67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د سيندونو اقتصادي ارزښت

فرهاد الفت

[pukhto]
افغانستان د ډول، ډول طبيعي او کاني زيرمو درلودلو له مخې يو شتمن هېواد دی، همدا رنګه د سيندونو او روانو اوبو د منابعو درلودلو په لحاظ هم په نړۍ کې زيات شهرت لري.
د دې هېواد وګړو که له اوبو څخه د خپل ژوند د پايښت اصلي مادي او کرکيلې لپاره کار اخستی دی، له دې پرته يې دغه انرژي په بېلابېلو ډولونو کارولې هم ده، د سيندونو او رودونو د اوبو له انرژۍ څخه زمونږ د هېوادوالو لرغونې ګټې اخستنې په مختلفو ډولونو سره د اوبو ژرندې چې د غنمو، جوارو او وربشو اوړه کولو لپاره او د اوبو پايکوګانې د شولو د پوټکي پاکولو او د وريجو لاسته راوړلو لپاره په کارېدې.
له دې دا ګټه اخستنه اوس مهال هم د هېواد په مختلفو کليوالي سيمو کې دود لري، خو په اوسنيو وختونو کې د ساينس او ټکنالوژۍ پرمختګ په اساس د سيندونو په سر د اوبو برېښنا بندونه جوړ شوي، چې هره دستګاه له خپل توان سره برابره برېښنايي انرژي توليدوي.
همدارنګه د ننګرهار په ولايت کې د سيندونو روانې اوبه د کابل سيند او د هغه مرستيالان جوړوي، چې د دې ولايت په مختلفو ولسواليو لکه بهسود، سره رود، کوز کنړ، کامه، بټي کوټ، لعلپورې، مهمندرې او ګوشتې په سيمو کې د کرنيزو ځمکو په خړوبولو کې ترې ګټه اخستل شوې، له دې پرته د سره رود ولسوالۍ د درونټې په ساحه کې پرې د اوبو د برېښنا يوه فابريکه جوړه شوې.
د دې ترڅنګ د ننګرهار د ناوې پراختيا پروژه چې له درونټې څخه تر مهمندرې ولسوالۍ پورې چې ۷۰ کيلو متره اوږدوالې لري، د څلورو دولتي فارمونو د ځمکو خړوبولو څخه پرته د سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېلو او مهمندرې ولسواليو شخصي ځمکې هم تر اوبو لاندې راوستې دي، په کرنيزو فعاليتونو کې ترې ګټه اخستل کېږي، چې له يوې خوا د سيمې د سمسورتيا او له بلې خوا د غلو دانو د توليد له مخې زيات اقتصادي ارزښت لري.
دغه سيندونه د غرونو له لوړو برخو څخه سرچينه اخلي او د دې ولايت په مختلفو برخو کې روانې اوبه جوړوي، چې ځای، ځای لوی او وړې ويالې ترې بېلې شوي او د ځمکو په خړوبولو کې ترې ګټه اخستل کېږي.
اوسمهال د پرمختللې تکنالوژۍ د پرمختګ په اساس په کليوالي سيمو کې د دې خوړونو، رودونو او ويالو له اوبو څخه يوازې د کرنيزو ځمکو خړوبولو او د اوبو ژرندو جوړولو سربېره ځای – ځای د اوبو برېښنا لاسته راغلې، چې د ترلاسه شوې برېښنايي انرژۍ څخه د کورونو د روښانولو او ګرځنده تيلفونو د بطريو په چارجولو کې ګټه اخيستل کېږي.
[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

د وخت مدیریت!
په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو خوندي هېوادونه
کاش چې زه هم ماشوم وی
د ادبي تيورۍ پيژندنه، ارزښت او دندې
د تعصب کلمه څنګه کلي ته ځي؟
هرڅه ښه کیدای نشي!
پيسې خبرې کوي
زړور انقلابي؛ ارنسټو چګوارا

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /