د سينما شاليد

رضاءالله ځار
سينما د يو هېواد د فرهنګ پېژندنې ښه وسيله ده، په هغه هېواد کې چې سينما کمزورې وي فرهنګ يې کمروزې وي، سينما د هېوادونو د پيژندګلوی استازې هم ده، د خلکو، ټولنې کلتور او دودونو په اړه ليدونکو ته مالومات ورکوي، که څه هم د سينما اصلي موخه ساعتيري بلل کېږي، خو په ټوله کې يې د فکر، احساس، ټولنې او سياست په بدلون کې ستره ونډه اخستې ده.
فلم د نن او پرون هينداره ده، نا خوالې بيانوي له پټو رازونو او ناوړه دودونو پرده اوچتوي، فلم د پوهنې وسيله ده، مونږ خپلو غلطو دودونو، کړنو او فعاليتونو ته متوجه کوي.
ځينې فلمونه د نړۍ په کچه خپل اغېز پرېږدي او ځينې بيا د نړۍ غټو ستونزو او مشکلاتو ته مونږ متوجه کوي، لکه هندي روباټ ۲ فلم چې د موبايل په کارولو جوړ شوی دی، د موبايل په استعمال سره په هوا کې مرغۍ سمه وده او نمو نه شي کولای، او دغه د اړيکو موجونه دوی ته تاوان رسوي.
د پخواني شوروي اتحاد مشر ويلاديمير لېنن به ويل، چې په هنرونو کې تر ټولو غوره سينما ده.
کمونيتسي رژيمونو د خپلو پروپګندا لپاره سينما غوره وسيله بلله، د سينما پر مټ يې خپلې انګازې د روسيې په پراخه ځمکه کې خپرې کړې، د لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال يې خلک هېواد ساتنې ته وهڅول، په سړه جګړه کې يې د کپيټاليزم ناخوالې او نيمګړتياوې بربنډولې او پر ځای يې کمونيزم ته تبليغ کاوه.
د دې په ځواب کې امريکا په سلګونه هنروال د کمونيزم سره د اړيکې په تور له سينمايي کړۍ وويستل او ځينې يې محاکمه هم کړل، چې ستره بيلګه يې چارلي چاپلين و، کله يې چې د خپلې کورنۍ سره په بيړۍ کې سفر کاوه د سترې محکمې تلګرام ورغی، ورته يې وويل چې بيرته امريکا د ستنېدو حق نه لرې او د کمونېست ټاپه يې پرې ولګوله.
سينما ځانګړی مخترع نه لري بلکې د نوولسمې پيړۍ په پير کې د يوې ساينسي ازموينې لاسته راوړنه ده، د خوځند انځورونو ثبتول او بيا يې په لويه پرده خپرول دي، نن سبا د هنر او پوهاوي دا صنعت په يوه لويه سوداګري اوښتې او زرګونه خلک يې په دندو بوخت کړي دي.
په ۱۸۹۵ کې په لومړي ځل د فرانسې په پاريس کې سينما جوړه شوه چې د پيسو په بدل کې به خلکو يو څو دقيقې فلمونه ليدل.
د شلمې پيړي په شروع کې په فلم کې مهمه برخه د فلم داستان وو او فلمونه اوږده شول.
فرانسوي شرکت پتي فريري خپله لومړنۍ ماډرنه سينما په پاريس کې جوړه کړه، چې دا سينما په نړيواله کچه وپېژندل شوه، ډېرو فلمي ستورو او فلم جوړونکو ترې الهام واخيست، نامتو فلم جوړونکي چارلي چاپلين پر خپل کار د فرانسې د سينما اغيز مهم بلي.
د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په فرانسه کې د سينما صنعت ټکنی شو او په امريکا کې وغوړيد، د سينماوو شمير ۲۱ زرو ته ورسيد او د ليدونکو شمير په اونۍ کې ۲۵ ميلونو ته رسيده.
په ۱۹۲۰ لسيزه کې هاليوډ جوړ شو.
