د جنت په نوم !

لنډه کيسه: نصرت ارمان
[pukhto]
چغو، شور او غوغا جوړه کړې. ګردونو هرڅه په خپله غېږ کې اخيستي، ځمکه لکه د تبۍ سره ده، پرې ولاړ انسانان له درده نڅېږي. د وېرې څپېړې يې په مخونو وهي. په فرياد، رمباړو، ويښتو شکولو او سر وهلو دوزخ ته روان دي.
د ګل مينې سوزېدلې پښې نورې د تلو نه وې، وغورځېدله، د اوترو انسانانو د پښو لاندې کېدو سره يې هډوکي وکړچېدل…
کله يې چې سترګې پرانيستې، ليدل يې چې څوک خپله نشي تلی فرشتې يې کشوي. هغوی کڼې وې، کړيکې يې نه اورېدې او يو بل پسې ګوزارونه يې په دوزخيانو کول.
اور غورېده او د لمبو تاو يې د ورتلونکو وجودونه وريتول. د ګل مينې پام شو چې يوه فرشته د دې وړلو پسې را روانه ده. په خوارۍ يې د جېګېدو هڅه وکړه او چې ودرېده فرشته ترې روانه شوه.
د هغې وجود د درد څړيکې کولې، خو له مخکې تلو پرته بله لار نه وه، په نا کرارۍ يې قدمونه واخيستل. داسې ځای ته ورسېده چې ګردونه نه وو. هغې د دوزخ دروازه وليدله. له وېرې يې منډې کړې….. ستړې ودرېده، لرې يې پام شو. هلته چې خوښي، خوشبويي او ارامي وه.
هغې نړۍ ته د ورتلو لپاره ډېرو منډې وهلې، خو فرشتو هغوی ته د اور په قمچينو ښه راغلاست کاوه…
***
بې شمېره انسانان په سکون، موسکا او د خوښۍ په جذبو کې ورک جنت ته د تلو لپاره قدمونه اخلي. خوشبويي خوره ده، نغمې غږېږي او ښکلا ورېږي. ټول یو بل ته مبارکۍ ورکوي او مينه يې په زړونو پرته ده.
د جنت د دروازې په ليدوغفران خپلې ډنډ سترګې پټې کړې، لکه جنت چې بې خوښۍ وي.
د ګل مينې څېره يې مخ ته ودرېده، زړه يې ورېږدېد. چاته چې په دنيا ونه رسېد، دلته هم ترې بې برخې شوی و. جنت يې دوزخ ته تلونکی و. هغه فکر کاوه چې د جنت په نوم سور دوزخ ته تللی دی. د دې لپاره چې خپل جنت ته ورسي دوزخ ته يې منډه کړه…
***
د اور قمچينو ګل مينه سيزله، خو تلله… چې د جنتيانو نړۍ ته ورلنډه شوه. هغې ته شک ورپيدا شو چې هغوی به دې ته ځای ور نه کړي. د بېرته ستنېدو تکل يې وکړ.. خو غږ يې واورېد. ..
د ګل مينې زړه په درېدو شو، لکه بيا چې د دوزخ دروازې ته رسېدلې وي… خو دا غږ اشنا و. دا يې وربلله
د غږ پسې تلونکې شوه…
***
دوزخيانو غفران ته په حيرانۍ کتل، افسوس يې پرې کاوه چې له جنته راګرځېدلی، ورک ګرځي او د کوم چا پسې چغې وهي….
هغه په ناهيلۍ وروستی غږ وکړ … او دا ځل يې جواب واورېد…
سترګې يې پسې واړولې. څوک ده ته راتلله، خو فرشتې دوزخ ته ډيکه کوله. غفران چې د هغې په خاورو خړ مخ ته ځير شو نو ويې وپېژندله ، ژر ورغی. فرشتې ده ته په راکتلو ګل مينه پرېښوده.
هغوی يو بل ته په کتلو وموسل، بيا يې غېږه ورکړه. او دواړه جنت ته رسېدونکي شول…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي