د لغمان والي ښاغلی ننګ صاحب

غلام نبي ګل
[pukhto]
د یو لوستي سړي تر ټولو ستر مسولیت دا دی چې خپلې تجربې نورو ته ولېږدوي د همدې مسولیت له مخې د لغمان په مورد کې یو څه وړاندیزونه او خپلې تجربې ستاسو مخې ته ږدم او د فعلي او آینده نسل له مسولیت څخه ځان ژغورم.
نور ستاسو خپل کار دی چې څه کولی شئ او که نه زه نه پوهېـږم او دا د وخت نه وړاندې ده. زه ډېر باوري نه یم غیر له ستاسو ما نورو والي صاحبانو ته هم خپلې خبرې تحریري او تقریري کړيدي. خو تاسو پوهیـږئ په افغانستان کې نيمني نشته هر والي فکر کړی چې که ته پوهیدې خو ته به والي شوی وی چې همدا خبره زموږ د بېرته پاتې والي لامل ده.
په نوره دنیا کې نظریات خرڅېږي که هغه کار آمد وي او که نه خو منحیث د یو نظر او فکر هر څوک ورته په درنښت ګوري په هر حال سل په لالي پور وي دا یوه یې د بنګړو.
1: یواځې لغمان نه یادوم د هېواد په سطحه له داود خان نه وروسته ټولو حکومتونو په هوا کې تورې چلولې مطلب دا چې هر کار ته بې له سروې، بې له سنجشه او بې لدې چې لومړیتوبونه په نښه او مشخص کړي یو کار ته وړاندې شویدي. زه وړاندیز کوم چې یوه د سروې اداره ایجاد کړئ دا اداره به مسولیت ولري چې څو میاشتو یا کال کې لاندې معلومات زموږ مخې ته کېږدي:
څومره نفوس لرو ( د جنس، تعلیم او بې تعلیمه)،(د مهاجرو تعداد راغلی او پاتې) د نفوسو د زیادښت له کبله مو څومره زراعتي ځمکه له لاسه ورکړې او پرې کورونه جوړ شوي دا کار یعنې سروې د ټولو سکتوري ادارو په چوکاټ کې هم تر سره کیدای شي چې د سروې مسلکي کسان ولري.
مثلاً د زراعت ریاست باید معلوم کړي چې داخلي مهاجرتونو چې د ځمکو کوم اصلي مالکان له خپلو مېنو بې ځایه شوي په تولید یې څومره ناوړه آثر کړی او یا دا چې څومره ځنګلونه تخریب شوي او بیارغاونه یې څنګه تر سره کیدای شي، او یا دا چې د مالدارۍ په حصه کې څه کولی شي اسانه او کم مصرفه لارې چارې په ګوته کړي. په همدې ترتیب هر سکتوري ریاست.
زما په باور چې موږ په کومو ارقامو چلېږو تر ډېره خیالي او له لسګونو کلونو وړاندېني دي.
۲: د لغمان د درې سیندونو اوبه څنګه مهارولی شو؟
د کوچنیو او متوسطه کانالونو بندوبست، د (۹) کانالونو ابتدایې سروې چې ما ۲۵ کاله مخکې تر سره کړې د مدیرا په دفتر کې شاید موجوده وي او که نه وي هغه نقطې چې کانال باید ترې تېر شي ما سره شته او د همدې لیکنې سره یې زه ستاسو په اختیار کې ږدم.
هغه څه چې د کانالونو په مورد کې په فعلی شرایطو کې اندیښنه ده هغه دا ده چې زورواکي به مداخلت وکړي او قومونه هم تر ډېره ددې کار خنډ ګرځي خو پدې مورد کې د یوې ستراتېژي جوړول چې قومونه هم پکې برخه ولري اړین دي. پدې برخه کې زه خپلې تجربې چې ځمکه چاته ورکړل شي څنګه ورکړل شي څو فیصده قوم ته او څو فیصده نورو قومونو ته په کوم قیمت او په څومره قسط، د څو کلونو په جریان کې. خپلې تجربې تاسې سره شریکوم او هغه قومونو چې ځانونو ته کانالونه جوړ کړي د هغوی تجربې هم له موږ سره مرسته کوي.
د سیندونو د مهارولو په رابطه باید موږ د داوود خان د وخت ۲۵ پلان پیدا کړو. اوریدل کېږي چې په هغه پلان کې د تنګي ابریشم بند برق او کانال چې د بابا صیب دشته یې خړوبوله په نظر کې وه او هم د کابل جلال آباد سرک یې د بابا صیب له دشتې تېراوه او د بادپښ په کنډو یې د سروبي بند ته ویسته او هم یې د الینګار سیند اوبه د یو لوی کانال په واسطه د الیشنګ سیند ته غورځولې او بیا یې د عمرزیو په ساحه کې د بابا صیب دشتې ته وړلې که څه هم دا غټې پروژې دي خو ولس باید په جریان کې وي.
په همدې رابطه که چېرته د لویو کانالونو لپاره پیسې نه پیدا کېږي خو پدې باید فکر وکړو چې څنګه کیدای شي د آلیشنګ د سیند موسمي اوبه چې کافي زیاتې وي د عمرزیو له ساحې نه یې د بابا صیب دشتې ته وړی شو او که نه فعلاً له همدې ساحې د بابا صیب زیارت ته یو وړوکی ویاله وړل شویده او دا له موږ سره مرسته کوي.
د اوبو د مهارولو په رابطه له سیندونو باران ته ورځوزه وایم چې ننګ صیب ټول کارونه تجربه کړه خو د یو څو مصنوعي ډنډونو جوړولو تجربه ضرور وکړه او دا د حکومتونو کار دی چې په آینده فکر وکړي ځکه چې زموږ د ځمکې لاندې اوبه په بې څاري ډول کمېږي او دا مصنوعي ډنډونه به مرسته وکړي چې زموږ د ځمکې لاندې اوبه یو څه تقویه شي.
دا تجربه هم د بابا صیب په دشته کې د ګلارام غره لمنه کې او یا هم ګمبیري کي کیدای شي دا یو سر وي غواړي.
زموږ تجربه ښيي چې په غرونو کې د چک بندنو په واسطه اوبه مهارول ممکن دي خو پُرمصرفه دي او بله دا چې ژر ډکېږي خو په دشتو کې دغه چاره اسانه ده.
د زراعت په برخه کې عاجل کارونه:
یوه خبره چې باید ټولو ته جوته وي هغه دا ده چې د لغمان خصوصاً قرغیو او الیشنګ د سیمې زارعین د زراعت په تخنیکي برخه کې له لوستو انجینرانو یو څه وړاندې دي خو په هغه څه چې نه پوهیږي دا دي چې پدې اخرو کلونو کې د کیمیاوي درملو استعمال په کروندو خصوصاً په ترکاري بابو او بادرنګو، باغونو او نورو کې بیخي ډېر شوی دی او دهقانان د دې درملو په لرې او نژدې زیانونو نه پوهیږي. چې له هوا واخله د ځمکې تر لاندې او سر اوبه ټولی خرابوې پدې برخه کې جدي توجه پکار ده. ځکه دهقان د خپل محصول د ډېرښت په غم کې دي او هغه د دې درملو هم ځان او ټولنې ته په ناوړه عواقبو نه پوهېږي. دا د حکومت د اړونده سکتور دنده ده چې څنګه دې معذلې ته رسیدګي کوي.
له نن ۲۵ کاله وړاندې موږ د سړو خونو د جوړولو خبره کوله خو په هغه وخت کې پدې ونه توانېدو ځکه چې برېښنا نه وه. د روستایې انکشاف ماهرین همیشه په محلي لارو چارو فکر کوي موږ هم په محلي لارو چارو فکر کاوه. زموږ تجربه ښیې چې سړې خونې ښې دي خو پُر مصرفه دي د برق مصرف یې دومره زیات دی چې له ګټې نه یې تاوان زیات وي.
۲۵ کاله وړاندې ما پدې فکر کړی و چې د اوړي محصول خصوصاً پیاز او کچالو باید سړو سیمو ته انتقال شي. په هغه وخت کې سړک غټه ستونزه وه خو اوس چې اکثراً سړو سیمو لکه: کلمان، ملخنی او پراژغان ته سړکونه تللي د حکومت په مرسته باید شخصي سکتور دې کار ته مخه کړي او په سړو سیمو کې له محلي موادو سټورونه جوړ کړي که زیاد پدې برخه کې څه نشي کیدای خو د سږ کال لپاره یو تجربه وکړئ فکر کوم چې تر ډېره به دا چاره کامیابه وي.
زعفران:
له نن نه ۲۵ کاله وړاندې د زعفرانو تجربه موږ کړې وه خو د لغمان په مرکزي سیمو کې کامیابه نه وه بوټي یې ډېر خوار ول. زعفران یې فکر کوم د کیفیت له کبله ډېر ښه وو، یوه کوچنۍ پاڼې یې د یو غټ سطل د اوبو رنګ بدلاوه خو هغه وخت کوم لابراتوار نه وه، اوس باید په غرنیو سیمو کې تجربه شي.
د ترویج د مامورینو په هکله وړاندیزونه:
د ترویج مامورینو زوړ سیستم چې هرې ولسوالۍ لپاره به یو یا دوه مامورین مقرریدل باید ختم شي. هر کروندګر باید خپل موظف د ترویج مامور او یا د څارویو ډاکټر وپېژني او د دوی تر منځ اړیکې پیاوړې شي تر څو اعتماد پیدا شي دا چې اوس پیاوړی مخابراتي سیستم لرو پدې برخه کې له موږ سره مرسته کوي.
اوس په کار ده چې کروند ګر او مالداران د ترویج په مامورینو او وترنر ډاکټرانو وویشو او د تیلیفون له لارې هم باید دا اړیکې پیاوړې شي. لستونه او د تیلیفون شمېرې باید په یوه دوسیه کې خوندي وي. لدې لارې اړونده مسولین کولای شي خپل مامورین په اسانۍ تعقیب کړي او څارنه یې وکړي.
لدې لارې کېدای شي موږ مخکښه دهقانان وپېژنو او پر هغوی لا ډېر کار وکړو او د ملک نه بهر او د ملک دننه یې له نورو مخکښو زارعینو سره د دوی د تجربو د شریکولو لارې برابرې کړو دې چارې ته باید د زراعت د مسولینو پام وي.
د زراعت په برخه کې سرمایه ګذاري:
زموږ بدبختي دا ده چې زموږ ملي او غټ پانګوال یا په پاپـــړو سرمایه ګذاري کوي او یا له خارج نه د کباړ او دویم لاس موټرو په واردولو لاس پورې کوي.
حکومت باید د دې کار مخه ونیسي او تجاران باید تشویق شي چې د زراعت په برخه کې سرمایه ګذاري وکړي او ددې چارې لپاره باید یو ملي ستراتیژي موجوده وي.
ما مخکې کانالونه یاد کړه په همدې کانالونو باید شخصي سکتور یعنې پانګوال سرمایه ګذاري وکړي او د یو توافق له مخې دې سرمایه ګذار ته ځمکه ورکړل شي او سرمایه ګذار کولی شي خپله ځمکه پلوري او یا خپله ترې استفاده کوي.
او په همدې ډول سرمایه ګذار کولی شي د برق په وړو بندونو او د همدغو کانالونو نه په استفادې سرمایه ګذاري وکړي.
د زراعتي پیداوارو د لوړولو دوه لارې دي. د زراعت عصري کول او د ځمکې زیاتول چې د کانال ویستلو له لارې دا چاره تر سره کېدای شي فکر کوم چې د افغانستان په اکثرو غرنیو سیمو کې د زراعت ماشیني کول او عصري کول ممکن ندي خو فني کېدل یې ممکن دي موږ باید په دواړو برخو کې کار وکړو.
له میډیا نه د زراعت په سکتور کې استفاده:
بزګران په متواتر ډول په خبره پوهول پکار دي او دا چاره د تلویزیون خصوصاً د راډیو په واسطه ښه تر سره کیدای شي، پدې برخه کې شخصي او ملي راډیوګانې متوجه کول غواړي.
په جبه زارو سیمو کې د زابرونو کیندل:
دا چاره په شخصي ځمکو کې د هیواد په سطحه سابقه نلري خو په دولتي فارمونو او ځمکو کې زابرونه شتون لري. پدې برخه کې یو سروې پکار ده که څه هم د دوه لسیزو وچکالي او د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په وجه بعضې ځمکې لږې وچې شوي دي خو هغسې نه چې په تولید ډېر آثر ولري.
د مصنوعي ځنګلونو جوړول او د طبیعي ځنګلونو ساتنه او بیارغاونه:
که څه هم دولت به بهانه ونیسي چې د ځنګلونو رغول او ساتنه او یا د مصنوعي ځنګلونو جوړول د امنیت په وجه امکان نلري، خو دا درسته خبره نه ده.
د ځنګلونو رغول ډېر وخت ته اړتیا لري پدې برخه کې باید د کرزي د حکومت له اوایلو نه کار شروع شوی وای. او دې چارې ته لومړیتوب ورکړل شوی وای خو متاسفانه د بل په اوږو بار حکومتونه همیشه دا نیمګړتیاوې درلودلې چې د لومړیتوبونو په ټاکلو کې پاتې راځي کیدای شي چې یو لوی د برق بند په درې څلورو کلونو کې جوړ شي خو د ځنګلونو رغول کلونه وخت غواړي دا کار باید مخکې شروع شوی وای.
د لغمان خلک باید وپوهیږي چې لغمان ۱۲۰ کاله وړاندې داسې نه وه لکه چې اوس دی د هغه وخت لغمان له کشمیر او سویس سره هیڅ فرق نه درلود.
د لغمان څومره شاوخوا لوی او واړه غرونه او غونډۍ چې ګورئ په ونو شنې وې، هغه وخت چې امیر حبیب الله خان کله ګوش ته د ښکار لپاره ورته هغه سیمه کاملاً ځنګل وه که باور نه کوئ ورشئ ویې ګورئ. چې د ډېرو غټو ونو آثار هلته معلومېږي زه وایم چې ځنګلونه باید د زراعتي ځمکې په شان د سیمې په افرادو د طویل المدت قسط په اساس وویشل شي تر څو یې هم ساتنه او هم رغاونه وشي دا خبره د هېواد او دولت په سطحه مطرح کول پکار دي.
بعضې غرونه او غونډۍ چې اوس سپیره او بې ونو دي. دا باید هم د مصنوعي ځنګلونو په خاطر په افرادو وویشل شي خو په لومړي قدم کې موږ باید یو پراخه مصنوعي ځنګل ولرو چې خلک ترې زده کړې وکړي.
د عوایدو سرچینې:
دولتي عواید په مالیاتو زیاتېږي او یا په تولید زیاتېږي د امریکا له حکومت نه غوښتنه دا ده چې د حکومت داخلي عواید باید زیات شي. ولس او خلک هغه وخت په پراخه ټنډه مالیات ورکوي چې ولس مطمئن شي چې همدا د دوی مالیات بېرته د دوی په سوکالۍ مصرفېږي.
او که مالیات شخصي جیبونو ته ځي لکه چې همداسې ده عواید په زرو کلونو کې نه زیاتېږي. که د فساد مخه ډب نشي د هیواد لپاره ډېرې خطرناکې پایلې درلودلی شي تر اوسه نه د کرزي هڅو او نه د اشرف غني هڅو پدې برخه کې نتیجه ورکړې دا چې ولې یې نتیجه نده ورکړې لامل یې روښانه دی، همدې حکومتونو دولتي کلیدي پوستونه په پیسو خرڅ کړي دي چا چې دا پوستونه رانیولي معنا دا چې په همدې برخه کې یې سرمایه ګذاري کړې ده څوک چې په یو برخه کې سرمایه ګذاري وکړي باید د خپلې سرمایې زر چنده وګټي.
که د ریاستونو او ولایتونو خرڅيدل څوک راسره نه مني دا خوبه مني چې په همدې تیره ۱۷ کلنه امریکایې دوره کې کلیدی کرسیو ته افراد د زورواکو او وکیلانو په مرسته او همکارۍ مقرر شوي پدې هیله چې ګټه نیمایې او یا ۸۰٪ فیصده د وکیل او یا زورواکي وي، په داسې حالت کې که سوونه د فساد ضد ادارې جوړې شي کار نه ورکوي.
په هر ټولنه کې متعهد او الله(ج) نه ویریدونکې کسان ضرور وي خو د چا ورته پام نه وي لدې کسانو یو کاري متعهد ټیم جوړیدلی شي ضرور نده چې هر غل او فساد کوونکی دې سیاست وکړي او یا دې د حکومت کارمند وي.
ستونزه په حکومتونو کې ده دا جې نن ورځ څومره ډالري میلیونران ګورئ پدې یوه نیمه لسیزه کې د حکومت په لمن کې میلیونران شویدي پدې هر څوک پوهېږي خبره د حکومتي عوایدو د زیاتېدو وه په هره کچه چې فساد کمېږي عواید پورته ځي.
په لغمان کې ظریفه معدنیات نشته که وي شاید زه خبر ونه لرم دا د عوایدو سرچینه ده. د لغمان په ګاونډ نورستان کې په لسګونو کمپریسرونه کار کوي څه شی چې لاس ته راوړي قاچاق پاکستان ته ځي له همدې معدنیاتو څخه خمس طالبان اخلي حکومت ته یې ګټه نشته.
دا لړۍ دا ۴۰ کاله جریان لري که همدا معدن چیان په ښکاره د لغمان له لارې خپل پیدا کړي او یا استخراج کړي ظریفه کاڼي د کابل او جلال اباد بازارونو ته یوسي یو اندازه عواید حکومت ته په لاس ورځي، خو شرط دا دی چې شفافیت موجود وي او فساد نه وي.
دا کمپریسرونه له هوا نورستان کې ندي ښکته شوي او نه تېل او باروت د هوا له لارې هلته وړل شوي په همدې لغمان د مهترلام د ښار په منځ غځيدلي سرک نورستان ته رسیدلي.
په الیشنګ کې د ډېر ښه کیفیت تعمیراتي کاڼي شته وزارت معدن کې سروې موجوده ده پدې برخه کې کار په کار دی چې شخصي سکتور دغه کاڼي په همغه سیمه کې ثیقل کړي او برق ورته له مهترلام نه وغځيږي.
دې کې شک نشته چې له دې معدنونو څخه به یو څه ګټه طالبانو ته ورسېږي خو زیاته ګټه به حکومت ته وي ځکه چې په زیات مقدار همدا ثیقل شوی تیږې له پاکستان نه د کابل او جلال اباد بازارونو ته ځي.
د صحرایې او غرنیو بوټو د نسل د ورکېدو اندېښنه: د حکومتونو دنده ده چې د ځنګلونو په خوا کې د صحرایې بوټو نسلونه له ورکېدو وژغوري پدې برخه کې پراخه څېړنه پکار ده او که نه تاریخ به دا حکومتونه او اړوندې ادارې محکومې کړي.
کیدای شي چې پدې برخه کې زیات معلومات او د ژغورنې په برخه کې خپلې تجربې د لغمان د سکتوري برخې له کارمندانو سره شریکې کړم خو فعلاً د هغو بوټو چې ماته ډېر ګران وو او زما د ماشومتوب د وخت خاطرې ورسره ژوندۍ کېږي یواځې نوم اخلم.
برړه د دې بوټي له څانګو به موږ ژولې راویستلې، غوړاسکی دا بوټي به دهقانانو د ځمکې د تقویې لپاره د شولو په بزغلي کې شینده، ګنډېری، غوړګه، خمزوره، منج او په لسګونو نور… بوټي چې نومونه یې زما په یاد نه دي په همدې ډول د نورو وحشي بوټو تخمونه چې د اوبو او ویالو په څنډو زرغونیدل هم د ورکېدو په حال کې دي دا ټوله بدبختي موږ ته د غربت او نفوسو د تکاشف نه رسیدلې او حکومتونه په دې ندي توانیدلي چې خلکو ته پدې برخه کې روزنه ورکړي.
دا غرني بوټي اکثراً د کلونو په اوږدو کې مخکې لدې چې تخمونه یې پاخه شي او په دشتو کې تیت شي د سوخت لپاره د سیمې خلکو لخوا له بیخه ویستل شوي چې دا ټوله د عدم آګاهي ستونزه ده.
د قلعه سراج باغ:
د لغمان ښار د نفوسو د زیاتوالي په وجه کیدای شي چې دا باغ د حکومت لپاره یوه ښه عایداتي منبع او د خلکو لپاره یوه ښه تفریحګاه شي. دا باغ د حکومت لخوا غصب شوی. باغونه په اکثرو هېوادو کې د ښاروالۍ ملکیت وي او ښاروالان تر ډېره د ولس او ښاریانو لخوا ټاکل کېږي.
بله جفا چې لدې باغ سره شوې دا ده چې د دې باغ د احاطې دیوال په پخوانۍ بڼه او یا تر هغه ښه رغول شوی وای متاسفانه د همدې حکومت په وخت کې دوه دفعې مخکې سطحي رغول شوی و خو ژر خراب شو او په درېیم ځل چې همدا اوس کومه بڼه لري له بد نه بدتر شوی.
بودیجې ته یې په کتو باید قراردادیان یې څارنوالۍ ته معرفي شي. د دې باغ دیوالونه د اعلاناتو لپاره هم ښه عایداتي منبع کیدلی شي خو شرط دا دی چې دیوال کم نه کم درې متره لوړ شي او سر باندې پیک داره آهن چادر شي چې د اعلاناتو محافظت وکړي.
بله خبره دا ده چې د باغ یوه برخه د زراعت ریاست غصب کړې او د ترویج مدیریت یې پکې جوړ کړی، په بله څنډه یې فکر کوم سرې میاشتې نیولې او تعمیر یې پکې جوړ کړی او په بله څنډه کې یې مسجد جوړ شوی دا ټول باید له باغ نه لرې شي د مسجد لپاره د همدې مسجد مخامخ چې د کارته مامورین په نوم یادېږي د مسجد ځای شته دا فعلي مسجد باید هلته جوړ شي او موجود مسجد شهید کړای شي ځکه چې د باغ په قصر کې بل مسجد شته.
د باغ د قصر په جوړونه کې هم ناغېړي شوې له داخله خو مې ندی لیدلی خو د برجونو او د قصر دیوالونه او تعمیر هم باید آهن چادر شي چې زیات عمر وکړي او له لمر او باران نه په امن کې شي. د باغ لوړې ونې د استرالیایې بلوط په نامه یادېږي دا بلوط د افغانستان په بله سیمه کې نشته د نن نه ۲۰ کاله وړاندې زما دې خبرې ته پام شو چې که دا ونې زړې شي نسل به یې ورک شي، ما یې په تکثیر شروع وکړه په پلاستیکي خلطو کې مې څوسوه همدا بلوط وروزل خو په تاسف چې یو لوی سیلاب چې پدې باغ او ولایت راغی او بوټي هم په همدې باغ کې وه له منځه ولاړل.
یواځې په حدود د شل دېرش بوټي پاتې وه هغه طالبانو د مهترلام په جامع مسجد کې کینول چې ځینې وچ شول او یو څو ونې یې پاتې دي چې یوه یې د زوړ ولایت په مقام په څنډه کې فکر کوم چې شته دی.
د خوشحالۍ خبره دا ده چې یوه ورځ مې همدا د استرالیایې بلوط بوټي ولیدل فکر کوم چې د شخصي سکتور قوریه دارانو روزلي وه. د قلعه سراج باغ باید د ښاروالۍ ملکیت شي او په خلکو پورې اړه پیدا کړي او د حکومت له بند نه ازاد شي.
د درونټې د بند کاسه یا پخوانی ډنډ:
د بند کاسه په لغمان پورې اړوند ده که په بریښنا بند پورې زه نه پوهیږم خو په هغه څه چې پوهیــــــږم دا دی چې د بند کاسه باید پاکه شي او خپل لومړنی شکل اختیار کړي، شاوخوا یې لویه کټاره یا سیم خاردار ونیول شي او هوا یې هیلیو لپاره یو محفوظ او خوندي ځای شي او د جلال اباد او لغمان د ښاریانو لپاره یوه تفریحګاه.
دا یو سروې غواړي چې مصرف یې معلوم شي که په اصلي او اول شکل یې رغول د بودیجې د نه پیدا کیدو په وجه ممکن نه وي د فعلاً لپاره باید په زراعتي ځمکه تبدیل شي او د سیند مسیر چې فعلاً ګډوډ دی یو لوري ته شي دا کار په کمو مصارفو هم کیدلی شي. همدا ساحه که ځمکه شي د کال به ۲۰ زره ټنه غله تولید ورکړي.
د انکشافي هڅو ملاتړ:
د حکومتونو له دندو څخه یوه دا ده چې د انکشافي هڅو ملاتړ وکړي که هغه په هره برخه کې وي. دا چاره د کار له پیدا کیدو او تولید سره مرسته کوي.
د انکشاف یو اصل دا ده چې حکومتونه او خیریه ادارې باید کلیو ته د دې لپاره لاړې نشي چې تاسو ته څه وکړو باید وګورئ چې خلک په څه اخته دي کوم نوښتونه لري څه اختراعات لري په خپلو کارونو کې له څه ستونزوسره مخامخ دي په هغه برخه کې ورته لاس ورکړئ.
که فعالیتونه یې غځيدلي وي او د پيسو له کموالي سره مخامخ وي باید پور ورکړئ او که د ملک نه بهرو وسایلو راوړو ته اړتیا لري سهولتونه ورته برابر کړي که په اړونده برخه کې د ملک نه بهر زده کړو ته اړتیا وي زمینه ورته برابره کړئ. لوړ تعلیمات ښه دي خو د انکشاف لپاره حرفوي او تخنیکي زده کړې پکار دي چې تولید صورت ونیسي، فعلي انکشاف یافته هیوادونو همدا منزل وهلی دی.
کوچني د برق ابي توربینونه:
په فعلي شرایطو کې موږ تر ډېره له وارداتي برېښنا نه استفاده کوو زموږ له اقتصاد سره اړخ نه لګوي. د مثال په ډول موږ په ښآرونو کې د کور پر سر کم نه کم د کال شل زره افغانۍ د برق بل تحویلوو چې دا پیسې بیا تاجکستان او ازبکستان ته ځي زموږ د سروې او معلوماتو له مخې یو دهقان چې د کال یو خروار غنم او یو خروار وریجې حاصل اخلي او مجموعي پیسې یې ۲۵۰۰۰ زره افغانۍ کېږي د برق بل تحویلي توان نه لري.
د دوی لپاره په کلیو او بانډو کې واړه ابي توربینونه، ډاینموګانې د ژرندو په وټیو کې ولګول شي. زه په خپل کلي کې همداسې یو ډاینمو لرم چې شل کاله وړاندې مې د ژرندې ناوې ته ایښې او ۵۰ کورو ته برق ورکوي او هر کور په کال کې د ۱۵ منه غلې په حدود کې غله ورکوي چې ټول قیمت یې ۳۰۰۰ افغانۍ کېږي.
د فعلاً لپاره تر څو چې لوی ابي بريښنا کوټونه جوړېږي له ملک نه د پیسو د وتو یوه لاره ده چې باید فکر پرې وشي او دا کار عام شي. کله چې له ملک نه د پیسو د وتو مخه ډب شي انکشاف په خپله منځ ته راځي.
د معارف په برخه کې وړاندیزونه او د کیفیت د ښه کیدو لارې چارې به بل وخت ته پرېږدو د فعلاً لپاره همدومره خو ډېرې خبرې، تجربې او وړاندیزونه پاتې دي په هغې به بیا غږیږو، خو شرط یې دا دی چې تاسو چارواکي یې د اوریدو شوق او مینه ولرئ او که مینه یې ونلرئ دا به مې تاسو ته اولنۍ او اخري لیکنه وي. خو تر اوسه مې لدې شان منډو ولس ندی خبر وروسته لدې غواړم چې د مطبوعاتو له لارې خلک خبر شي ملامت او سلامت ورته معلوم شي.
په ډېر درنښت
[/pukhto]
الله ج دی عمر دراز درکړی