په لومړيو کې فلم ته رنګ ورکول ډېر سخت کار و چې د څو ساعته فلم هر فريم ته به په لاس رنګ ورکول کېدو، مصرف يې ډېر زيات او فلم جوړونکو ورته زړه نه ښه کوه، وروسته بيا درې رنګه (تري کلر) فلمونه راووتل، په اولو وختو کې به بې غږه فلمونه وړاندې کېدل، لومړی فلم چې د غږ هڅه په کې وشوه انګليسي جاز سنګر فلم و، د فلم له هر څرخ سره به غږير کيسټ چالانېده، چې دا هڅه هم ناکامه وه ځکه چې کله به غږ مخکې او تصوير وروسته او کله بله تصوير مخکې او غږ وروسته و، د وخت په تېرېدو سره به د فلم په خوا کې لوړ او ټيت غږونه ثبتېدل.
په ۱۹۳۰ لسيزه کې نژدې ټولو فلمونو غږ درلود او ځينې به په کې رنګه هم وو، د غږ له پيدايښت سره هاليوډ ډېر زيات پرمختګ وکړ.
تلويزون د سينما بازار تر يو حده سوړ کړ، خو د سينما د صنعت سوداګر په دې لټه کې شول چې له سينما سره د خلکو اړيکې پاتې شي، همغه وو چې د يو پروجکتور پر ځای يې درې وکارول، شکل يې د مربع څخه مستطيل ته بدل کړو، غږ او منظرې يې ورته ښې کړې، په غټه پرده يې فلمونه نندارې ته وړاندې کړل، هماغه وو چې خلک بيا سينما ته مايل شول.
په بريتانيا کې تر ټولو زيات ټکټونه په ۱۹۴۶ کال کې پلورل شوي چې په اونۍ کې ۳۱ ميلونه وو.
۳ ډي تکنالوجۍ لپاره ځانګړی سينماوې جوړې شوې، خلکو به داسې فکر کاوه چې د فلم ريښتيني چاپيريال ته ننوتي دي، چې د دې فلمونو په کتار کې اوتار فلم په ۲۰۰۹ کې جوړ شوی چې څه باندې اته ميليارده ډالر يې وګټل د سينما په تاريخ کې ساری نه لري.
يه تېرو دوه لسيزو کې د کمپيوټر د صنعت له پرمختګ سره په فلم کې کمپيوټري صحنې هم يو ځای شوې چې درواغ او رښتيا سره ګډ وډ شول.
په ۱۹۲۰ لسيزه کې فلمي غړو وړانديز وکړ چې فلمونه دې په دوه برخو وويشل شي هنري او ساعتيري.
که څه هم له نړيوالو جګړو ورسته اروپا د امريکا سره په سينما کې ځان نه شو وهلې، خو بيا هم اروپا داسې هنري فلمونه وړاندې کول چې نورو فلم جوړونکو ترې الهام اخسته، له دوی سره په اروپا کې سينما هنري شتون بيا ثابت کړ، د نوي رياليزم بنسټ کېښودل شو او په نورو هېوادونو کې لکه هند، جاپان، کوريا او ايران کې هم هنري سينما وغوړېده.
په اسيا کې جاپان د تاريخ او سياست په اړه فلمونه جوړول چې وروسته بيا دوی هم هنري فلمونو ته ودانګل.
په هندوستان کې لومړي ځل په بنګالي ژبه فلمونه جوړ شول چې د هندوستان د سينما په خوځښت کې يې مرسته وکړه، هندوستان په ۱۹۶۱ کال د فلم انسټيټيوت جوړ کړ، چې لوبغاړي يې په کې روزل او ورسره خوا کې د فلم د لګښت کميسيون هم جوړ شو چې د فلم لګښت به يې فلم جوړونکو ته ورکاوه.
کوريا، چين او تايوان چې د حکومتي سانسور لاندې وو نه يې شو کولای چې خپلسري فلمونه جوړ کړي، ځينو فلم جوړونکو يې له هېواده بهر فلمونه جوړول چې وروسته د حکومت چلن ورسره نرم شو او د فلم جوړولو اجازه يې ورکړه.
په ټوله نړۍ کې ورځ تر بلې پوه خلک زياتېدل خو بيا هم د سينما وده پڅه وه، يو لامل يې د سينما سوداګريزه سيالي وه، خو اصلي لامل يې په کپيټاليسټي حکومتونو کې د پاملرنې نه شتون وو.
هر کال په هاليوډ کې په اوسط ډول ۸۰۰ فلمونه جوړېږي، چې په ميلونونو ډالر لګښت پرې کېږي او په ميلياردونو ډالر ګټي.
فرانسه د سينما زانګو بلل شوې ده او فرانسويان ځان د سينما اختراع کوونکي بولي، په فرانسه کې سينما ته تګ يو عام دود دی چې په ۲۰۱۶ کال کې ۲۱۳ ميليونه د سينما ټکټونه په کې پلورل شوي وو.
فرانسويان له امريکايانو او هنديانو وروسته تر نورو ډېر سينما ته ځي.
فرانسه اوس هم د نورې اروپا څخه د فلم په صنعت کې مخکې دی، چې د تقريباً د کال په کې په اوسط ډول ۳۰۰ فلمونه جوړېږي او له هاليوډ وروسته نورې نړۍ ته زيات فلمونه صادروي، لامل يې هنرې ارزښت دی، که څوک په فلم کې هنر ته ارزښت ورکوي نو فرانسوي فلمونه دې وګوري، غټ لامل يې له نوولسمې پېړۍ څخه تر اوسه سينما سره اړيکه ده.
فرانسې د هر اوو بهرنيو فلمونو په مقابل کې چې د دوی په هېواد کې به خپريده يو فلم جوړولو، چې د دغه سيالۍ له وجې فرانسويانو نه يواځې خپله سينما ژوندۍ وساتله بلکې د نوي منظوم رياليزم سينما يې هم وزېږوله او خپل سيوري يې د نړۍ په سينما خپور کړ.
اسيا د بشر د تمدن د زانګو په حيث د هنر لرغونی پير نړۍ ته وربښلې دی، د تياتر هنر مخکې له دې چې لرغوني يونان په تېره بيا ارسطو لويديزې نړۍ ته وروپيژني، لرغون پوهان يې پيدايښت چين بولي.
په اسيا کې جاپان لومړنی هېواد و چې د معاصری سينما بنسټ يې کېښود.
چين ته سينما په کال ۱۸۹۶ کې راغله لومړنی چينايي فلم جينګ دونشن و چې په کال ۱۹۰۵ کې جوړ شو، سينما پوهان د تايوان او هانګانګ سينما هم د چين پورې تړي، چې لامل يې د ژبې تړاو دی، خو په چين کې د فلم پيل په شانګهای ښار کې شوی دی، د ۲۰۰۰ کال راپديخوا د چين سينما بهرني ليدونکي زيات شول.
د عربي نړۍ تر ټولو لویه، لرغونې او مهمه سينما د مصر وه، چې د عربي هېوادونو ۷۵ سلنه فلمونه مصر توليدول او اوس يې هم د عربي هېوادونو د سينما په منځ کې خپل ځای خوندي ساتلی.
یو وخت د مصر سینما د کمیت او څومره والي له امله د هاليوډ او باليوډ وروسته درېيمه وه چې په کال کې به يې په اوسط ډول ۱۰۰ فلمونه توليدول. خلکو په مصر کې سینما ۱۸۹۶ کال کې وليده، د مصر د سينما زوال د خوار ارشيف، د سينما په اړه د کتابونو کمی او د سينما د روزنيزو مرکزونو نشتوالی و.
هندوستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر فلمونه توليدوي، چې د کال په اوسط ډول ۱۶۰۰ ته رسېږي، د هندي فلمونو ليدونکي هم ډېر دي، په ۲۰۱۱ کال کې يې په ټوله نړۍ کې درې نيم ميليارده ټکټونه وپلورل چې تر هاليوډ يې ۹۰۰ زره زيات پلورلي دي، ټول ټال په ۹۱ هيوادونو کې هندي فلمونه وړاندې کيږي.
تالي کنګ هغه مهال د هندي فلم جوړونې مرکز و، په ۱۹۳۲ کال کې د تاليوډ نوم د بنګالي انډيسترۍ ته ورکړل شو، وروسته چې ممبيي ښار د فلمونو په مرکز بدل شو، د باليوډ نوم يې غوره کړ.
د باليوډ په تاريخ کې د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې زيات فلمونه د درې خانانو (شارخ خان، سلمان خان او عامر خان ) فلمونه دي چې ډېر زيات پلورل شوي دي ، د هندوستان سینما د بریا لوی راز له سينما سره د دې هيواد د وګړو مينه ده.
د افغانستان سينما:
ويل کېږي چې د شلمې پيړۍ په پيل کې د هندا وايسرای د سينما پروجکټور لومړی ځل امير حبيب الله خان ته ډالۍ کړ، خو د دې خبرې پخلي ته کره اسناد نشته.
کله چې شاه غازي امان الله خان په اروپا کې سينما وليده، ډېر اغيز يې پرې وکړ، امان الله خان داسې انګيرله چې سينما به د افغانانو پرمختګ او نړۍ ته د ورپيژندنې ښه وسيله وي، نوموړي په ۱۹۲۸ کال کې د سينما پروجکټورونه او کمرې ځان سره کابل ته راوړلې.
لومړي ځل په پغمان کې د دولت وزيرانو او شاهي کورنۍ خوځند انځور وليده، د امان الله خان د رسمي سفر ويډيو بهرنيانو اخستې وه چې اوس هم د افغان فلم ارشيف کې شته، د پغمان له سينما وروسته د بهزاد سينما هم پرانستل شوه، د حبيب الله کلکاني په وخت کې د پغمان سينما وسوځول شوه، ښوونځي وتړل شول او د اماني دورې ټولې لاسته راوړنې په سيند لاهو شوې.
د افغانستان دوديزې ټولنې سينما څه چې انځور ته په ښه سترګه نه کتل.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په کابل او څو نورو لويو ښارونو کې سينماوې جوړ شوې، په ۱۹۴۶ کال کې لومړی افغاني فلم جوړ شو چې د عشق و دوستي په نوم و، استاد عبدالرشيد لطیفي – چې تياتر يې هم په خلکو کې عام کړی و، د تياتر د پلار لقب ورکړل شوی وو – نشاط ملک خېل، عبدالرحمن بينا، احمد ضيا راتب زاده، او نور محمد افغان په ملګرتيا د هغه مهال هندي لاهور د يو فلمي شرکت په مرسته دا فلم جوړ کړ.
سردار محمد داود خان چې لس کاله د شاهي نظام فعال او په وطن مئين صدراعظم و د هېواد د پوهنې او پرمختګ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، د هغه وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت د پوهنې رياست په سيورې کې د فلم د توريد لوی مديريت جوړ شو، دنده يې د بهرنيو فلمونو کرايه کول او په سينما کې وړاندې کول ول.
په ۱۹۵۸ کال کې د امريکا د فرهنګي مرکز لخوا د عکاسۍ او فلم اخستنې يو کورس پيل شو، چې څو د ګوتو په شمار کسان يې وروزل، په ۱۹۶۶ کال کې افغان فلم د امريکايانو په مالي مرسته جوړ شو.
افغان سينما په ۱۹۷۴ کال کې مخ په غوړيدو شوه، د افغان فلم جوړونې ترڅنګ وړې شخصي موسسې هم جوړې شوې (نذير فلم، اريانا فلم، اپارسين فلم، او ګلستان فلم) د افغانستان مهم فلمونه دوی جوړ کړي دي.
په افغانستان کې لومړنی تاريخي (رابعه بلخي) فلم؛ نذير فلم پروډکشن جوړ کړی چې په کال ۱۹۷۳ کې يې شروع او په ۱۹۷۴ کې يې نندارې ته وړاندې کړ.
واحد نظري د کونډې زوی سريال جوړ کړ، چې د افغان سينما شهکار ورته ويلی شو او ساری يې د افغانستان سينما کې نشته.
له بده مرغه د سينما دغه پرمختګ لنډ مهاله و، په هېواد کې سياسي بدلون راغی، د مجاهدينو ترمنځ خونړيو خپل منځي جګړو د افغانستان ټول بنسټونه له منځه ويوړل، د طالبانو په راتګ سره تلويزونونه د موسيقۍ په شان بند شول، خلکو به په کور کې په پټه تلويزون ليدلو، ځينې هنروال يې مړه او ځينې له وطنه مسافر شول.
د حامد کرزي او اشرف غني په دورو کې هم سينما ته کومه ځانګړی پاملرنه ونه شوه او افغان فلم د يو ملي ارشيف په توګه وساتل شو.
سرچينه: سينما فلم جوړونه او د نړۍ سينما – کريم حيدري
تبصرې
تبصرې بندې دي