانانه
کبر نه کړو زموږ ټول ښکلي خوښېږي
خو بس يو نيم ته زړګی وايو جانانه
چې نه مړي نه ژوندي کې درله راشي
داسې خپل ته به پردی وايو جانانه
د جاوېد شينا د شعر طرز او انداز بېل دی او د شينوارو خوږې لهجې يې مزه نوره هم زياته کړې، نوموړی خپل صفتونه په شعر کې بيانوي او د خبرې پټولو کوشش نه کوي.
نه چاته کنده کنم نه څوک له کمره ګوزاروم
خو يو رقيب به د جانان په خوله له غره ګوزاروم
دا مې دی لوظ بابا ستا شمله به هسکه ساتم
دا مې دی لوظ بابا ستا شمله به نه ګوزاروم
زه شينا دغه يو عادت له وړکتوبه لرم
نه د چا بد شم هېرولی نه يې ښه ګوزاروم
ويل کېږي چوانګ تسو له خپل ملګري سره د سين په غاړه روان و، ملګري ته يې وويل: هغه کبان وګوره له ژونده خوند اخلي. ملګري يې وويل: ته کب نه يې نه شې پوهېدای چې خوشاله دي که نه دي، ده ځواب ورکړ: ته چوانګ تسو نه يې نو څنګه پوی شوې چې زه د کبانو په خوشالۍ نه پوهېږم؟
د شينا صېب ځينې غزلونه وعظ او نصيحت ته ورته دي، خو ډېر نور يې د مينې او هنر په ګاڼه سمبال دي.
راګوزار چې له غرور شولې لاليه
اوس بښنې ته مجبور شولې لاليه
زه په خپل زور د چنار غوندې ولاړ يم
ته شوې بار په بل انګور شولې لاليه
چې په خپلو کړو پخپله شوې پښېمانه
اوس شينا ته ګران ضرور شولې لاليه
د پښتنو په چاپيريال کې مينه بغاوت دی او کله کله شاعر تنګيږي:
راته ګران که ته له زړه نه وی جانانه
راته ياد به په لمانځه نه وی جانانه
يا په دې کلي کې مينه ګناه نه وی
يا د دغې کلي زه نه وی جانانه
د ښاغلي شينا په شعرونو کې د کلي او ښار ترمنځ واټن، د مور مينه، د تورخم غم، مسلماني، افغانيت او نور داسې ټکې هم شته چې بيا مخې ته راځي.
پښتون افغان يمه دا ډېر شکر دی
چې مسلمان يمه دا ډېر شکر دی
په دې د ډېرو خلکو بدې راځم
چې په تا ګران يمه دا ډېر شکر دی
په جونګړه کې کله کله طبقات غندل شوي او له حالاتو شکايت دی، که شينا نور هېڅ شعرونه نه ليکلی په دې يو غزل يې هم ځان ثابت کړی:
زه خبر يم ما ته پته ده لاليه
درجه دې اوس اوچته ده لاليه
د جونګړې قدر مينه په کې نه شته
ستا بنګله که څلور چته ده لاليه
ته په خپله بې لالچه ياري نه کی
زمانه څه ملامته ده لاليه؟
دا کوڅه د شينا ځکه نه خوښيږي
دا کوڅه بې محبته ده لاليه
که جونګړه ولولئ نو په ډاډ سره به ووايي چې جاوېد شينا په ولس مئين شاعر دی او شعر يې د ډېرو خلکو د زړه غږ دی.
داسې ورځ خو په ما رانغله ولسه
چې په حال دې ژړا رانغله ولسه
جنګ، غربت، بې اتفاقي او داسې نورې
په مونږ کومه بلا رانغله ولسه
دلته ولې لا هماغسې تياره ده
دلته ولې رڼا رانغله ولسه؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي