67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د شربت ګلې داستان

سردارولي پښتون زوی

[pukhto]
شربت ګلې ته دوه کاله وړاندې پاکستاني حکومت شناخت کارډ ورکړی دی، اوس يې په دې تور بندۍ کړې چې جعلي اسناد يې ولې جوړ کړي، د ژوند داستان يې د مينې مجلې په اته شپيتمه ګڼه کې خپور شوی.
کله چې په ۱۹۷۹ع کال کې پخواني شوروي يرغلګرو پر افغانستان بريد وکړ، سمدلاسه لوېديځ د خپلو شومو موخو د پاره په مِکر سره د افغانانو تر شا ودرېد او افغانان يې خورا مظلومان او د زړه سوي وړ ښوول، يو له مکرجنو تبليغاتو څخه د افغاني نجلۍ نننی د بحث عکس دی چې په سترکو کې يې خواري او بې وسي له ورايه نارې وهي، هغه عکس چې لوېديځ غوښتل له روسانو څخه د کرکې د پاره يې د هر چا په سترګو ورننباسي، لوېديځ د خپلو تبليغاتي دستګاوو په زور دا عکس د نړۍ هر کونج ته ورساوه، ددې عکس تر شا خورا لوی داستان هم پروت دی چې اوس به يې وشنو.
سټيو ټیم مَک، د نړۍ له نوموتو عکاسانو څخه دی چې د مشهوري مجلې ( نيشنل جیوګرافیک ) سره کار کوي، مک په خټه امريکايي دی چې ۵۲ کاله د مخه د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې پيدا شوی، نوموړی هغه وخت د نړۍ په نوموتو عکاسانو کې حساب شو چې په ۱۹۸۵ع کال يې د پېښور په ناصر باغ کېمپ کې د يوې افغاني نجلۍ ( شربت ګلې ) عکس واخست، دا عکس وروسته خورا ډېر نوم وکړ چې ان يو کال وروسته د نيشنل جیوګرافیک مجلې پر لومړي مخ د «افغانې نجلۍ» تر نامه لاندي چاپ شو.
هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه او د کډوالو د ښونځي زده کوونکې وه ( دغه عکس هم د ښوونځی د خېمې مخ ته ځنې اخستل شوی دی ) هغه مهال چې مک له شربت ګلې څخه عکس نيوه د نامه پوښتنه يېترې نه وه کړې نو ځکه د « افغانې نجلۍ » اصلي نوم تر ۱۷ کلونو پوري نامالوم و. د یاد عکس اخیستونکی او ورسره نور ملګري يې په نوي یمو کلو کې څو ځلې د شربت ګلې په لټون پسې ناصرباغ ته ورغلي خو بریالي شوي نه ول.
شربت ګله پښتنه او ننګرهار ولايت د پچېر او اګام ولسوالۍ د سپين غره د توري بوړي اوسېدونکې ده، دا شپږ کلنه وه چې د پخواني شوروي اتحاد له لوري يې په بمبارۍ کې مور او پلار له لاسه ورکړل او له هغه وروسته د خپل ورور، درې خوېندو او انا سره د پېښور ناصر باغ ته کډه شوه، دې د ۱۹۹۰ع کال په پای کې له رحمت ګل سره چې پېښور ته نژدې يې په يوه تنور کې کار کاوه واده وکړ، اوس شربت ګله درې لوڼي لري، چې روبینه، زاهده او عالیه نوميږي او څلورمه لور يې په کوچنیوالي کې مړه شوې ده.
دغه عکس په داسي حال کې اخيستل شوی چې د شربت ګلې سور پوړنی پر سر، او اوبو ته ورته شنې سترګي يې کمرې ته مخامخ نیولي، دا عکس د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي. د عکس بل اړخ دا دی چې شربت ګله داسې شنې اغېز لرونکې سترګې لري چې تر اوسه په بل عکس کې نه وې ليدل شوې.
کله چې د نړۍ په ټولو نامتو رسنيو کې د شربت ګلې عکس لاس پر لاس شو نو د ۲۰۰۲ ع کال په جنورۍ کې نيشنل جیوګرافیک ټلوېزیون د شربت ګلې د بيا پيدا کولو د پاره د سټو مک په مشرۍ یوه ډله پاکستان ته واستوله چې له عکاس او خبریال سره ژورنالیست رحیم الله یوسفزی هم د شربت ګلې په پيداکولو کې ددوی ژباړن او لاروی و، دوی د پېښور د ناصر باغ افغان کډوالو کېمپ کې د شربت ګلې د پيداکېدو د پاره کور په کور وګرځېدل، او هر چا ته يې د شربت ګلې عکس ورښکاره کړ، که يې څرک ولګول شي، له دوو ورځو وروسته د ښوونځي یوه ښوونکې وویل، چې دا انجلۍ پېژني، خو اوس يې خلک علم بي بي بولي، کله چې مک ولیده، هغه نجلۍ شربت ګله نه وه، پلټونکې ډلې داسې فکر وکړ چې په غالب ګمان شربت ګله بيرته خپل هيواد افغانستان ته ستنه شوې، چې ښايي د تورې بورې په څنډو کې خپلې غرنۍ سیمې ته تللې وي؟
درې ورځې وروسته د ډلې ښځينه غړوشربت ګله پيدا کړه، شربت ګله اوس د ۳۰ کالو وه او تر دې مهاله دخپل عکس په مشهورتيا نه وه خبره خو کله چې د مجلې کارکوونکو خبره کړه، دا ډېره حيرانه شوه، د پخوا په پرتله د شربت ګلې پر مخ ډېري ناخوالي ليدل کېدې.
په ۲۰۰۲ع کال کې پر شربت ګله د لومړي ځل له پاره نیشنل جیوګرافک ټلویزيوني رسنۍ یو مستند فلم جوړ کړ چې له هغه وروسته شربت ګله دافغان جګړې « مونالیزا » په نوم په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه، د فلم وروسته نيشنل جیوګرافیک د هغې د کورنۍ د روغتیا ټول لګښتونه په غاړه واخيسته او همدا راز يې ګله د حج د ادا کولو لپاره مکې ته ولېږله.
شربت ګله وايي: “..هغه وخت مې په یاد دی، چې بهرني عکاس مې د پېښور په یوه کېمپ کې عکس اخيسته، خو زه نه پوهېدم چې همدغه عکاس به مې ۱۷ کاله وروسته نور عکسونه هم واخلي.”.
عکاس وايي: “.. د شربت ګلي لومړی عکس مي په داسې وخت د پاکستان په یوه افغان پنډغالي کې واخیست، چې ګلې په یوه خېمه کې ژوند کاوه.”.
دغه عکس، هغه مهال د نيشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې، تر ټولو غوره عکس ګڼل شوی و.
شربت ګله اوس ۴۶ کلنه او په پښتونخوا کې د ژوند شپې او ورځې ګالي، تېر کال په رسنيو کې ږغ شو چې د پاکستان دنفوسو د ثبت ادارې یا (نادرا) د حیات اباد (پېښور) دفتر له خوا خپاره کړي مالومات په ډاګه کوي، چې د غه ادارې افغان مهاجر رحمت ګل او د هغه ماينې شربت بي بي ته تېر کال د پاکستان شناخت کارډ ورکړی دی.

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

د ادبیاتو نوبل جایزه
زما د صداقت/حماقت یوه کیسه
مناظره
هېواد د فساد په پنجو کې
ازادې رسنۍ نشته؛ یا ډېرې کمې دي!
اس يو ؤ او سپاره ډېر!
د استاد شپون لنډه پېژندنه
… او د وطن زوی ته يو بل قرض ور له غاړې شو!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /