د ريکشو ښار

نصرت ارمان
[pukhto]
ستونزه يواځې دا نه ده چې سرکونه تنګ او موټر زيات دي، بلکې د ترافيکي اصولو ناخبره ډريورانو ته لويې او وړوکی سړک څه چې سره او شنه اشاره هم يوه مانا لري.
د ډريورانو ناپوهي، بې غوري او سپين سترګي د لار بنديو او ټکرونو لوی لامل دی. دوی تل د تېز تلو، مخکې کېدو او ځان ويستو هڅه کوي، لکه د غوايي دښمن چې قصاب دی دوی ته ترافيک دښمن ښکاري او په ليدو يې تندي تروشېږي.
ترافيکو هم خپل حيثيت او حدونه د پښو لاندې کړي، سره له دې چې دوی په سرو لمرونو کې ولاړ، شپيلي وهي او لاسونه خوځوي، خو بېرته د ناقانونۍ د له منځه وړلو پر ځای ډرېور سره جوړ جاړي ته رسېږي.
موټر د هډو پرځای په سرکونو او چوکونو کې ډکېږي، خو دوی د رېکشو او زرنجونو له شره د خلاصون لپاره لالهانده منډې وهي، مخکې به يې له کوتکونو کار اخيسته، خو اوس يې لاسونو کې رينې نيولي او د ټيرونو په سوريو کولو ستړي دي، مګر دې ته يې نه پام کېږي چې دا کار لا هم د بېروبار لامل ګرځي.
د تم ځايونو نشتوالي هم د دې ستونزې په دوام کې لويه ونډه اخيستې، مارکيټونو او پلورنځيو خپلو مشتريانو ته د موټر درېدو زمينه نه ده برابره کړې، بس د نوک ځای کې د سوک ځايولو کيسه روانه ده.
يواځې د ترافيک او ډرېور ورځ خرابه او سرګردانه نه ده، لوګيو ښار بدرنګ او فضا يې ککړه کړې. خلک نور د غر، ډر او ناړامه هارنډونو نه پوزې ته راغلي، خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ اقدامات نه کېږي.
د ترافيکو مديريت کارکوونکي بايد دې ته جدي پاملرنه وکړي، خلک دې اواز پورته کړي، داسې پېغامونه دې خپاره کړي چې ډريورانو ته خپل مسوليت ورپه ګوته شي، بې لايسنسه موټر دې له پېژندلو وروسته ونيول شي، د ډريورۍ لپاره دې د عمر اندازه وټاکي او ډېرې نورې حل لارې دي چې مرسته کوي له دې ستونزو وتونکي شوو.
د ريکشو د کمولو هڅې دې وشي، کومې چې ځان پسې د لوګيو ليکې جوړوي له جريمې سربېره دې خبرداری ورکړل شي چې دوهم ځل بیا له ريکشې خلاصېږي او د خلکو روغتيا ته د زيان رسولو او هوا ککړولو په جرم به محکوم شي. مخکې له دې چې ستونزې نورې زياتې شي، بايد د حل لارو په فکر کې شوو او ښاري ترانسپورتي نظام جوړ کړو .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي