د خيرات غوښه

عطاءلله ځواب
په کنډواله کور کې يوه کوټه روغه وه، دې کې يوه ښځه او درې ماشومان اوسېدل، دوی سره به خلکو ايله دومره مرسته کوله چې لوږه پرې ختمه کړي او بس.
ماشومان له کوره د لوبو په نوم وتلي وو، ښځه لمر ته ناسته وه، يو دم دروازه ټک – ټک شوه، دا هم ورپاڅېده.
– څوک يې؟
– د حاجي خان زمان لمسی يم، د خيرات غوښه مې راوړې!
ښځې چې د غوښې نوم واورېد، په بيړه يې دروازه پرانيسته، ماشوم ورته يو پلاستيک ونيوه، دې هم ترې واخست.
بيا يې ماشوم ته وويل: خدای دې حاجي صيب ته خېر ورکړي چې زمونږ د خوارانو برخه کوي.
ماشوم امين وويلو، نور يې منډه کړه، ښځې په غوښه کې سترګې ننيستې، پنځه مياشتې وروسته د دوی کور ته چا غوښه رالېږلې وه.
له ځان سره يې وويل: مانه خو د پخولو چل او خوند هم هېر شوی، اوس څنګه وکړم، دې کې خو روميان او پياز هم اچول کېږي او هغه خو کور کې نشته.
ډېر فکر يې وکړ، بيا يې يو اخ وکه؛ يو کار کوم، نور يې د پلاستيک غوټه وسپړله په منځ يې دوه ځايه کړه، يو برخه يې د ونې په ښاخ کې ځوړند کړه او بله يې له ځان سره واخسته.
چادري يې په سر کړه، له کوره ووته، د غوښې پلاستيک يې لاس کې پټ نيولی و، چې څوک يې ونه ګوري.
قصاب ته ورغله: غوښه اخلې؟
– هو د څه شي ده؟
– د غوايي ده!
– ته راکړه!
د ښځې له لاسه يې پلاستيک واخست، ويې تلله څه د پاسه نيمه کيلو وه، قصاب وويل: خاله دا د سپي يا بل څه شي نه وي؟
– وئ مور دې جار شه، د خان د خيرات غوښه ده.
– ښه سل افغانۍ کېږي.
– نيمه کيلو خو په دوه سوه ده؟
– هغه خو مونږ په دوه سوه ورکوو او د خيرات غوښه خو څوک نه خرڅوي.
ښځه مجبوره شوه په سل يې خرڅه کړي، په هغو پیسو يې روميان او پياز واخستل، کور ته روانه شوه.
په لاره يې ځان سره پلان نيوه، چې څنګه يې پخه کړم، زامن به مې پرې حيرانوم..
کور ته ننوته د ونې طرف ته لاړه، چې غوښه راواخلي او ميده يې کړي خو يو دم جام پاتې شوه، غوښه نه وه، څه شوه؟
شا او خوا يې وليدل هېڅ ځای نه وه، پاس بام ته يې نظر واوښت، په پيشو يې سترګي ولګېدې چې غوښې نه تاوه وه.
ښځه په ځمکه کېناسته، پيشو ته يې په ډکو سترګو کتل: ولې دې زمونږ د خوارو برخه وخوړه، ولې؟
د حاجي په کور کې لږه وه، زما خواري دې له خاورو سره خاورې کړه، د زامنو خوشالولو ته دې پرېنښودم؛ رښتيا ده چې غريب د هر چا بدې راځي!
پيشو چې د ښځې خبرې واورېدې په ټيټ سر، لمر پرېواته خواته روانه شوه…
تبصرې
تبصرې بندې دي