د مازيګر بنډار شپاړسمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
د مازيګر بنډار د جدي په څوارلسمه خپله شپاړسمه ناسته سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې پيل کړه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې نور عمر په اټومي رقابت باندې تيار کړی ليکچر وړاندې کړ.
نوموړي وويل: ( په هستوي يا اټومي وسلو کې له يوارنيمو څخه کار اخيستل کېږي، چې يو ټن د يوارنيمو انرژي د يو ميليون باروتو له انرژۍ سره برابره ده. کله چې انشټاين د امريکا جمهور رئيس فرانکلين ته ليک واستوه او هغه ته يې د المان د نازي حکومت د اټومي وسلو د هڅو په اړه خبر ورکړ نو همدغه وخت د هستوي يا اټومي وسلو د جوړولو پيل و.
د لومړي ځل لپاره امريکا په شيکاګو کې خپل لومړی اتوم ښکاره کړ او وروسته يې په ۱۹۴۵ م کې په مکسيکو کې خپله لومړنۍ اتومي ازموينه وکړه.
له همدې څه وخت وروسته يې په هيروشيميا او ناګاساکي باندې اټومونه استعمال کړل. د هغې الوتکې پيلوټ په ۲۰۱۳ کې د ۹۲ کالو په عمر مړ شو).
دا چې ولې هستوي وسلو ته اړتيا پيدا کېږي؟ نور عمر يې په اړه داسې وويل:
کوم هېوادونه چې هستوي وسلې لري هغوی نور تهديدوی شي او خپلې غوښتنې پرې مني. امريکا په اوس وخت کې ښه بېلګه ده. هستوي وسلې د جنګ لوری بدلوي، په دوهمه جګړه کې امريکا په هستوي وسلو وکړی شو چې جګړه د ځان په ګټه تمامه کړي. په هستوي وسلو کولی شو په چټکۍ مقابل اړخ مات کړو.
په ليکچر کې له دوهم نړۍ وال جنګ نه مخکې د امريکا او شوري په دوستۍ خبرې وشوې، هغه وخت دوی متحدين و او وروسته يې نظرياتي اختلاف راغی او په رقابت کې شول. د سړې جګړې پيل هم دې دوه طاقتونو کړی او له همدې ځای نه شوی.
کی جي بي چې کله د امريکا جاسوسان ونيول، د هغوی د هستوي وسلو د طرحې په اړه يې معلومات لاس ته راوړل او شوروي هم د هستوي وسلو په جوړولو پيل وکړ او وتوانېدل چې اټومې ازموينې په ۱۹۴۹ کې ترسره کړي.
امريکا او شوروي په خپلو کې له يو بل نه وډار شول او خبرو ته کېناستل. د دوی تر منځ څو ځل تړونونه وشول چې د وسلو د کمښت او نه جوړولو اړوند وو.
ټرمپ اوس دا تړون لغوه کړ.
امريکا په ۱۹۴۵ کال کې اټوم جوړ کړ. روسيې په ۱۹۴۹ م کال، برتيانيا په ۱۹۵۲، چين په ۱۹۶۴، هند په ۱۹۷۴، پاکستان په ۱۹۹۸ او شمالي کوريا په ۲۰۰۶ کال کې اټومونه جوړ کړل.
چې د دوی له جملې نه اوس شمالي کوريا ستر خطر دی او امريکا، جاپان او جنوبي کوريا ترې په وېره کې دي.
نور عمر د اټومي وسلو په اړه په نړۍ کې په ترسره شويو تړونونو رڼا واچوله.
دا چې کوم هېوادونه کولای شي اټومې وسلې جوړې کړي او په کومو شرايطو کې يې استعمالولی شي، په لېکچر کې پرې خبرې وشوې.
تر اوسه له پورته هېوادونو نه امریکا تر ۲۰۱۳ پورې ۱۰۳۹ اټومي ازمایښتونه کړي، هند او پاکستان شپږ ځلې او شمالي کوریا درې ځلې خپلې اټومي ازموینې کړي دي.
د بنډار په دويمه برخه کې مشاعره وشوه، چې زاهد افغان، هارون راعون، ذاکرالله احساس، اکرام الله وقار، اکمل خان، شاهد الياسي، افتخار جانان، له مزار نه راغلی مېلمه حميد حسرت، نصرت ارمان، صادق الله صادق او عزت الله ځواب پکې خپل شعرونه واورل او غيرت مل محمدزي شرنګېدلی ترنم وکړ.
د يادونې وړ ده چې په بنډار کې، ډاکټر شېراز فاروقي، قاري زبيح الله، عبدالعزيز استاد، حزب الله شهباز، ثناءالله ځواب، نثار ځواب، رحيم الله رومان او عطاءالله ځواب هم ګډون درلوده.
د بلې ناستې لپاره غيرت مل د بنډار ملګرو سره د ګپ شف ژمنه وکړه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي