67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مازيګر بنډار اوولسمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان

[pukhto]
ياده ناسته د جدي په يوويشتمه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې ترسره شوه.
د بنډار لومړۍ برخه غيرت مل محمدزي ته ځانګړې شوې وه چې د خپل ژوند له ترخو او خوږو خاطرو سربېره يې په ټوکو ټکالو د بنډار ملګري وخندول.
غيرت مل محمدزی د لغمان ولايت، علي شنګ ولسوالۍ، د اسلام اباد دی، چې اوس په جلال اباد کې اوسي، نوموړی شوقي دی، مجلسونه کوي او له ګڼ شمېر هنرمندانو سره ملګرتيا لري، هغوی سره مجلسونو ته ځي او کله نا کله اواز خواني هم کوي.
غيرت مل ټوکه کوله چې( يو ښځې خپل مېړه ته وويل که ستا پر ځای مې له يو شيطان سره واده کړی وی، نو ښه به وه.
مېړه يې ورته وويل چې توبه وباسه.
ښځه يې حيرانه شوه: ولې؟
مېړه يې ځواب ورکړ: د خور او ورور نکاح نه کېږي).
غيرت مل کيسه کوله چې کلا جانان خان ته سيل ته تللي وو، کله مو چې سيل وکړ، نو کوربنو راپسې ماشومان راوپارول، هغوی راپسې تيږې راواخيستې او را په منډه يې کړو.
(يو ځوان ملا ته ورغلی و او ورته يې ويلي و چې ملا صيب دعا راته وکړه چې بچي مې وشي.
ملا ورنه پوښتلي وو چې واده دې کړی؟!
ځوان ورته ويلي و: که واده مې کړی وای؛ نو بيا مې له تا دعا څه ته غوښته).
غيرت مل مزار ته د تلو خاطره ياده کړه چې کرايه ورسره نه وه، حيران و چې څه وکړي؟ تر کابله يې ځان رسولی و، وايي هلته يو هوټل نه ننوتم چې ګورم واده دی، بس نېغ مې ځان د سندرغاړي خوا ته ورساوه، مايک مې ترې واخيست او ټپې مې شروع کړې. چې څو شېبې تېرېدې جېب کې مې دومره پيسې خلکو را اېښې وې چې ځان پرې مزار ته ورسوم.
غيرت مل ډېرې ټوکې وکړې، ملګري يې وخندول او په اخره کې د څو طنزيه لنډيو له زمزمه کولو وروسته کېناست.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې قهار مومند، احمد جمال جمال، زلمي زايل، حقيق الله ننګيال، زاهد افغان، نصرت ارمان، غلام سخي روغانيوال، وحيد سرحدي او عزت الله ځواب پکې خپل شعرونه واورول. وړوکي اکمل خان پکې د ملنګ جان يو شعر ترنم کړ.
د بلې ناستې لپاره هارون راعون پر (درېيمه سترګه) د لېکچر ژمنه وکړه.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

پښتو بین اللهجوي املا
باز
ببر سری
د حيثيت، شخصيت او شهرت پېژندنه‌
د پارکونو قانوني غصب
د پېريانو تنور
قهرمانان څوک وو؟
اردوغان چې زه پېژنم!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2018
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Dec   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /