د غیر فعالو تخیلاتو خوندور انځورونه
انجینر طارق تسل
[pukhto]
که د طبیعي او یا ټولنیز ژوند اړخونو ته د درک په نظر وګورو نو ښکلا د هنر د زیږیدلو الهامي سرچېنه ګڼلی شو شاعر هم د ټولنې په ځمکه هغه ټوکېدلی ګل دی چې رنګونه ، خوندونه ، نندارې او د حواسو وظیفوي کرکټرونه د خیال پر اوږو ګرځوي، د خیال اوږې یې چې د حساسې ښاپیرۍ پواسطه د الهام په سوغات سره سپکې شي نو داسې وي لکه غر يې چې له اوږو ښکته شوی وي همدغه هنر دی چې له پورته ټولو کردارونو شاهد پاتې کېږي د هنر د غره هر کاڼی شاید توږلي او ځلیدلي لالونه ونه لري او پاخه زرګران پرې د لا ښکلا په پار ګوتې ووهي!
که د شعر پیژدونکو خبرو ته متوجې شو، نو شعر هر یو له خپله انده څیړي څوک يې یو اځې مخیل کلام بولي ، څوک يې فکر خیال او عاطفي تړون په اهنګینه ژبه ګڼي، څوک يې د خوش اوازه مرغه غږ بولي چې یواځې له غږه يې خوند اخیستل ښه ګڼي او د چا خبرې کول پرې د هغه مرغه د غوښې خوړل ګڼي .
د هر شي د ښایست خپل خپل جوهر وي او د شعر جوهر د الفاظو بڼل او په هنریت وړاندی کول دي کله چې شعر زما غوندې د شعر مینوال لولي نو یواځې يې په شعریت او هنریت فکر کوي، خیال ، فکر ، عاطفه ، اهنګ او تصویر د شعریت توکي دي او د الفاظو بڼل د شعر د ماڼۍ په رغون کې لوی لاس لري چې همدا ډول شعر په ټولنه کې د خوندوروالي درجې ته رسیږي او د همدغې اصل په پام کې نیولو سره شاعر په ټولنه کې د خپل شعري تشحص ځای مومي او په ادبي کړیو کې يې د شعري هنریت ځولۍ د ویاړ له ملغلرو ډکېږي.
د همدغه شان ګوتو په شمیر شاعرانو کې یو هم شاه نواز باقر دی چې په خپل خواږ شعر يې لوستونکي خوشاله او ارام ساتلي او داسې تصویرونه چې په روزمره ژوند کې يې زمونږ سترګې شاهدی پاتې کېږي ورته په خپل شعر کې وړاندې کړي.
باقر په شعر کې د خیال پرواز د هنریت اسمان ته په نا اشنا ډول کړی دی که څه هم ځینې پروازونه يې د وزرو په ځای چې منطق يې ایجابوي په لاسونو او پښو کړي دي چې همدا غیرفعال تخیلات د شعر خوند نور هم اضافه کوي ، د باقر شعر سره د دې چې غیر فعال تخیلات لري د لوستلو رواني يې هم یوه بله ښه ځانګړنه ده ، چې د لوستونکي د شعر لوستلو په وخت کې غونی ځیګوي او ژوندي تصویرونه يې په خیال کې ور جوړوي، د باقر د شاعرۍ یوه بله ښه ځانګړنه دا هم کېدای شي چې د شعر څخه يې مختلف لوستونکي مختلف مطلبونه او تصویرونه اخلي چې یوه بیلګه يې زه دلته راوړم
خدایه ستا په لټون سر وم نا خبر وم
خپلې پښې او خپل لاسونه راپسې وو
په پورته بیت کې زه خپله دا ګورم چې باقر هغه چاته چې تراوسه د رب لایزال شتون نه مني او د هغه په شتون پسې د ناقص عقل پمن دلایل لټوي، خپل وجود ته يې متوجي کوي، او ورته وایي چې لرې مه ځه خپل وجود دې وګوره او د رب لایزال شتون درک کړه، خو ممکن له دې بیته چا داسې تحلیل هم کړی وي چې د انسان د ژوند او لټون ستړیا په لمسیدونکي بنه وړاندې شوې ده چې ښه بیلګه يې په ځان پسې د پښو او لاسونو راښکل دي
باقر د سپیڅلی عقیدې ځینو مهمو اصلونو ته په پوره درناوي ، انسان متوجې کوي چې له جملې یو صبر دی، ځان د صبر په ګاڼه پسولل غواړي او د هغو لویانو سیرت او تاریخ ته چې د غمونو انبارونه به يې پر سرونو پریوتل خو دوی به ثابت وو دلیل نیسي لکه
په چغو چغو دې کاڼه کړل اسمانونه ولې
باقره پښې کې دې اغزی تلی وو غنه نه وه
یو د بل سره د همدردۍ خوندور پیغام وړاندې کوي لکه
خدایه کېدای شي که له مانه هم بیوسه وي څوک
ډوډوۍ مې لاس کې ده بازار کې څوک نهر لټوم
هغه چاته چې همت نه کوي او د لټۍ له وجې وایي چې د تقدیر پيښه ده، نو یعنې هغه ایات ته پام نه کوي چې (الله ج د هغه قوم حال نه بدلوي چې دوی خپل حال پخپله بدل نه کړي )سبق ورکوي چې همت دې په ژوند کې رڼایي راوړلی شي:
د ژوند ډیوې به مې په کور کې بلې پاتې نه شي
باقره ما چې له هوا پورې تقدیر تړلی
له غمونو د تاریکۍ سره مقابله او د الله ج څخه امید لرل د سپیڅلې عقیدې مهم اصل دی، ځکه چې له الله ج له لورې غمونه امتحانونه دي او په دې امتحانونو کې کامیاب خلک صبر کوي او له لوی درباره د خوشالیو تمه لري باقر ورته داسې اشاره کوي:
اوښکې دې پاکې کړه باقره د امید په دسمال
تل د رڼا په کاڼي سر د تورې شپې ماتیږي
که څه هم باقر د خپل هیواده مسافر دی او د پښتونخوا په خاوره کې ژوند کوي خو هلته يې هم د خپل ټاټوبي مشکلات درک کړي، د خپلو ورونو په داسې استعمال چې د بل چا لخوا ورته د نورو ورونو په مقابل کې غلط ذهنیت ورکول کېږي، خپل درد او غم یو نه ګڼي، بهرني هیوادونه ورباندې قسماقسم نخرې کوي او ان دا نخرې کله داسې حد ته هم رسیږي چې په خپلو کې یو د بل د سرونو په غوڅولو هم سرفه نه کوي او په دې چاره کې ورته جنت ښکاري- باقر پرې دردیږي او د اه فریاد ورته په هنري ژبه داسې بیانوي:
د اسمان ستوري او هغه هم بیا د ورځې ګورم
د انسان سر دی او هغه هم بیا په لار پروت دی
کاڼی زمونږ د وطن کېږدي پکې
خلک پرې ولي او لینده د بل ده
په دی ښار کې زړونه کاڼي شو باقره
چې ستا درد او ستا سلګۍ په کې ډوبیږي
وجود مې ورو ورو ختموي راباندې لیکي تاریخ
باقره چا داسې تاوو کړی په پرکار کې یمه
باقر پښتون دی او د پښتنو په بې ځایه کړنو دردمنېږي، او دا ورته وایي چې راتلونکې نسل ستاسې کړنو اغیزمن کړی او د هغوی په سوچه سپین ذهن کې غلط تصویرونه ځای په ځای شوي دي
دا صحرا ده او که ښار د پښتنو دی
ګریوانونه د چا شته او د چا نه شته
ویل يې مورې زرکوه چاودنه به اوس وشي
په ښار کې یو ماشوم چرته منګی لیدلی وو
باقر د هغه چا لپاره چې د خیر تمه ترې نشي کېدلی، زمونږ حقیقي او دایمي دوستي هم ورسره نا شوني ده او مونږ ته تل د مسکا په ډکه لهجه درانه درانه ګزارونه راکوي خوندور تشبیهات استعمالوي، چې دا زمونږ د ټولنیز ژوند او په ټوله کې د مقدسې خاورې سره د پردیو بدنیتي او عقده روښانه کوي چې د یو ریالیسټ سیاستمدار لپاره د ماخذ ښه مواد دي:
باور مې خود ستا په وعدې نه کېږي
د کاغذونو نه جامې نه کېږي
په هر چا سترګې د چا نه خوږیږي
د هر لرګي نه دروازې نه کېږي
مخکې مونږ د باقر په شعر کې د غیر فعال تخیل یادونه وکړه، مخکې له دې چې ځينې بیلګې يې راواخلو لومړی په تخیل او بیا په غیر فعال تخیل لنډې خبرې کوو، تخیل په لغت کې تصور او ګومان ته ویل کېږي او په اصطلاح کې د حواسو له مداخلې پرته د یوه شي په اړه ذهني تصور له تخیل څخه عبارت دی، تخیل د یوه لازمي لوري په توګه په ټولو هنري، علمي، ادبي او په ټوله کې په نوښتیزو فعالیتونو کې ښکاره کېږي .
ارواپوهان غالبا په دې تاکېد کوي چې تخیل باید د معرفي فعالیتونو په هغه برخه کې وکارول شي چې اوضاع يې خورا زیاته ناټاکلی وي هر څومره چې اوضاع عادي، دقیقه ، مشخصه او ټاکلې وي په همغه اندازه تخیل ته کم چانس پاتې کېږي د تخیل یوه ګټه دا هم ده چې د تصمیم نیونې لپاره زمینه سازي کوي او له معمايې حالت نه د وتلو په لارو چارو کې مرسته کوي.
ارواپوهان تخیل په دوه ډولونو ویشي چې د فعال او غیر فعال تخیل څخه عبارت دی، غیر فعال تخیل هغه دی چې پکې انسان داسې انځورونه رانغاړي چې د عملي کېدو چانس يې کم وي او انسان يې وړتیا نلري مثلا له ځان سره یو ډول سلوک جوړوي چې هیڅکله نه وي اجرا شوي او نه هم اجرا کېدای شي چې دا ډول خبری د باقر د شاعرۍ ډیره برخه رانغاړي.
غیر فعال تخیل کېدای شي قصدي وي او یا غیر قصدي وي ارواپوهان غیر فعال تخیل ته د رنګینو یا شیرینو خیالونو نوم هم ورکوي هغوی زیاتوي چې که چېرته د انسان د تخیل په پروسه کې د دا ډول خیالونو برخه زیاته شي نو د شحصیت په بشپړوالي کې یو علت پیدا کېږي او دا ډول خیالونه اکثره د خوب تښتیدنې، هیجاناتو، اضطراب او پریشانۍ په مهال پیدا کېږی چې د ارواپوهانو دا خبره تر ډیره بریده سمه بریښي ځکه د باقر په شاعرۍ کې د پورته ذکر شوو توکو راوړل په یوه ډول نه په یوه ډول شوي دي.
زه هره شپه په خوب کې څښمه شراب
سحر په زهرو باندې خوله وینځمه
د محبت د اخري حد په حصار کې یمه
تاسره ناست یمه او ستا په انتظار کې یمه
دښته ده تږی یمه دومره پکې زه سړیه
کاڼي زبیښم ترې راوباسمه اوبه سړیه
توره تیاره د چا یادونه درد او اوښکې سلګۍ
زما په خیال خو موسمونه دي پنځه سړیه
په دی نوټونو نوشته انسان به هم راویښ شي
که مې راتوی شول د خپل جیب په دریڅه کې عطر
خلې مې تلې دی د غم سترګو کې
ستا د څادر پیڅکه وهم سترګو کې (ټول غزل تر پایه …….)
تر ډیره ما اوریدلي چې د باقر ځینې بیتونه په عامه اصطلاح ګونګ دي چې دا ما هم په ځینو بیتونو کې درک کړه، زمونږ ددې عصر اکثره شاعران دا چاره کوي او زه يې شاید قصدي وګڼم او دا په دې پار کوي چې د ټولنې لخوا ګونګې شاعرۍ ته د فلسفي شاعرۍ نوم ورکول کېږي چې دا خبره ناسمه ده، دا به په دې مانا نه وي چې باقر ځینې بیتونه فلسفي نه دي لیکلي، د باقر په شاعرۍ کې د فلسفې رنګ هم ایله سر راښکاره کړی چې بیلګې يې شته، خو لومړی به د باقر د شاعرۍ ځینې هغه بیتونه چې ماته ګونګ دي دلته راوړو
اور د شپې بل نه کړې نور تیلي باندې
ستوري دې ړانده کړل په لوګي باندې
ماته اسمان او ستوري داسې ښکاري
لکه را جمعه وي میږي په دیوال
که څه هم پورته بیت مشبه او مشبه به لري خو د دیوال سره د اسمان او د میږیو سره د ستورو تشبې کول نه ادبي مشترکوالی لري او نه خوندور سیمبول دی .
همدارنګه : نن مې جامې د ښار په داسې دوبي ووینځلې
چې د لمنې د داغونو نه مې ساه ختلې
دا ستوري نه دي ماشومان دي نو په دې راغورځي
چې هره شپه د کاغذونو طیارې راغورځي …..
فلسفه تر ډیره د ولې په لټه کې ده او بشر دې ته هڅوي چې د ژوندانه او ددې بې پایه نړۍ په اړه ژور فکر وکړي او د هغې د حقیقت د روښانه لمر په وړاندې د رازونو ځړیدلي توري پردې یوې ډډې ته کړي، باقر ځینې داسې بیتونه لیکلي لکه
سوال مې په ځان کړی بې ځوابه یم
ځان باقره ولې وړم له ځان سره
ښه چې له ماسره ده وي دی کنه
ښه چې له مانه وځي ساه چېرته ځي
چې د چا لاس مات شي نو غاړی له ځي
چې د چا سر مات شي نو دا چېرته ځي
ولې په ما باندې د ښار سترګې راډکې نه شوې
ولې په تا پسې په بله مخه ښار پروت دی
د باقر په شعر ډیرې خبرې کېدلی شي، خو دومره به ووایم چې باقر چې د خوبونو ساه ویستلی شي، زمکې ته پښې ورکولی شي، د زړه نوم اوباسي، ستوري ړندوي، په خپلو سترګو کې د سړي د قدم برداشت لري، د ونې د پاڼو نه کتاب جوړوي، شراب په ډیوه کې څښي او بې ساه دیوال ستړی کولی شي، نو په شعر کې ترې د هنریت له اړخه د لوړو لوړو پروازونو تمه کېدلی شي، باقر ته له لوی درباره اوږد ژوند غواړم ، او د پښتو ادب په غوړیدا کې دده د شاعرۍ ونډه پیاوړي غواړم
په درنښت
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي