د مازيګر بنډار دوهمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
ياده ناسته د سپتمبر په ۲۸ مه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې پيل شوه، په تېره ناسته کې ټاکل شوې وه چې پروېز افګار به د قانون په موضوع ملګرو ته لېکچر ورکوي، خو د لارې د بندېدو له امله هغه ونشو کړی چې په وخت راورسي. د بنډار ملګرو مناسبه وبلله چې مشاعره په لومړۍ برخه کې وکړو او تر هغې چې مشاعره خلاصېږي، افګار به راورسېږي.
په مشاعره کې، نورستان شينواري، افتخار جانان، مهربان ستومان، صادق الله صادق، ذاکر الله احساس، زبير ودان، ميوند شينواري، احمد جمال جمال، عزت الله ځواب او نصرت ارمان خپل شعرونه وويل.
ورپسې انجينر مسعود په مذهبي افراطيت او د زغم په نشتون لنډې خبرې وکړې، هغه وويل چې؛ اوس د فتوا ورکولو حق هر چا خپل کړی او پرته له پوهې په نورو د کافر فتوې ورکوي.
نوموړي وويل ځوانان دې ددې چاره وکړي او د ذهنونو په روښانه کولو کې دې ونډه واخلي.
پروېز افګار راورسېد او له مقدمې پرته يې په خپلې موضوع خبرې شروع کړې.
( قانون عربي کليمه ده چې د اصولو او قواعدو په مانا دی).
د ټولنې د نظم او دسپلين لپاره اصولو او قواعدو ته اړتيا ده او د دغې اړتيا له مخې قانون رامنځ ته شوی.
د افغانستان قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ کال د فبرورۍ په مياشت کې چې امان الله خان په جلال اباد کې لويه جرګه رابللې وه جوړ او تصويب شو.
وروسته په پغمان کې لويه جرګه وشوه او په قانون کې يې ځينې تعديلات رامنځ ته کړل.
کله چې د حبيب الله کلکاني حکومت شو، نو په ارګ کې به سپي او مړزان جنګېدل او خلک د ټولمنلي قانون تابع نه وو.
افګار دا خبره هم وکړه چې؛ د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې لويه جرګه نشته، هلته نظر پوښتنه کېږي او قانون جوړېږي او جرګه يوازې افغاني کلتور دی.
افګار د اساسي قانون ځينې ځانګړتياوې هم وښودې چې؛ تقليدکېږي نه، د ټولنې ستونزو ته په کتو جوړيږي، قانون د ارزښتونو له مخې رامنځ ته کېږي او ارزښتونه د ټولنو ترمنځ ويشل شوي، نو ځکه د يوې ټولنې قانون بلې ته د تطبيق وړ هم نه دی.
هغه د برتانيا د هېواد د قانون په اړه وويل چې ليکلی شکل نه لري، بلکې هلته غير مدون شکل لري او د خلکو ذهنونو منلی.
د اوسني قانون د جوړېدو په جرګه کې د طالبانو د استازو نشتون د دې لامل شو چې هغوی مخالف اړخ ونيسي او دا ستونزه تر اوسه روانه ده.
د افغانستان اساسي قانون په منطقه کې بې ساري دی، خو دا چې د قانون ځينې مادې د دولت له توان نه پورته دي، نو د ډېرو چارواکو د استهزا لامل شوی هم دی.
افګار له دغو مادو نه ځينې په ګوته کړې.
(د منځنۍ زدکړې اجباري کول) د قانون برخه ده، چې دولت به ورته هڅه کوي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
زموږ د قانون ښې خواوې هم ډېرې دي، چې د نمونې په توګه يې د بيان ازادي ده، په ډېرو هېوادونو کې خلکو ته دا ازادي نه ده ورکړل شوې.
افګار د سوله ايزو لاريونونو حق چې قانون ورکړی د نمونې په ډول ياد کړ، خو دا چې مظاهره چيان تجاوز کوي، د خلکو ستونزه ده.
(د شخص استوګنځی له تيري خوندی دی) زموږ د قانون ماده ده، خو امريکايان ترې تجاوز کوي.
د لوړو زدکړو اختصاصي موسسې جوړول زموږ د قانون ښه امتيازي ځانګړنه وه.
د افغانستان ټولو اتباعو ته وړيا درملنه. د قانون ماده ده، خو د افغانستان دولت ترې عاجز دی. دولت خپله په ځان ځينو مادو کې قانون بوج کړی او د دې له امله نورې مادې هم د پښو لاندې شوي.
افګار خواشيني وښوده چې د افغانستان په اساسي قانون کې ډېرې ګټورې مادې شته، خو دا چې عملي شوي نه دي، نو ځکه ټولنه او هېواد له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. په قانون کې ستونزه نشته، ستونزه د قانون په نه تطبيقولو کې ده.
هغه دا هم وويل چې؛ د ټولنې ډېری افراد تر اوسه د قانون له مادو ناخبره دي، چې دا يوازې جرم نه بلکې د خپلو حقوقو نه بې برخې کېدل هم دي.
افګار منله چې پارلمان د قانون تفسيرکوونکی دی، خو دا چې د افغانستان په پارلمان کې علمي خلک نه دي ناست، نو قضايي تفسير بايد وشي، يا هم شخصي تفسير غوره دی.
پارلمان د قانون د جوړولو صلاحيت نه لري، قانون جوړول په افغانستان کې د لويې جرګې صلاحيت دی، چې د هېواد د ټولو اقوامو استازي پکې شتون ولري.
د جزا د قانون په اړه يې داسې ويل چې؛ دا ښاغلي موسی شفيق د ترکيې د عثماني خلافت اساسي قانون ترجمه کړی او د افغانستان د جزا قانون يې ترې جوړ کړی.
کوم د جزا قانون چې اشرف غني اوس پارلمان ته لېږلی، هغوی يې لوستو ته وخت نه لري او يا پرې نه پوهېږي. دا يو پراخه قانون دی چې په توشيح کېدو سره به يې د ډېرو جرمونو مخنیوی وشي، خو که په ټولو تطبيق شي!
د غونډې ځينو ګډونوالو د افګار د خبرو په منځ – منځ کې خپل نظرونه او پوښتنې هم شريکي کړې او پوره بحث وشو.
ياده دې وي چې په دې ناسته کې، غلام سخي روغانيوال، حزب الله شهباز، زاهد اديب، عمران اشنا او عطاالله ځواب هم ګډون کړی و. د بلې اونۍ لپاره نصرت ارمان حاضر شو، چې د لنډې کيسې په هنر لېکچر ورکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي